یو کس د محمد عیاش په نامه چې یو فلسطیني سوداګر وو هڅه وکړه او په رومانیا کې یې څلور جوماتونه جوړ کړل چې درې یې د تورې بحیرې په څنډو کې موقعیت لري او هلته مسلمان او عرب اقلیتونه په ځانګړې توګه د ترکیې اقلیت ژوند کوي.
څلورم جومات چې د عیاش جومات په نوم یادېږي د رومانیا په پلازمینه بخارست کې موقعیت لري او ټول عرب او مسلمان سفیران، محصلین او عربي او مسلمان اقلیتونه پکې لمونځ کوي.