لیکوال: محمد عثمان محمدي


د اسلام له نظره د خاوند او مېرمنې د ټاکلو معیارونه (درېمه برخه)

ب. د مېرمنې غوره کولو لپاره معیارونه:
۲. ودود ولود و اوسئ؛ (ښه خوی او اولادونه وزېږوئ)
له عفت او پرهېزګارۍ وروسته د نېکې ښځې دوهمه ځانګړنه دا ده چې ښه اخلاق ولري او اولاد وزېږوي. که چېري د نظر وړ ښځه یا نجلۍ ښه اخلاق ولري او د واده کولو لیوالتیا ولري، د سړي او ښځې تر منځ مینه او صميمت به زیات شي او په ژوند کې د ثبات او پیاوړتیا لپاره ښه بنسټ چمتو کوي. همدارنګه، هغه ښځه چې اولادونه زېږوي په ښځه کې یو له غوره او مطلوب ځانګړتیاو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه چې د اولاد وجود د سړي او ښځې تر منځ خورا قوي اړیکه جوړوي، برسېره پر دې، د نسلونو د ډېروالې سبب ګرځي، چې دا د واده د موخو څخه شمېرل کيږي.
هغه ښځه چې اولاونه زېږوي په دوو لارو پېژندل کیږي:
لومړی: فزیکي روغتیا او د هغو ناروغیو نه درلودل چې ښځه د امیندوارۍ مخه نیسي.
دوهم: د نجلۍ د مور او خویندو وضعیت ته په کتو سره چې واده شوې دي، اولاونه زېږوي او که نه؟ ځکه چې دوی اکثرا په دې ډول سره ورته دي.
له طبي پلوه، هغه ښځه چې د اولادونو زیږونې وړتیا لري هغه به ښه فزیکي حالت او ښه فزیکي وړتیا لري. د دې وړتیا نښه د کور د کارونو د ترسره کولو، د ماشومانو د تربيې او پالنې وړتیا، او داسې نور موارد په ښه توګه ترسره کول دي.
د پورتنيو دوو صفتونو (ښه اخلاق او اولاد زېږول) دليل د معقل بن يسار رضي الله عنه دا حديث دی چې وايي: يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او ویې ویل: ما د یوې باعزته کورنۍ یوه ښکلې ښځه د واده لپاره غوره کړې ده، خو هغه ښځه اولاد نه زېږوي، آیا زه ورسره واده وکړم؟
 رسول صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: نه، هغه سړی دوهم او درېیم ځل راغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: له يوې مهربانې ښځې سره واده وکړه، چې تا ته ډېر اولادونه وزېږوي. ځکه چې زه ستاسو په لوی نفوس ویاړم.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version