Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»سیکولاریزم»سيکولاريزم (شپږمه برخه)
سیکولاریزم پنجشنبه _9 _مې _2024AH 9-5-2024AD

سيکولاريزم (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابورائف


سيکولاريزم (شپږمه برخه)

د انجیل تحریف
د توحید د تحریف سره-سره، عیسویانو د خپل یو بل دیني اصل هم تحریف وکړ؛ چې هغه انجیل وو.
 په دې کې شک نشته چې الله تعالیٌ جل جلاله په عیسیٰ علیه السلام باندې یوازې انجیل نازل کړی دی، چې د تورات مکمل وو. یوازینی کتاب چې خدای تعالی جل جلاله یې د ساتنې ضمانت کړی دی، قرآن کریم دی، خو د نورو مقدسو کتابونو ساتنه د دوی د علماوو په غاړه ده.
د انجیل د تحریف کولو مسئله له لومړۍ پېړۍ راهیسې عامه شوه او له اویا څخه ډېر انجیلونه تحریف شوي، توزیع شوي او خپاره شوي دي، «ادم کلارک» چې د انجیلونو یو شارح دی، لیکي: «بې له شکه بې شمیره او غلط انجیلونه په لومړیو پېړیو کې خپاره او نشر شوي. دا مسئله او د غلطو حالاتو ګڼ شمېر “لوقا” یې وهڅول چې انجیل ولیکي او له اویا څخه زیات غلط انجیلونه په کې ذکر شوي، د دې انجیلونو بې شمېره برخې لاهم پاتې دي، او “فابري سیوس” درواغجن انجیلونه راټول کړي چې په درېیو جلدونو کې یې خپاره کړي دي.»
“ګوستاو لوبون” د انجیلونو په اړه وايي: “دا د خیالونو او غیر واقعي خاطراتو یوه ټولګه ده چې د دوی د لیکوالانو د تصور او فکر، هغه سره سر په سر کړي دي.”
دا په لومړیو دریو پېړیو کې د عیسویت میوه او پایله وه. اویا انجیلونه، یو سل او شل رسولان، چې ځینو یې ځان ته انجیل لیکلي، ځینو یې رسالې لیکلي، او ځینو یې د خپل علم او زیرمو څخه خلکو ته تبلیغ او نصیحت کړی. بې شمېره فرقې او طائفې  هم جوړې شوې چې هر یوه یې په بنسټیزو مسئایلو کې سره اختلاف درلود.
د عیسوي شریعت تحریف؛
د روم خلک د شریعت او مذهب په اړه په څو ډلو ویشل شوي وو:
رومي ډله چې لوړه رتبه یې درلوده او په یو وجه یې د نورو ډلو استعمار کړی و، دې ډلې نه توحیدي دین درلود او نه یې د ایمان لپاره یوه فلسفه درلوده. دوی د جهالت په تیاره کې چې مختلف رنګونه او زاویې یې درلودې، ډوب شول. دې حاکمې طبقې به د عامو خلکو سره د بُت پرستۍ په جشنونو کې برخه اخیسته او د الهي تمثالونو (بتانو) لپاره به یې خدمت کاوه. خو په حقیقت کې هغو له شهواني چارو پرته په بل څه باور نه درلود.
خو د دوی فرهنګي او پوهه ډله په بېلابېلو برخو ووېشل شوه، يوې ډلې يې د تصوف او تجريد مبالغه کوله، بلې يې د “ابقوریه” مکتب شاګردان وو چې د بهیمیت او حسیات په برخه کې یې ډېر افراط کړی وو او نورې فرقې يې د هغو فکري مکتبونو تر اغېز لاندې وې چې هغه د فلسفې او بُت پرستۍ تر اغیز لاندې وې.
د روم عام خلک په خپل فطرت کې دین او دیندارۍ ته لېوال وو، خو د آلهه و او فیلسوفانو ترمنځ خطرناکې او ترخې جګړې دوی دې ته اړ کړي وو چې په دیني او فلسفي عقایدو باندې له اعتماده لاس واخلي او خپلو شهوتونو او جنسي غوښتنو ته مخه کړي.
لنډه دا چې روميانو هېڅ دین په جدي توګه چې خپل عقيده، افکار او د ژوند نظام له هغه څخه واخلي نه درلود.
مسيحي دين هم د شريعت د احکامو د لارښوونې او پلي کولو څخه ډډه کړې وه، دا دين چې يو وخت د هېوادونو له حکومت او ادارې څخه وتلې او ترټلې وه، ناڅاپه يې د حکومت چارې په لاس کې اخيستې او کليسا يې د حاکميت او امر خاونده کړې وه. خو له دې بریا سره-سره کلیسا د ځان د پوهې او د نړۍ د پرېښودلو په اړه د عیسیٰ علیه السلام اصلي تعلیمات هېر کړي وه او حکومت یې د شریعت له تطبیق څخه لوړ ګڼل.
کلیسا کولای شوی چې د حکومت د ترلاسه کولو وروسته شریعت پلي کړي، مګر نه کلیسا د خلکو په لارښود کې جدي باور درلود او نه پاچا د بُت پرستۍ په پریښودو کې مومن او جدي و. هغه څه چې د کلیسا او امپراتورۍ د یووالي لامل شو، د خلکو له ژوند څخه د شریعت د لیري کولو په برخه کې د دواړو خواوو دنیاوي ګټې وې. کله چې کلیسا ونتوانېد چې د خلکو په منځ کې د بت پرستۍ او لذت پرستۍ ریښې له منځه یوسي، نو چیري توانېده چې د خلکو ژوند د دین او ارزښتونو پر بنسټ جوړ کړي؟
لومړنى کس چې د عقيدې، دود او بنسټ په وړاندې يې د شريعت د تطبيق او پرېښودلو مسئله مطرح کړه، هغه يهودي شائول پولس و.
«برینتن» لیکي: “شائول پولس فتوا صادره کړه چې یونانیان، مصریان او رومیان چې عیسویت مني د ختنه کولو او د قانون د پایبندۍ څخه معاف دي.”
د وخت په تېرېدو سره دغه انحراف هغه مقرره او ټاکلې طریقه شوه چې کلیسا پرې اعتماد او تکیه کوله او د شریعت او عقیدې تر منځ یې بېلتون را منځته کړ او د انسان ژوند یې په دوو برخو ووېشو:
لومړی دیني ژوند چې یوازې د الله تعالی جل جلاله لپاره دی او رهبانيت، مواعظ او شرعي لند احکام د هغه محتويات وه چې له شخصي حالاتو پرته په نورو مسائلو کې یې رول نه درلود.
دویمه برخه د نړۍ هغه برخه ده چې د قیصر او د هغه قانون ته ځانګړې شوې وه چې پکې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز ترتیبات، نړیوالې اړیکې او د خلکو د ژوند نظم شامل وو.
نور بیا…
Previous Articleد الله تعالیٰ توره  (خالد بن ولید رضي الله عنه) ژوند ته لنډه کتنه (څلور ویشتمه برخه)
Next Article هندوېزم (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینتولوژي: ریښې او باورونه (برخه: ۹)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۶)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۲)

شنبه _17 _جنوري _2026AH 17-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD4 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱) (ج)…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینتولوژي: ریښې او باورونه (برخه: ۹)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD10 Views

لیکوال: مهاجر عزيزي ساينټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۹) د ساينټولوژۍ عقیدې او افکارو نقد…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۴)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۴) د انسان په ژامه، ژبه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)

یکشنبه _18 _جنوري _2026AH 18-1-2026AD30 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۵)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۱)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD

ساینتولوژي: ریښې او باورونه (برخه: ۹)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.