لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
سوسیالېزم (لومړۍ برخه)
سرلیک:
هغه اړیکې چې د بشري ټولنو بنسټیز مسائل اداره کوي د سیاسي نظریاتو او باورونو پایله ده چې د لیکوالانو لخوا په بېلابېلو ډولونو طبقه بندي شوې او د دې ډول نظریاتو ترمنځ یو له بل سره ټکرونه او تعارض هم شتون لري چې یو له دې ټکرونو څخه، د تولید او سرمایه ګذارۍ تقابل او ټکر دی او د نورو ډېرو باورونو په پرتله، “سوسیالېزم” ورته ډېر پام کړی او په تیرو وختونو کې د دې مفهوم سره سوسیالیزم روښانه دریځ او ډېر پیروان درلودل، تر دې حده چې په نړیوالو ویشنو کې ختیځ بلاک د یاد فکري مکتب برخه وو؛ خو وروسته د سوسیالیزم اصلي ځاله له منځه ولاړه او د سوسیالیزم په عناصرو او بنسټونو کې د بدلون لامل شو.
د سیاسي افکارو په برخه کې د څیړنې اهمیت چې تر نن ورځې پورې پیروان لري او په یوویشتمه پېړۍ کې چې هرڅه په اعیان کې دي، ځانګړی منزلت او اهمیت لري او په ورته وخت کې دا یو له خورا اړینو مسئلو څخه دي چې د بشري ټولنې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ژوند د ودې او پراختیا لامل کېږي، د توپیرونو او ډېری سیاسي باورونو متقابل پوهاوی دی چې د بنسټ ایښودونکو د ارادې پر بنسټ د بشري ټولنې بنسټیز مسایل اداره کوي او دې موضوع ته په پام سره، د «سوسیالیزم» د سیاسي فکر څیړنه یو له هغو اړتیاوو څخه ده چې ورته پاملرنه، د نورو باورونو د ودې او پراختیا او د نورو افکارو او باورونو د درناوي لامل ګرځي او موږ دې باور ته هم نږدې کوي چې لا هم لوی شمېر انسانان په داسې سیاسي فکرونو باور لري چې ښیي زموږ له نظره رد شي.
د سیاسي افکارو په برخه کې ډېر کتابونه لیکل شوي چې پکې د سیاسي افکارو په اړه بېلابېل نظرونه راغلي او ویلای شو چې د سیاسي افکارو په اړه لیکل شوي تقریباً په هر کتاب کې د «سوسیالیزم» په اړه مفصل یا هر اړخیز بحث شوی دی، په ورته وخت کې د سوسیالیزم په اړه ډېرې مقالې لیکل شوي، چې ځینې یې د دې څیړنې د سرچینو په لړلیک کې لیست شوي دي؛ خو د دې څېړنې او نورو موجوده څېړنو تر منځ توپیر دا دی چې اوسنۍ څېړنه د سوسیالیزم د عقایدو، نظریاتو، ډولونو او عناصرو په اړه عمومي نظر او لنډه وینا وړاندې کوي، تر څو لوستونکي په ټولیزه توګه په خپل ذهن کې “سوسیالیزم” تصور کړي او پوه شي چې دا سیاسي نظریه د څه ډول باورونو لرونکې وه او په حقیقت کې د کومو باورونو په مقابل کې یې وده او پرمختګ وکړ او په ورته وخت کې، د خپل ژوند په اوږدو کې یې کوم بدلونونه او لوړې او ژورې لیدلي دي.
دې مسئلې ته په پام سره، د څیړنې اصلي پوښتنه دا ده چې سوسیالیزم څه ډول عقیده او څه ډولونه لري؟
د کتابتون د منابعو او نورو شته منابعو په کارولو او د تشریحي تحلیلي میتود په مرسته، دا موندنې ترلاسه کېږي چې “سوسیالیزم” د یوې مفکورې په توګه چې ټولنې ته اصليت ورکوي، په حقیقت کې د لویدیځ بلاک پانګوالیزم سره په ټکر او تعارض کې منځته راغله او وده یې وکړه، نن ورځ «سوسیالیزم» ډېری ډولونه لري، چې اصلي ډولونه یې دولتي سوسیالیزم او د بازار سوسیالېزم دي.
بنسټیزې کلمې:
سوسیالېزم، سوسیال ډیموکرات، ټولنه، حکومت او مارکس.
نور بیا…