د الله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (شلمه برخه)
په اسلام کې د لومړي ځل لپاره د (منجنیق)جوړول
دا هغه وخت و چې حضرت سلمان فارسي (رضي الله عنه) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړانديز وکړ چې منجنیقونه دې جوړ کړل شي او له لرې واټن څخه دې پر دغې کلا وغورځول شي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې وړاندیز هرکلی وکړ او خپل څو اصحاب چې یو یې عروه بن مسعود و، وظیفه یې ورکړه چې د منجنیق جوړولو څرنګوالی زده کړي؛ بلآخره منجنیقونه جوړ کړل شول او د کلا په شاوخوا کې ځای پر ځای شول ترڅو د برید د اعلان پر مهال د هغو څخه ګټه واخیستل شي.
جعرانې ته د اسلامي لښکر ورتلل
د طائف د خلکو له څو ورځو محاصرې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغوی سره د جګړې د دوام اراده نه درلوده؛ ځکه چې هغه پوهېده چې دوی د دفاع زغم نه لري او خامخا به تسلیم شي؛ له همدې امله يې خپلو معززو ملګرو ته امر وکړ، چې د جعرانې سيمې ته لاړ شي او د هوازن له غزوې څخه ترلاسه شوي مالونه په خپل منځ کې وويشي.
حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وایي: په دې محاصره کې مسلمانانو ته هيڅ ګټه ونه رسېده؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې له جګړې څخه ووځئ او چمتو اوسئ چې سبا بېرته راګرځو. مسلمانانو وپوښتل: آيا موږ به له فتحې پرته راګرځو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: سبا به جنګ کوو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو په دې خبره خوښ شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم وخندل او د طائف د خلکو لپاره یې دا دعا وکړه او ویې ویل: ای ربه! هغوی ته هدایت وکړه او د دوی له ستونزو او سختیو څخه مو خلاص کړه.
پایله
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې اوسېده او د نبوت لوړ مقام ته رسېدلی و، فکر یې کاوه چې د طائف خلک هوښيار او پوه خلک دي، نو د دوی ښار ته يې سفر وکړ او دوی یې د لوی خدای جل جلاله په لور دعوت کړل؛ خو نه يوازې دا چې د هغه بلنه يې ونه منله؛ بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هر ډول ځورونې او اذیتونو څخه یې ډډه ونکړه او د طائف له ښاره یې د تیږو په وهلو سره اخراج کړ؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوی د بد چلند له امله ځان ملامت کاوه او د هغوی لپاره یې د خدای تعالی حل جلاله له دربار څخه د هدایت دعا کوله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه زړه راښکونکې صحنه هېره نه کړه او د کلا د محاصرې په وخت کې یې کولای شوای د طائف خلکو ته ستر زیانونه اړولي وای؛ خو د خپل قدرت په درلودلو سره یې پر هغوی برید ونه کړ او په ډېر مصلحت او سولې سره یې هغوی دې ته قانع کړل چې اسلام ومني او تسلیم شي.