لیکواله: ام عائشه
مرجئه (لسمه برخه)
سريزه
لکه څنګه چې باور د یو کار کولو لپاره د یو شخص تر ټولو مهم انګيره او هڅونه ده او انسان د خپل عقیدې او باور لپاره داسې يو عمل ته لاس پورې کوي چې نور یې په هر صورت ناممکن ګڼي.
د مرجئه ډلې له نورو ډلو څخه د جلا کولو یو لامل د هغوی عقیده وه. موږ په دې برخه کې د مرجئه او په اړوندو مسائلو لکه په اموي دور کې د هغوی وده او پرمختګ او د هغوی بيا زوال بيان کړی دی.
د مرجئه رایه او باور:
دا ډله په دې عقیده ده، چې د کُفر په لرلو سره نيکي هيڅ ګټه نه لري او د ايمان په لرلو سره «زړه تصدیق»، هېڅ ګناه ته زیان نه رسوي او که کافر ټول عمر ښه عمل وکړي نو د يوې شيبې لپاره به هم جنت ته داخل نه شي. ځکه چې جنت ورباندې حرام دی. همدارنګه که یو مؤمن ټول عمر په ګناهونو کې ډوب وي، د یوې شیبې لپاره به هم دوزخ ته نه ځي؛ ځکه د ده لپاره جهنم حرام دی او دا مذهب باطل او مطلق ګمراهي ده؛ ځکه په قرآنکریم او احادیثو کې مسلمانانو ته امر شوی چې نیک کارونه وکړي او له بدو کارونو ډډه وکړي.
د جعفر سبحاني په اند د مرجئه عقیده له نورو مسلمانانو سره یوازې د ایمان او کُفر په ډګر کې توپیر لري، دوی عمل د ایمان له حقیقت څخه بهر ګڼي.
هغه مسائل چې له دې ډول عقیدې څخه منځ ته راځي په لاندې ډول دي:
دا ځکه چې ایمان د زړه یا ژبې د تصدیق معنیٰ لري او یو مجرد امر دی، د هغې زیاتول یا کمول ناممکن دي.
هغه څوک چې لویه ګناه وکړي په حقیقت کې مؤمن دی، ځکه چې یوازې په زړه کې ایمان یا په ژبه اقرار کول د ایمان لرلو لپاره کافي دی او څوک چې لوی ګناهونه وکړي، هېڅکله به دایمي او لنډمهاله عذاب سره مخ نشي.
د اهل سُنت علما د مرجئه افکار نه مني او هغه ته یې ځواب ورکړی دی، لکه امام اوزاعي چې د اهل سُنتو مشهور فقیه او محدث دی، هغه وایي: چې پخواني علماو د مرجئو ډلو څخه ډېر په تشویش کې وه، آن تر دې حده پورې چې د دوی په نزد مرجئه تر ټولو خطرناکه ډله وه.