لیکوال: ابو عائشه
معتزله (نهمه برخه)
معتزله دلایل
د معتزله لومړی او مهم دلیل د قرآن کریم دا آیت دی چې دوی د شفاعت پر انکار استدلال کوي، خدای تعالی فرمايي: «واتقوا یوما لا تجزي نفس عن نفس شئیا ولا یقبل منها شفاعة ولا یؤخذ منها عدل ولا هم ینصرون؛» (او له هغې ورځې ووېرېږئ چې هيڅوک به د چا لپاره څه کافي نه وي او نه به له هغه څخه شفاعت قبول کړي او نه به له هغه څخه کوم تاوان اخيستل کېږي او نه به له دوى سره مرسته وشي.)
قاضي عبدالجبار د دې آيت په اړه ليکي: د دې آيت معنا دا ده: «څوک چې د عذاب مستحق وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه شفاعت نه کوي او نه یې مرسته کوي؛ ځکه چې دا آیت د ورځې د ځانګړتیاوو په اړه دی او په کې هیڅ تخصیص نشته، نو دا د ثواب خاوندانو پرته کافرانو ته نشي راستون کیدای، او دا آیت د هغه چا په اړه دی چې په دې ورځ د عذاب مستحق وي او دا خطاب یوازې د دوی لپاره مناسب دی.
زمخشري چې له معتزله مفسرینو څخه دی، د دې آیت په اړه لیکي: «که څوک ووايې چې، آیا په دې آیت کې داسې دلیل شته چې د ګناهګارانو شفاعت نه قبلیږي، نو زه ووایم: هو؛ ځکه چې په دې آيت کې دا خبره رد شوې ده چې يو نفس د بل نفس پر ځاى د هغه د عمل په اړه پرېکړه او قضاوت نه شي کولى.
د معتزله استدلال ته ځواب
علماوو په دې اړه ډېر ځوابونه وړاندې کړې دي، چې ځينې يې لاندې ذکر کوو:
د معتزله استدلال له دې آيت څخه د هغو کسانو د شفاعت د ردولو لپاره چې لوى ګناهونه يې کړي وی باطل او بې بنسټه دى؛ ځکه په دې آيت کې د کفارو شفاعت رد شوی دی؛ ځکه مفسرین په دې متفق دي چې په آیت کې له نفس څخه مراد د کافر نفس دی نه د هر چا نفس.
علامه قرطبي رحمه الله فرمايي: «مفسرين په دې متفق دي چې د الله سبحانه وتعالی له دې قول څخه مراد «واتقوا یوما لا تجزي نفس عن نفس شئیا ولا یقبل منها شفاعة ولا یؤخذ منها عدل ولا هم ینصرون» د کافر نفس دی نه د هر چا نفس.»
علامه طبري رحمه الله فرمايي: «د الله تعالی دا قول د هغه چا لپاره دی چې د کفر په حالت کې مړ شي پرته له دې چې الله تعالی ته توبه وباسي.»
ابن کثير وايي: «ولا یقبل منها شفاعة» يعنې د کافرانو شفاعت نه قبليږي.
نو معلومه شوه چې په دې آيت کې رد شوې شفاعت د کافرانو شفاعت دی. ځکه چې مفسرین متفق دي چې دا آیت د کفارو لپاره دی؛ ځکه په آیت کې د کفارو ډلې ته خطاب شوی دی.
د معتزله دوهم دليل
الله جل جلاله فرمايي: «ما للظالمین من حمیم ولا شفیع یطاع» (د ظالمانو لپاره نه دوست شته، نه مرستندوی او نه شفاعت کوونکی چې خبره يې ومنل شي).
شیخ معتزله قاضي عبدالجبار همداني په دې اړه لیکي: «خدای تعالی په دې آیت کې فرمایلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظالمانو شفاعت نه کوي او شفاعت یوازې د مؤمنانو لپاره دی تر څو د دوی لپاره د درجې په لوړولو کې د فضل او لوړتيا او زياتوالې ځانګړتیاوې ترلاسه شي. او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د درناوي پوري اړه لري.
معتزله ته د اهل سنتو ځواب
په آیت کې له ظالم څخه مراد کافران دي. هغه کسان چې ظلم یې ترحد وتلې وی؛ یعنی کافران.
د تفسيرونو په څيړنه سره دا مومو چې په آيت کې له ظالمانو څخه مراد کافران دي، نو معلومه شوه چې هغه شفاعت چې دلته رد شوې د کافرانو څخه رد شوې او د لويې ګناه خاوند کافر نه دي، نو له دې آيت څخه د هغوى د شفاعت د ردولو استدلال صحيح نه دى.
معتزله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت د انکار لپاره په ځینو احادیثو استدلال کوي چې لاندې یې ذکر کوو:
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هدیرې ته ننوت او ویې فرمایل: السلام علیکم ای مؤمنانو0، ان شاءالله موږ به یوه ورځ له تاسو سره یوځای کیږو. زه غواړم د خپلو وروڼو سره ووینم، صحابه وو وویل: ایا موږ ستا وروڼه نه یو؟ هغه فرمايل: تاسي زما اصحاب ياست، زموږ وروڼه هغه دي چي تر اوسه نه دي راغلي، صحابه کرامو وويل: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم څنګه پيژنې چي لا نه دي راغلي؟ هغه وفرمایل: ستا په اند که یو څوک داسې آسونه ولري چې تندي او پښې یې سپينې وی او د تورو آسونو په منځ کې وی، ایا هغه کس خپل آسونه نه پیژني؟ هغوي وفرمایل: هو، یا رسول الله صلی الله علیه وسلم پپژني يې. هغه وفرمایل: دوی به د قیامت په ورځ داسې حال کې راشي چې تندی او پښې به یې د اودس له امله ځلیږي او له دوی څخه وړاندي به په حوض کوثر حاضر شم. زموږ له حوض څخه يو شمېر خلک وشړل شي، زه غږ کوم: بيړه وکړې بيړه وکړې ، راته وويل شي: له تا وروسته يې خپل دين، عقیدې بدلې کړې. زه وایم: خدای دې دوی له خپل رحمت څخه لرې کړي.
د معتزله له قوله له دې حدیث څخه د استدلال طریقه دا ده: دا حدیث په دې دلالت کوي که چيري رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی شفاعت کوونکی وای، نو هیڅکله به یې نه وای ویلي: سحقا سحقا؛ ځکه چې شفاعت کوونکي داسې خبرې نه کوي او دا څنګه ممکنه ده چې هغه د عذاب او دایمي عذاب څخه د خلاصون شفاعت کوونکی وی؟ مګر اجازه مه ورکوئ چې د هغه له حوض څخه یو څاڅکي اوبه وڅښي.
له جابر بن عبدالله رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کعب بن عجره ته وفرمایل: ای کعب بن عجره موږ له الله تعالی څخه غوښتنه کوو چې تا د جاهلانو له امارت څخه وساتي. ، په تحقيق سره، په راتلونکي کې امران راځئ او څوک چې دوی ته ورشي، د دوی په ظلم کې به ورسره مرسته او همکاري کوي او دوی د هغو کسانو درواغ مني، ، هغه زما امتي دی او زه د هغه یم او هغه به خامخا زما حوض ته راځی اې کعب بن عجره لمونځ د نژديوالي سبب دی او روژه ډال دی او صدقه ګناهونه او خطاګانې داسې له منځه وړي لکه اوبه چې اور وژني، اې کعب بن عجره هغه غوښه چې په حرامو تغذيه شوې وي جنت ته به داخل نه شي، د داسې کس لپاره اور غوره دی.
معتزله له دې حدیث څخه په دریو طریقو استدلال کوي:
کله چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم [قوم او پیروکار] نه وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې نه مني، نو د هغه د شفاعت تمه څنګه کېدای شي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبرې چې فرمايي: «زما حوض ته به داخل نه شي»، د شفاعت د نفی ثبوت دی، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مخته د حاضرېدو اجازه ورنکړل شي، تر څو چې د هغه حوض ته ونه رسيږي له همدې امله په لومړي طريقه سره د شفاعت لپاره خنډ دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا چې «هغه غوښه چې په حرامو تغذیه شوې وي جنت ته به نه داخلیږي» په ښکاره او څرګند دلالت کوي چې د لوی ګناه د خاوند لپاره شفاعت نشته.
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې کسان دي چې د قیامت په ورځ به زه د دوی په اختلاف کې یم او هغه څوک چې زه یې دښمن یم. زه به ورسره وجنګیږم لومړی هغه څوک دی چې څه ورکړي بیا خیانت کوي. دوهم هغه څوک دی چې آزاد شوي کسان خرڅوي او پیسې یې مصرفوي او دریم هغه څوک دی چې اجیر کس په کار وګماري، پوره کار ترې واخلي او پیسې یې نه ورکوي.
له دې حدیث څخه د معتزله د استدلال طريقه دا ده: څنګه کېدای شي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې کسانو دښمن وي او له بلې خوا د هغوې شفاعت کوونکی شي، دا يو عجيب تناقض دی مګر دا ناشونی دی.
د اهل سنت والجماعت ځواب
د معتزله د ذکر شوو دلایلو په ځواب کې باید ووایو چې هغه احادیث چې معتزله د محمد صلی الله علیه وسلم له امت څخه د لویو ګناهونو د مرتکبینو د شفاعت په ردولو استدلال کړی دی، داسې احادیث هم شته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو خلکو شفاعت نه کوي او همدارنګه په ځینو ځایونو کې شفاعت نه کوي، له دې حدیثونو څخه دا معلومه نه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو خلکو لپاره شفاعت نه کوي یا دا چې هغه په ټولو ځایونو کې شفاعت منع کوي.
امام فخرالدین رازي په دې اړه وايي: «هغه څه چې د څيړونو له لارې ترلاسه کیږي هغه دا دي چې خدای تعالی فرمایلي دي چې هیڅوک د خدای له اجازې پرته شفاعت نشي کولی. شاید رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په ځینو ځاینو کې د شفاعت اجازه نه وي ورکړل شوې او شفاعت یې نه دی کړی، وروسته بیا په بل ځای او بل وخت کې د شفاعت اجازه ورکړل شي، نو هغه شفاعت وکړ.»