لیکوال: شکران احمدي
د اسلام اخلاقي دریځ (څلورمه برخه)
د بدو اخلاقو په اړه د رسول الله ﷺ اخطار
په ځینو روایاتو کې بد اخلاق ته غیر مؤمن ویل شوی. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه»؛ له تاسو څخه هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي کیدلای تر څو د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي.
په بل حدیث کې د ګاونډي په اړه درې ځله قسم یاد کړی او ویلې یي دی: «والله لایؤمنُ والله لایؤمنُ والله لایؤمنُ. قالوا: و ما ذاك یا رسول الله؟ قال: جارٌ لا یأمن جاره بوائقه»
په خدای تعالی سوګند مؤمن نه دی؛
په خدای تعالی سوګند مؤمن نه دی؛
په خدای تعالی سوګند مؤمن نه دی.
پوښتنه وشوه: اې رسول الله ﷺ څوک؟ هغه وفرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې د هغه له اذیت او ازار څخه خوندي نه وي. د دې احادیثو محتوا ته باید پام وکړو او هغه ګناهونه چې په اړه یې ګواښونه شوي او مرتکبین یې په بي ایمانۍ محکوم شوي، ټول د بدو اخلاقو له کبله دي، له دې څخه کولای شو د اسلام له نظره د اخلاقو په اهمیت وپوهیږو.
شیخ الإسلام إبنتیمیه رحمه الله د «الإیمان» په کتاب کي لیکي: هغه ګناهونه چې په احادیثو کې مرتکبینو ته یې بې ایمان ویلې شوي دي، تر ټولو ټیټه کچه یې دا ده چې په اسلامي شریعت کې حرام دي او له هغو څخه ډډه کول واجب دي. نو دا جوته شوه چې اخلاقیات له اضافي شیانو څخه نه دي چې یوازې د ډیرو ثوابونو د ترلاسه کولو لپاره اړین وي. بلکي د جهنم له عذاب څخه د خلاصون وسيله او د مسلمان کېدو شرط ګڼل کېږي، په تېره بيا هغه اخلاقي مفاهيم چې په قرآن کريم کې پرې ډېر تاکيد شوي دي، لکه: اخلاص، صبر، توکل، ریښتینولي، امانتداري، په وعده باندې وفا، له الله تعالی او رسول الله ﷺ سره پوره مینه، نورو ته خیر غوښتنه، په نورو باندې نیک ګمان، د نورو د عیبونو پټول، رحم، عفو او بښنه.
خو دا اساسي ټکی بايد هېر نه کړو چې له ايمان پرته اخلاق او بل هر عمل هيڅ ارزښت او اعتبار نه لري. ایمان د هر عمل لپاره روح دی. نو که څوک په خدای او د هغه پر رسول ﷺ ایمان ونه لري؛ هرڅومره چې د ښو اخلاقو خاوند وي، دا اخلاق رښتيني او مطلوب اخلاق نه دي. بلکې د اخلاقو په بڼه ده! کوم چې د خدای تعالی په نزد هیڅ ارزښت نلري.
ادامه لري…