له مخالفينو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم چلند (دويمه برخه)
په لغت او اصطلاحاتو کې مخالف تعریف
مخالف په لغت کې: هغه څه دي چې «متضاد»، «غیر متوازن» او «ضد» په معنا دي. [دهخدا قاموس]
او په اصطلاح کې: «مخالف هغه څوک دی چې نظریه او رای یې د مطرح شوې موضوع او د نورو نظرونو سره مخالف وي.» او یا مخالف هغه چا ته وايي: «هغه د نورو د لارې په مخالف ځي».
په جزیرةالعرب کې د اسلام د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم له خوا د قدرت د جوړښت بدلون، چې پایله یې د قبیلوي نظام په اسلامي نظام بدله شوه، د ګڼو ډلو په بڼه له مختلفو نابرابریو سره مخ شوه، چې د چاپیریال او د وخت د شرايطو او د مخالفينو د ځانګړتياوو په نظر کې نيولو سره يې په مقابل کې بېلابېلې تګلارې غوره کړې چې په عمومي ډول د پېغمبر اکرم صلیاللهعلیهوسلم مخالفې ډلې په دريو برخو وېشل کېږي:
مشرکان:
د مکې مشرکین او اشرافان لومړنۍ ډله وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اهدافو په لاره کې یې لوی او قوي خنډ جوړ کړ، هغه کسان چې د مکې دیارلس کلنه دور واک په لاس کې درلود او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د واکمنۍ پر مهال یې په مدینه منوره کې لویې جګړې هم تنظیم کړې وې، هغوې خپل سخت مخالفت څرګند کړ.
یهود:
د دوی د دښمنۍ اوج د رسول الله صلی الله علیه وسلم او په مدینه کې د نوي جوړ شوي اسلامي حکومت سره وه. په لومړي سر کې دغې ډلې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د مسلمانانو د ملاتړ ژمنه یې وکړه. خو له دې ژمنې سره سره هغوی د پېغمبراکرم (ص) له حکومت سره بې تفاوته شول او هڅه یې وکړه چې مسلمانان په ګمراهۍ او د اسلام دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارې ګمراه کړي.
منافقان:
دغې ډلې د اسلامي دعوت له پيل څخه له اسلام او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره خپله دښمني ښودلې ده. منافقانو په خدای د ایمان دعوه کوله او په ظاهر یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت ایمان درلود. خو د ظاهري ایمان او زړه تر منځ ډیر توپیر وو.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سياست د مکې په دیارلس کلن او د مدینې په لس کلن دور کې له مخالفو ډلو سره په چلند کې اختلاف درلود، په مکه کې د هغه ډیری پالیسۍ، د چاپیریال او د هغه د وړتیا د کچې له مخې، د سوله ایز چلند سره مل و، په مدینه منوره کې حالات بل ډول وو، په هر حالت کې زغم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځانګړتیا وه. ځکه دا ځانګړنه د اسلام له اخلاقي اصولو څخه ده چې د ټولنيزو اړيکو په ښه والي کې مهم او بنسټيز رول لوبوي.
که د ارزښت دغه اصول په ټولنه کې په سمه او مناسبه توګه وکارول شي، د ډېرو انحرافاتو لکه: د اړیکو پرې کېدل، کینه او دښمني به له منځه ولاړه شي او د ټولنې غړي به له ذهني سکون سره ژوند وکړي، ځکه چې پیغمبر الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې عملي کړ وو او خپله طریقه یې ورته جوړه کړه، د هغه د بښنې او زغم له امله ډېرو دښمنانو او مخالفين د هغه د نبوت حقیقت درک او اعتراف وکړ.