د یو هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه، په هغه هیواد کې د نظم، ټیکاو او کورني امنیت د ټینګولو دنده پر غاړه لري او همدارنګه د ګواښونو او بې نظمۍ پر وړاندې مبارزه کوي، له معنوي او جغرافیایي پولو څخه ساتنه کوي، پر هیواد د پردیو د یرغل او تیري څخه مخنیوی کوي او د اړتیا پر مهال د حق د اثبات او د باطل پر وړاندې په میړانې او زړورتیا د جګړې ډګر ته وردانګي.
همدارنګه د یو هیواد امنیتي ځواکونه د نافذه قوانینو د پلي کیدو ذمه وار دي، د هر ډول ظلم، زیاتي او فساد مخه ډب کوي، د هیواد امنیت د لا ټینګښت لپاره مجرمین او مفسدین څاري او په ټولنه کې د فساد جړرۍ راباسي او د اړتیا په وخت کې د پوځي ځواکونو سره اوږه په اوږه د دښمن پر ضد جنګیږي.
د یو پیاوړي ځواک لپاره تر ټولو اړینه موضوع داده چې د یو منظم او ایډیولوژیک نظام او د خپل هیواد د دین، عقایدو او فرهنګ د غوښتنو مطابق وروزل شي او د دې غوښتنو د تحقق په لاره کې د فداکارۍ او سرښندنې په روحیې سره زده کړې وکړي، تر څو هغوی خپل ځانونه د معاش په بدل کې د یو اجیر یا نوکر په توګه و نه ګڼي بلکه تل د مجاهدینو په توګه سرښندنې او قربانۍ ته چمتو اوسي او خپله دنده او سپارل شوي مسئولیتونه له الله تعالی څخه د وېرې او د هغه تعالی له لوري د مکافاتو او مجازاتو پر بنسټ ترسره کړي.
همدغه معیار د اسلام په پیل کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم په پام کې نیولی و او خپل صحابه کرام یې پر همدغې روحیې وروزل او هغوی یې ایثار او سرښندنې ته چمتو کړي و، په همدغې روحیې او چمتووالي سره د الله تعالی په مرسته وتوانید چې په لږ وخت کې له جزیرة العرب او شا او خوا سیمو څخه د کفر او شرک ټغر ټول کړي او د نړۍ د سترې امپراتورۍ (فارس) استبدادي حاکمیت ته د پای ټکی کښیږدي.
دا ډول روحیه او روزنه باعث شوه ترڅو صحابه کرام رضوان الله تعالی علیهم اجمعین او تابعین یو ستر او ځواکمن دولت رامنځته کړي چې پولي او حدود یې له چین او قفقاز څخه نیولې تر مراکش او هسپانیې پورې غځیدلي و او د هند او مدیترانې ټول سمندرونه د هغوی تر ولکې لاندې و، حتی د نړۍ سترو هیوادونو او واکمنیو هڅه کوله چې د خپل بقا او پاتې کیدو لپاره د اسلامي دولت ملاتړ ترلاسه کړي.
دغه سترې او د پام وړ لاسته راوړنې، باعث شوې ترڅو نن استعمار کوونکي هیوادونه د دې په لټه کې شي چې د یو پیاوړي، ځواکمن او خپلواک اسلامي نظام د جوړیدو مخه ونیسي او هڅه وکړي چې د اسلامي هیوادونو پوځونه تر خپلې فکري او فرهنګي ولکې او اغیزې لاندې ولري.
بله برخه چې استعمارکوونکو هیوادونو په افغانستان کې د خپل اشغال دورې په اوږدو کې، هغه تر خپلې ولکې او ملاتړ لاندې راوستله، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې برخه وه؛ هغوی هڅه وکړه ترڅو د افغانستان د وخت پوځ او ټول وسله وال ځواکونه د خپلو غوښتنو او معیارونو مطابق وروزي او د هغوی په وسیله، خپلې موخې او پلانونه په دې هیواد کې پلې کړي.
په واقعیت کې، د افغانستان د هغه وخت د ملي اردو او پولیسو ځواکونه، یوازې په ظاهري بڼه افغانان ول او د دې هیواد تابعیت یې درلود؛ اما د کړنو، موخو او ارمانونو له اړخه په بشپړه توګه د استعمارکوونکو غوښتنې او سپارښتنې یې اجراء کولې.
البته په دې منځ کې هم ځیني د ملي اردو او پولیسو سرتیري و چې د لوړپوړو قوماندانانو او چارواکو په وسیله خطا ایستل شوي او دوکه شوي و او په بیلابیلو ډیالوګونو او درواغجنو شعارونو لکه د هیواد او خاورې څخه دفاع او په دې لاره کې سرښندنه، د استعماګرانو او اشغالګرانو سره په ملتیا او د هغوی ملاتړ ته هڅول کیدل او خورا زیات شمیر یې د افغانستان د اشغال دورې په اوږدو کې ووژل شول او یا معلول او ورک شول.
ښایي د اشغال کوونکو سره د ملاتړ په تور تر ټولو د رحم او زړه سواند وړ ډله، د سرتیرو همدغه ښکته طبقه وه؛ ځکه هغوی د لږ معاش او امتیاز په بدل کې اجیر شوي و او له وطن څخه د دفاع او نورو تش نس شعارونو او تعبیرونو په وسیلې د ناوړه ګټې اخیستنې لاندې راغلي و او په پوستو او د جګړې په ډګرونو کې وژل کیدل او د هغوی لوړ پوړو چارواکو په عیاشۍ اخته ول او لوړ معاشونه یې ترلاسه کول.
د افغانستان د وخت نظامي ځواکونو پورې اړوند، هغه اړین موضوعات چې د استعمارکوونکو هیوادونو د ملاتړ او نیغ څار لاندې و په لاندې توګه یې ځینو بیلګو ته اشاره کول غواړو:
۲- د خیالي سرتیرو د شتون له امله د ملاتړ کوونکو او اشغالګرو هیوادونو د بودیجې د ډيرې برخې حیف او میل کیدل؛
۳- د هغو ځوانانو اجیرکول او اورپکي جوړول چې هیڅ ډول پوځي یا نظامي تجربه یې نه درلودل، د دې لامل دا و چې د نظامي ځواکونو د بد نوم او کړنو له وجې څوک د هغوی په لیکو کې نه دریدل؛
۴- د نظامي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د قوي ایمان او عقیدې نه شتون او له همدې امله د هغوی پرله پسې ماتې؛ په داسې توګه چې د ګوډاګي دولت نظامي او دفاعي ځواکونه له اسلامي عقایدو او لارښوونو څخه ډیر لېرې پاتې و او له اسلامي نظام او تاریخ څخه یې چندانې پوهه نلرله، د هغوی لږ شمیر هغه کسان چې په اسلامي عقایدو او د کفارو او استعمار کوونکو سره په مخالفت پوهیدل، نظامي لیکې یې پریښوولې او هم یو شمیر مؤمن ځوانان هم و چې په نظامي لیکو کې د دندې په ترڅ کې یې اشغالګران ووژل.
۵- د خلکو سره شخصي، تنظیمي، ګوندي او سلیقه یي چلند او له دې امله د نښتو او کړکیچ رامنځته کیدل؛
۶- په بیلابیلو نظامي ډلو د هیواد ویشنه او له یادو ډلو څخه د شخصي او ګوندي موخو په پار د قومي او ګوندي مشرانو او رهبرانو ګټه اخیستل؛ په داسې توګه چې هر یو مشر یا رهبر د مسئولو یا غیرمسئولو وسله والو ځواکونو لرونکی و چې د هیڅ ډول قانون او اصولو تابع نه و؛
۷- د نظامي او امنیتي ځواکونو په منځ کې په لوړه کچه د اداري فساد شتون او د مرکز لخوا دې موضوع ته جدي پام نه کول؛
۸- د لاسپوڅې ادارې د اردو او پولیسو په لیکو کې د ښځینه ځواکونو جنسي ځورونه؛ په داسې ډول چې ډیرو دغو ښځو ادعا کړې وه چې د خپلو آمرانو او لوړو چارواکو لخوا په فزیکي، رواني او د خبرو له لارې د جنسي ځورونې لاندې نیول شوي دي، اما د دندې او معاش د له لاسه ورکولو له ویرې، هغه یې نه ښکاره کاوه او غلې پاتې کیدلې؛ د یو اټکل او نظر ارزونې له مخې چې په لیکلي او مرکې توګه په کابل، بدخشان، هرات او کندز کې له ۱۱۵ ښځينه پولیسو څخه اخیستل شوی و، د هغوی نیمایي برخې ویلي و چې څو ځلي په مستقیم ډول د خپلو آمرینو او همکارانو له لوري د جنسي ځورونې لاندې راغلې وې.
۹- د استعمارکوونکو ځواکونو د روزونکو لخوا د مخکني دولت د دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنه او د هغوی د اسلامي عقیدې او لیدلورو بدلول؛ په داسې توګه چې ډیري وخت د اشغالګرو سرتیرو او افغاني سرتیرو ترمنځ به د مقدساتو د سپکاوي پر سر شخړه او نښته رامنځته کیدله.
۱۰- د وخت ګوډاګي حکومت د نارینه ځواکونو په لیکو کې د اخلاقي فساد پراخیدل او په نظامي لیکو کې د تنکیو او کم عمره ځوانانو او ماشومانو ګمارل او له هغوی څخه جنسي ګټه اخیستل؛ په داسې توګه چې دغه موضوع او له ماشومانو او تنکیو ځوانانو څخه د سرتیرو او قوماندانانو جنسي ګټه اخیستنه، دې کچې ته ورسیده چې نړیوالې ټولنې او په خپله استعمارکوونکو هیوادونو په دې اړوند خپله ژوره اندیښنه وښودله او په دې تړاو د پلټنې غوښتونکي شول.
۱۱- په نظامي او امنیتي ځواکونو کې د تعهد، ژمنتیا، ریښتینولي، سپیڅلتیا، دیانت، تقوا او دندې پیژندنې نه شتون او د هغوی په منځ کې د مختلفو فسادونو خپریدل؛ دا موارد هر هغه چا چې د استعمار تر ملاتړ لاندې ځواکونو سره په یو ډول نه یو ډول اړیکه یا چلند درلود، په سمه توګه درک کولای شي؛ د دې مواردو مهم لامل هم په غیر اسلامي روحیې د افغانستان د وخت حکومت د نظامي ځواکونو روزنه ګڼلی شو.