Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»الحاد»الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (اوومه برخه)
الحاد سه شنبه _11 _فبروري _2025AH 11-2-2025AD

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (اوومه برخه)

 

درېیم – الحاد ته ورتګ کې د رسنیو نقش
د افکارو، عادتونو، د افرادو د شخصیت پړسونې او د ټولنې د مشري او لارښوونې په برخه کې د رسنیو رول ډېر مهم دی او په دې برخه کې ډېره نااشنا ځواک لري.
پاسکوینې بارومن دی، چې الحادي فکر؛ رسنۍ داسې ‌ډول د خپلو موخو لپاره تسخیر کړي، چې الحاد نور یوازې له خدای څخه انکار نه، بلکې په یوه داسې فکري نظام بدل شوی، چې ټول مذهبونه، دینونه او د هغوی مظاهر ټکوي.
سکس، تاوتریخوالی او افیون د الحادي رسنیو د مثلث درې ضلعې دي. د امریکا د ارواپوهنې انجمن د خپلو پایلو د اعلان پر وخت ټینګار کاوه، کوم کسان چې وحشتناکې تلویزیوني انځوریزې (ویډیوګانې) ګوري، د نورو د درد او ځور په وړاندې لږ حساسیت ښيي او د سختو جرمونو د ترسره کولو لپاره تر نورو ډېره تیاري لري. هغه ماشومان چې تاوجنې انځوریزې ویني، ډېری زیات قهرجن وي او په لوی عمر کې له نورو څخه زیات جرمونه ترسره کوي.
د لوڅو انځوریزو (پورن فلیمونو) صنعت او  ظاهري ښکلا پرستي د تلویزیونونو بله څرګنده دنده ده، په امریکا کې په منځني ډول هر کال (15000) جنسي انځورونه کتل کیږي، د امریکايي ټلویزیونونو (56 % ) برنامې جنسي محتوا لري، په داسې ډول چې د ورځې د ناواده کړو ترمنځ  د ( 150) جنسي اړیکو نیول، پکې ښودل کیږي.
په همدې ډول د ټلویزیونونو کورنۍ برنامې په منځني ډول اته ساعت شمېرل شوي، چې اکثریت یې ورځني جنسي موضوعات منعکسوي. د ښکلاییزو محصولات افراطي تبلیغ استعمالونکو ته دا حس ورکوي، چې له ښکلا څخه ورهاخوا په ټولنې کې ارزښت نه لري او په تدریج سره له ټولنې شړل کیږي.
د شرابو، سیګرټو، د پاڼو سیګرټو او نشه ی توکو په اړه هم وضعیت په همدې ډول دی، له نوي سلنه په ډېرو انځوریزو او له پنځوس سلنه په ډېرو سندرو او ټلویزیوني نندارو کې د الکولي ځښاک او نشه ي توکو لپاره ښکاره او پټ تبلیغ کیږي.
 له ځواکمنونکو درملو او له نورو ځانګړو غیرقانوني ادویو څخه ګټه اخېستنه په تېزۍ سره په لوړېدو ده، په ډېرو انځوریزو او سریالونو کې د انځورګرې (ډرامې) اصلي او محبوب کرکټر له الکلي ځښاکونو سره علاقه لري او آن معتاد یې دي، خو دا چلن یې یوازې دا نه چې بد نه بلل کیږي، بلکې ډېر جذاب او خوندور هم انځوریږي او نوي ځوانان یې هم په ناشعوري ډول تقلید ته مخه کوي.
په حقیقت کې له خدای څخه ځان پالنې/غوښتنې ته دا ګرځېدنه یوه الحادي نقشه ده، چې یو خالي ځان/وجود پنځوي، له خدای پرته ځانیت (خودي) چې د همدې تشې د ډکولو لپاره بیا هر کار ترسره کوي، کله له ځواکمنونکو درملو او کله د افیونو په استعمال سره او په پایله کې په یوه بې معنی او پوچ احساس باندې اخته کیږي.
د پاسکویني په باور ټلویزیون په سیکولار ټولنه کې په بې ادبه او ریا کاره رسنۍ بدله شوې، چې د باورمنو په وړاندې دښمنانه او له توهین ډک چلن کوي، داسې جنجالي رسنۍ چې د دینونو په وړاندې لنډغر ډوله چلن لري او تل دیني ارزښتونه سپکوي.
نو په همدې اساس د سیکولار ملحدینو له لوري د ذهنونو د کنټرول له لارې داسې نسل روزل شوی، چې تاوتریخوالی، د جنین سقط، اوتانازي یا مشفقانه مړینې او له ځان وژنې سره مرسته کوي او د همجنسبازانو حقونو ته افراطي توجه کوي او له هغوی څخه د ملاتړ حس لري، خو د نورو درد او غم او دیني ارزښتونه ډېر کم ارزښته ښيي او ډېر کله ترې تېریږي او غندنه یې کېږي[1].
څلورم: خوند اخېستنې غوښتنه
ایماني نړۍلید انسان ته اخلاقي تعهد وربښي او له ډېرو خوند غوښتنو، هوس او نفساني غوښتنو یې منعه کوي، ځکه پر خدای او د قیامت پر ورځې باورمن په حساب او کتاب بروسه لري او د ګناه او جرم په وړاندې له الهي حساب او جزا څخه وېریږي.
(فَأَمَّا مَن طَغٰى ـ  وَءَاثَرَ الْحَيٰوةَ الدُّنْيَا ـ فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِىَ الْمَأْوٰى ـ وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰى  ـ فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِىَ الْمَأْوٰى) – سورة النازعات ـ ۳۷ تر ۴۱ ایته
 چا چې سرکشي کړې وه او د دُنيا ژوند ته یې ترجيح ورکړي وه؛ همدا دوزخ د هغه هستوګنځی دي او چا چې د خپل رب په وړاندې  له درېدو څخه وېره کړي وه او نفس یې له ناوړو غوښتنو څخه ساتلی ؤ، نو جنت د هغه هستوګنځی دی.
خو ملحد انسان په هېڅ شي هم باور نه لري او له ټولو محدودیتونو څخه ځان ازاد احساسوي او د خپلو غریزو، خوند پاللو، عیش او نوش په وړاندې هېڅ ممانعت نه ویني، نو خوند پرسته او ځان غوښتونکي افراد خپل مقصد او هدف په الحاد کې ترلاسه کولای شي او په دې اساس همدا د الحاد یو لامل ګڼل کېدای شي. د الحاد د برخې کارپوهانو او تحلیلګرانو یاده چاره د الحاد له مهمو لاملونو څخه ګڼلې، چې پاسکویني یې هم له ډلې څخه دی. نوموړی باور لري، چې الحاد ته د ورتګ یو مهم عامل په الحادي نړۍ لید کې خوندپرستي ده، چې ډېره جلبونکې ده.
هغه کسان چې په عملي الحاد کې اخته دي او خدای یې په ورځنیو چارو کې ځای نه لري او پام وړ یې نه بولي، په اصل کې له نظریاتي ملحدینو سره توپیر نه لري، د دوی په وړاندې په الحاد کې د غرېزو پالل  او خوند پرستي او په ایماني نړۍلید کې محدودیت او سختي مجسمه ده، ځکه ایمان په ژوند او لرلید کې اساسي بدلون غواړي، دا چې ایمان د انسان په موخو او انتخابانو کې ډېر څرګندیږي او له دې سره ډېرې ځان غوښتنې، ځان محوریت او خوند پالنې تر خپلې شعاع لاندې راولي او محدودوي.
اخلاقي ژمنتیا ډېره مهمه مسأله ده، چې ملحدین ورسره چندان تړاو نه لري او د حیرانتیا ځای دی، چې آن ملحد متفکران او فلاسیفران یې نه مراعاتوي او مهمه یې نه بولي.
پاسکویني د خپل مېتود له مخې د مشهورو ملحدینو د فساد او اخلاقي کمزوريو بېلګو پسې ګرځي او داسې ښکار چې؛ له حد او مرز پرته ازادې جنسي اړیکې، ډېر جنسي شریکان، ګډه جنسي اړیکه او هر ډول جنسي اړیکه چې خوند پرې واخېستل شي په ملحدینو او آن د دې ډلې په متفکرانو او روښانفکرانو کې ډېره موندل کیږي.
په نننۍ نړۍ کې  همجنسبازي ډېر متنازعه او رنګینه مسأله ګرځېدلې تر داسې کچې چې د سیاسي وسیلې په توګه استعمالیږي، ډېری خوند پرسته ملحدین د همجنسبازۍ مدافعین دي او پر خدای باور د خپلو جنسي خوندونو په وړاندې مانع ګڼي.
همداشان د پآم وړ شمېر (لزبین، ګې او ترنس[2]) افراد ملحدین دي،  ځکه الحاد هم اخلاقي محدودیتونه له منځه وړي او هم له دې سره یوه ځانګړنه پیدا کوي او د پام ور اوړي او دوی دا لاره پیدا کوي، چې هېڅ ډول اخلاقي باورونو ته ژمن نه وي او خپلو خوند اخېستنو ته دوام ورکړي[3].
شیخ عبدالرحمن بن عبدالخالق په دې اړه داسې لیکي: “مادي علم د خلکو د ژوند لپاره د هوساینې، ښکلاینې، نعمتونو او د ژوند د خوندونو سترې دروازې پرانستي، د سپرلۍ ستر وسایل لکه: موټر، الوتکې، رېل ګاډې، د اړیکو وسایل، لوبې، رسټورانټونه، خوندور څښاکونه، ښکلې جامې او نور بېلابېل او رنګین د ژوند خوندونه او د هوسونو ترلاسه کولو پسې منډې او وسوسې، دې ټولو له ژوند څخه د ګټې اخېستنې بې سابقې رنګ پنځولی او په شهوتونو او خوندونو کې یې د خلکو د ډوبېدو فرصت برابر کړی دی.
نو دا چې دین له اسراف څخه منعه او په اعتدال او منځلارۍ امر کوي او له حرامو لکه؛ شراب، زنا او بربنډتوب څخه مخنیوی کوي، هغه کسان چې د دین د دې چارو له راز څخه ناخبره ده، ګمان کوي چې د دوی د ازادیو او هیلو په وړاندې خنډونه دي نو په همدې اساس دوی له هغه چا نه چې دوی ته اخرت ور یادوي، د جهنم له اور څخه یې وېروي او د جنت هېله ورکوي، واټن  اخلي. په همدې ډول له دیني باورونو څخه واټن زیات او الحاد او بدعت پراختیا پیدا کړه.[4]“
ادامه لري…

[1] ( بې ګټې پلار) الحاد ته د معتقد کېدلو لاملونه د جان جي پاسکویني له نظره؛ ۱۶ مخ

[2] لزبین ـ ښځه چې ښڅه خوښوي او جنسي عمل ورسره ترسره کوي. ګې؛ نارینه چې نارینه خوښوي (بجه باز). ترانس  ـ نرښځی

[3] ( بې ګټې پلار) الحاد ته د بارومن کېدو لاملونه د جان جي پاسکویني له نظره؛ ۱۲ مخ

[4] الإلحاد أسباب هذه الظاهرة وطرق علاجها (ص: 6)، تالیف الشیخ عبدالرحمن بن عبدالخالق.

Previous Articleحضرت علي کرم الله وجهه (دوه ویشتمه برخه)
Next Article شل ویناوې، شل روښانه څېرې (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

نشنلیزم

نشنلیزم (درویشتمه برخه)

دوشنبه _14 _اپریل _2025AH 14-4-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (دوه ویشتمه برخه)

یکشنبه _13 _اپریل _2025AH 13-4-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنليزم (یوویشتمه برخه)

یکشنبه _6 _اپریل _2025AH 6-4-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اتلسمه برخه)

سه شنبه _3 _جون _2025AH 3-6-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اتلسمه برخه…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (شپږمه برخه)

سه شنبه _3 _جون _2025AH 3-6-2025AD2 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زوی د حج حکمت، فلسفه او اسرار شپږمه برخه حج؛ د حضرت…

نور یی ولوله
Blog

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD8 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور لسمه…

نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اتلسمه برخه)

سه شنبه _3 _جون _2025AH 3-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (شپږمه برخه)

سه شنبه _3 _جون _2025AH 3-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.