لیکوال: شکران "احمدي"
لکه څنګه چې د پنځو حواسو تاثیرات نامحدود (Unlimited) نه دي، او په یو حد کې پای ته رسیږي، د عقل د ځواک ساحه هم نامحدود نه ده. عقل هم تر یوې اندازې اغېزمن دی او انسان ته لارښوونه کوي؛ خو که موږ وغواړو چې د عقل له حدودو څخه بهر کار ځينې واخلو، نو هغه به سم ځواب ور نه کړي او انسان ته به لارښوونه ونه کړي.
د اسلام او مادي نظام تر منځ توپیر دا دی چې مادي نظام د علم د حاصلولو د پخوانیو دوو وسیلو (حواس او عقل) له کارولو وروسته دریږي، دوی وايي: «انسان د علم د حاصلولو لپاره درېيمه وسيله نه لري، يوازې سترګې، غوږونه، پوزه او عقل فزيکي وجود لري، او له دې څخه غوره بله وسيله نشته.» اسلام وايي: له دې اسبابو سره يو بل سبب هم شته او هغه الهي وحي ده.
Previous Articleد رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (پنځوسمه برخه)
Next Article په اسلام کې د ښځې مقام (څوارلسمه برخه)