د اهل سنت او جماعت ځانګړنو ته یوه کتنه (درېيمه برخه)
په قرآن او سنت کې د اهل سنت او جماعت اصطلاح
د سنتو او صحابه کرامو د پیروي په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ډېر احادیث روایت شوي دي.
۱. عن جابر عن النبي صلیاللهعلیهوسلم قال: «أما بعد، فإن خير الحديث كتاب الله و خير الهدي هدي محمد و شر الأمور محدثاتها»؛ ژباړه: «جابر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په حقیقت کې تر ټولو غوره کلام د خدای کتاب دی او تر ټولو غوره طريقه د رسول الله صلی الله عليه وسلم طريقه ده. او تر ټولو بد کار په دین کې بدعت دی.»
عن أبيهريرة رضیاللهعنه قال: قال رسولالله صلیاللهعلیهوسلم: «اني قد تركت فيكم شيئين لن تضلوا بعدهما، كتاب الله و سنتی»؛ ژباړه: «له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ما له ځان وروسته ستاسو په منځ کې دوه شیان پرېښودلي، که تاسو د هغوی پیروي وکړی نو هیڅکله به نه ګمراه نه شی:
۱. د خدای کتاب (قرآن)؛
2. زما سنت او طریقه.»
کېدای شي ځينې دا پوښتنه وکړي چې د “کتاب الله او عترت” په ځينو رواياتو کې «کتاب الله و عترتي» يعني”د خدای کتاب او زما اهل بیت” راغلی دی، نو ولې تاسو د “کتاب الله و سنتي” روايت ته ترجیح ورکوئ؟
د دې پوښتنې مناسب ځواب علامه محمود شلتوت ورکړی دی، لکه څرنګه چې «د اسلامي مذهبونو د تقريب نړيوال مجمع» په مجله کې د قمي څخه نقل شوی دی چې: “ما وليدل چې شیخ محمود شلتوت د خپل تفسیر په ترڅ کې د ثقلینو هغه حدیث روايت کړی و، چې د اهل سنت سره مشهور وو( کتاب الله و عترتي) له هغه ځايه مې ورته زنګ وواهه او ومې ويل: “شيخه، دا حديث په ډېرو طروقو داسې راغلی دى: «کتاب الله و عترتي» شیخ وویل: په حاشیه کې یې ولیکه: “و جاء في بعض الطرق: ‘کتاب الله وعترتي، ولا شك أن عترته يحملون سنته”.
دلته شیخ محمود شلتوت یو ډیر مهم ټکي ته اشاره کړې ده، هغه دا چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم عترت او اهل بیت هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم تابعین او پیروان وو. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اهل بیتو څخه تابعيت په حقیقت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تابعيټ دی.
۳. «قال النبي صلیاللهعلیهوسلم: «فمن رغب عن سنتي فليس مني» ژباړه: «څوک چې زما له سنت څخه مخ واړوي هغه زما له امت څخه نه دی.»