دا نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو د ځینو حقایقو پر بنسټ ولاړه ده چې په قرآنکریم کې د الهي سُننو (د څښتن تعالی نه بدلیدونکي قوانین) په نوم ترې یادونه شوې ده؛ «سنة الله التي قد خلت من قبل ولن تجد لسنة الله تبدیلا» [الفتح: ۲۳]؛ (خدای تعالی ثابته او قطعي تګلاره ټاکلې ده چې له وړاندې روانه ده او هیڅکله به د الله تګلارې ته بدلون و نه مومې).
انسان د خپل عادي ژوند په بهیر کې له داسې شیانو او پیښو سره مخ کیږي چې په یو ډول نه یو ډول د حق یا باطل سره اړیکه لري؛ په بله وینا، انسان هره ورځ او هره شیبه له داسې پیښو سره مخامخ کیږي چې له یوه اړخه له هغو سره تعامل حق او سم وي او مثبتې پایلې ته مو رسوي او له بله اړخه باطل دې او ناسمې پایلې لري.
انسان که له علمي اړخه هر څومره پرمختګ وکړي د شیانو او موضوعاتو د حقیقت په بدلولو نه بریالی کیږي؛ بنا پر دې د انسان یو له مثبتو ځانګړنو څخه دا دې چې هر کله له یوې پیښې یا موضوع سره مخ شي، هڅه دې وکړي چې حقیقت یې درک کړي او هرکله چې د یوې موضوع حقیقت ورته روښانه شو له ځنډ او سستۍ پرته دې ومني؛ د بیلګې په توګه د هستۍ په نړۍ کې د ورځې لخوا د لمر شتون حق دې او منل یې واجب، اوس که یو څوک د لمر له شتون څخه منکر شي په دې کار سره حقیقت نشي بدلولای، بلکه یوازې خپل ځان یې ګمراه کړی؛ لکه افسانوي مارغه چې کله ښکارکوونکی وویني خپلې سترګې پټوي په دې ګمان چې ښکارکوونکی هم هغه نه شي لیدلای. د طبیعت په نړۍ کې داسې خلک پیدا کیږي چې د یو کار د ترسره کولو وړتیا او استعداد لري، بنا پر دې له دې کسانو سره د تعامل سمه لار د هغوی د چارو د حقیقت منل دي؛ همداراز داسې کسان هم شته چې د ځینو کارونو د ترسره کولو وړتیا او د ځینو چارو او موضوعاتو د منلو استعداد نلري، حق دادې چې د هر چا او هرې موضوع سره د هغه د حقیقت په اندازه چلند او تعامل وشي؛ الله تعالی د قرآنکریم په ډیرو آيتونو کې دې حقیقت ته په اشارې سره خپلو پیغمبرانو ته فرمایي چې د حقیقت له منلو پرته بله لار نشته؛ کله چې د مشرکانو له لوري د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دعوت نه منل کیږي خوابدی او زړه تنګی کیږي چې ولې مشرکان ایمان نه راوړي، الله تعالی د څو آیتونو په رالیږلو سره پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغوی د چارو حقیقت ته متوجه کوي؛ «ولو شاء ربک لجعل الناس امة واحدة ولا یزالون مختلفین* الا من رحم ربک و لذالک خلقهم و تمت کلمة ربک لاملأن جهنم من الجنة والناس اجمعین[هود ۱۱۸-۱۱۹] (که ستا پروردګار غوښتلای په یقین سره به یې ټول خلک [د جبر له مخې د هدایت په لاره کې] واحد امت ګرځولی وای، [ اما ویې نه غوښتل له همدې امله] تل [د دین په چارو کې] په اختلاف کې دي؛ اما هغه کسان چې ستا رب پر هغو رحم کړی او په همدې سبب هغوی یې پیدا کړي او ستا د رب حتمي فرمان حقیقت تحقق وموند چې دوزخ به له جن او انس [چې د کفر او عناد لاره یې غوره کړه] څخه ډک کړم).
او نوح علیه السلام ته یې امر وکړ چې بیړۍ جوړه کړي او هغه کسان چې تر هغه دمه یې ایمان راوړی و په هغه کې سپاره کړي، ځکه د موضوع حقیقت دا و چې بل څوک ایمان نه راوړي؛ «و اوحی الی نوح انه لن یؤمن من قومک الا من قد آمن فلا تبتئس بما کانوا یفعلون» [هود ۳۶]؛ ( او نوح ته وحی وشوه چې ستا له قوم څخه له هغو کسانو پرته چې [تر اوسه] یې ایمان راوړی، هیڅکله به بل څوک ایمان را نه وړي، له دې امله د هغو کارونو له وجې چې [د حق پر ضد] یې ترسره کول، مه خواشینی کیږه).
حق پالنه، حق غوښتنه او د حق منل د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو له مهمو ځانګړو څخه و حتی له نبوت څخه وړاندې؛ موږ په سیرت کې له ډیر مواردو سره مخ کیږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو موضوع یا چارې د حقیقت تر پوهیدلو دمخه د هغه له منلو څخه ډډه کوله او نه یې غوښتل چې د نورو په څېر د چاپیریال د منل شوو قواعدو تابع اوسي، په همدې دلیل د خپل قوم ډیری کارونه یې نه خوښول؛ په خپل سپیڅلي فطرت او ضمیر د خلکو کړنې به یې څیړلې او ګورو چې په ریښتیا سره په ښو او حقو کړنو کې به یې ګډون کاوه او له ناوړه او بدو کړنو څخه به یې ځان ګوښه کړ.
هیڅکه یې بت ته سر ټیټ نکړ، شراب یې و نه څښل، د هغوی په لهو او لعب غونډو کې یې ګډون ونکړ، د هغوی په ناحقه جګړو کې یې ونډه وانخیسته؛ اما میړانه، ریښتینولي، امین توب، شجاعت، د نفس عزت او له مظلومانو او بې وسو کسانو څخه دفاع چې د هغه وخت د عربو له لویو ځانګړنو څخه شمیرل کیده، د هغه صلی الله علیه وسلم په وجود کې په پر مظلومانو او بې وسه کسانو څخه دفاع چې د هغه وخت د عربو له لویو ځانګړنو څخه شمیرل کیده، د هغه صلی ااخه کچه وده کړې وه.
وروسته له دې چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی لخوا خلکو ته د الهي پیغام په رسولو وګمارل شو، تر ټولو مهم کار یې حق ته بلنه وه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مختلفو ډلو او دینونو د پیشوایانو په څېر د دې په هڅه کې نه و چې خلک د دوکې او زور یا زر له لارې د اسلام منلو او د نوموړي څخه پیروي کولو ته اړ کړي، حتی په هغه وخت کې چې حرکت یې په سیمه کې په پیاوړي ځواک بدل شوی و.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم له همغو لومړیو ورځو څخه هڅه کوله چې د خپل پیغام حقانیت خپلو مخاطبانو ته ثابت کړي تر څو هغوی په خپلې خوښې او آزادې ارادې سره حق ته تسلیم شي او غاړه کښیږدي؛ کله چې د قریشو مشران د هغه مبارک حضور ته ورغلل او له هغه څخه یې وغوښتل چې په داسې ډول له هغوی سره سوله وکړي چې یو څو موده د هغوی د بتانو عبادت وکړې او څو موده هغوی د الله تعالی عبادت وکړي، هغوی ته یې وویل «لکم دینکم ولی دین»؛ زه ټینګار نه کوم چې تاسو یوازې د سولې او پخلاینې په پار او زما د رضایت لپاره یو څه وخت زما د خدای عبادت وکړۍ؛ زما پیغام دادې چې د الله عبادت حق دې او هغه یوازې د عبادت او ستایلو وړ دې او د هغه په وړاندې تسیمیدل او سر ټیټول معنی لري؛ اما له ډبرو او لرګیو څخه د جوړ شوو بتانو د عبادت ترشا کوم حقیقت پروت نه دې چې زه ستاسو د خوښولو لپاره ژمنه وکړم چې د هغوی عبادت کوم.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خپلې پیغبمرۍ له لومړیو ورځو څخه د داسې نسل په روزنه پیل وکړ چې د هغه په شان یوازې او یوازې د حق لارویان او پیروان و اوسي، دغه صفت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د شاګردانو په وجود کې تر دې حده ښکاره او څرګنده دې چې حتی د اسلام دښمنان هم نشي کولای له هغې سترګې پټې کړي. باید همدغسې وي ځکه الله تعالی اراده کړې وه چې د محمد صلی الله علیه وسلم رسالت دې وروستی رسالت اوسي او تر قیامته په نړۍ کې باقي پاتې شي، باید دغه رسالت د داسې کسانو په واسطه خپور شوی وای چې په ریښتیني معنی د حق تابعداران وای، ځکه د حق په وړاندې د باطل پرته بل شی شتون نلري او باطل نشي کولای چې دوام وکړي.
«قل جاء الحق وما یبدئ الباطل وما یعید» [سبا ۴۹]؛ ( ووایه حق راغی او باطل نشي کولای یو شی منځته راوړي او نشي کولای [هغه شی چې له منځه تللی] بیرته یې راوګرځوي)؛ «و قل جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا» [اسراء ۸۱]؛ (او ووایه حق راغی او باطل له منځه ولاړ، پرته له شک څخه باطل له منځه تلونکی ده).
داچې د اسلام دین او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم رسالت تر اوسه باقي دې او ترقیامته به ټینګ او په خپل ځای پاتې شي، دلیل او لامل یې دادې چې د دېن لومړني حاملان او لیږدوونکي له حق څخه نه تیریدل که څه هم د حق په لاره کې پر هغوی ډير کړاوونه او مصیبتونه راتلل؛ او د اسلام دین بقا او پاتې کیدل هم د یوې مجموعې د حضور پایله ده چې تل په نړۍ کې شتون لري او حق لټونکي او پالونکي دي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «لا تزال طائفة من امتي یقاتلون علی الحق ظاهرین علی من ناوأهم حتی یقاتل آخرهم المسیح الدجال»؛ (زما د امت یوه ډله د حق د بریا په موخه د هغو کسانو سره چې دښمني او مخالفت وکړي، مبارزه کوي تر دې چې تر ټولو وروستی یې د دجال سره مقابله کوي).
له دې امله مسلمان او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ریښتینی پیروي کوونکی هغه څوک دې چې تل د حق په لټه کې وي او هرکله چې د یوې قضیې سره مخ شي کوښښ دې وکړي چې په حقیقت یې ځان پوه کړي او کله چې حقیقت ورته روښانه شو په همغه لاره او مسیر کې دې ګامونه پورته کړي؛ دا مبحث ډیر اړخونه لري، حق لټوونکی انسان باید په لومړي سر کې الله تعالی د ټول قدرت او عظمت سره او خپل ځان د ټولې کمزورتیا، ضعف او محدودوالي سره قبول کړي وروسته د الله تعالی مخلوقات او موجودات همغسې چې دي ویې مني او د حقیقت په نظر کې نیولو سره د هغوی سره تعامل وکړي، رڼا د رڼا په توګه ومني او تیارې د تیارو په توګه؛ شپه د شپې په توګه ومني او ورځ د ورځ په توګه، کافر د کافر په توګه و پیژني او مؤمن د مؤمن په توګه او له هر یو سره همغسې چې حقیقت یې غوښتنه کوي تعامل وکړي؛ حلال پاک و ګڼي او له هغه څخه ګټه واخلي او له حرام څخه د ناولي او نجس په توګه ځان وساتي؛ ریښتینی مسلمان باید یقین ولري چې د ریښتینولي او صداقت حق دادې چې په فلاح او رستګارۍ پای ومومي او د درواغو او تزویر حق هغه دې چې په ناکامۍ او هلاکت ختم شي.