“پرهیزګاره هغه څوک نه دی چې پرله پسې عبادت کوي، لږ خوب کوي یا خوب نه کوي، نه خوري یا لږ خوري، او په مکرر ډول لمونځ کوي، د شپې لمونځ کوي او روژه نیسي. «پرهیزګاري» یو صفت دی، پرهیزګاري د وېرې نوم دی، تقوا د عبادت، تلاوت او تسبیح نوم نه دی، تقوا هغه صفت دی چې په انسان کې پیدا کېږي، روژه مياشت د دې لپاره راځي چې موږ تقوا دار شو. «لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ». تقوا هغه څه نه ده چې د رمضان سره راشي او کله چې رمضان تیر شي ،تقوا هم لاړ شي نو دې ته تقوا نه ویل کیږي، تقوا دا ده چې د ژوند په هره لحظه کې د خدای د حضور احساس کولو عادت وګرځي، تر څو د هر کار کولو څخه مخکې فکر وکړي چې ايا دا کار د خداى د رضا او ناراضۍ سبب ګرځي، ایا دا د دین او شریعت مطابق دی که نه، د دې عادت او احساس بنسټيز کول «تقوا» بلل کېږي.
ځینې خلک فکر کوي چې د رمضان میاشتې ۲۹ یا ۳۰ ورځې روژه نیول به د متقیانو په لیست کې شامل شي، یا هغه څوک چې روژه یې نیولې وي او څه یې نه وي خوړلي او څو ځله یې قرآن ختم کړی او د شپې تراویح کوي، هغه متقی دی. د آيت موخه دا نه ده که چيري د رمضان په ازموينه کې تېر شو، له هغې وروسته، عملونه رخصت کیږي؛ بلکې موخه دا ده چې بنده د روژې په دېرشو ورځو کې د حلال او پاکو شیانو له خوړلو او څښاک څخه ډډه وکړي او که څه هم په کور کې غوره څښاک او خوراکونه لري او اړتیا ورته محسوسوي، یوازې د الله تعالی د حکم او امر اطاعت په خاطر له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې دې له دې ټولو حلال شیانو ډډه وکړي، تر څو چې د روژې میاشت پای ته ورسېږي، د بنده په وجود کې دا احساس پېدا شي چې د روژې په میاشت کې د خدای په امر له حلال څښاک او خوراک څخه ډډه وکړم . نو زه باید د رمضان څخه بهر هم د خدای د حکم اطاعت وکړم، چې له حرامو، ګناهونو او بدو کارونو څخه ځان وساتم، دروغ ونه وایم، خلکو ته ضرر ونه رسوم، د چا حق ضایع نه کړم، د چا غیبت ونه کړم، غلا ونه کړم، ظلم ونه کوم. د چا وينه به نه تويوم، حرام مال به نه خورم او د هغه څه څخه ځان وساتم چې خدای حرام کړي دي؛ له همدې امله خدای وفرمایل: «لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ» او نه دي فرمايلې «لعلكم تعبدون» يا «لعلكم تشكرون» او يا «لعلكم تحجون»؛ ځکه کله چې خدای ته پام وشي، په دې مانا چې تقوا د انسان د طبیعت یوه برخه ګرځیږي، نور عملونه به يې په خپله اصلاح کيږي.
روژه د الله تعالی په وړاندې د انسان د زړه د وېرې او مينې نښه ده او د زړه دغه احساس انسان له ګناه څخه منع کوي. ځکه چې اکثره ګناهونه د الله تعالی د مينې او وېرې د نشتوالي له امله ترسره کېږي. نو کله چې انسان له ګناهونو او باطني ناروغیو څخه خوندي شي نو د دوزخ له عذابه به هم نجات ومومي. په همدې خاطر رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «الصِّيَامُ جُنَّةً وَحِصْنُ حَصِينٌ مِنَ النَّارِ» ژباړه: «روژه د دوزخ د عذاب پر وړاندې ډال او قوي قلعه ده».