آزادي د انسانانو له خورا بنسټیزو ارزښتونو څخه ګڼل کېږي او د انسانیت جوهر جوړوي؛ داسې چې هر څوک یې ستاینه کوي او د ارزښت پر حقیقت یې پوهېږي. مګر دا کلمه، له خپلې ځانګړې معنا سره (د نن ورځې کلتور کې د هغې مروجه او عامه معنا)، د څو پیړیو راهیسې د خلکو په ژبو کې کارېږي، او داسې ښکاري چې د هغې د راڅرګندېدو اصلي لامل په تېره پېړۍ کې د اروپا ټولنیز انقلاب و.
اسلام هم د آزادۍ پیغام له ځان سره راوړ او پرې یې ټینګار وکړ. دا مفهوم د ربعي بن عامر رضی الله عنه له خوا رستم ته په ښه ډول تشریح شو؛ هغه په زړورتیا، مېړانې او ښکاره ډول ورته وویل:
“الله ابتعثنا لنخرج من شاء من عبادة العباد إلى عبادة الله، ومن ضيق الدنيا إلى سعتها، ومن جور الأديان إلى عدل الإسلام…”
(الله تعالی موږ رالېږلي یو، څو هغه څوک چې وغواړي، د بندګانو له عبادت څخه د الله عبادت ته، د دنیا له تنګوالي څخه د هغې پراخوالي ته، او د نورو دینونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راوباسو.)
په ځینو ټولنو کې داسې خلک شته چې د آزادۍ مفهوم یې په سمه توګه نه دی درک کړی او نشي کولی د اسلامي او لوېدیځې آزادۍ ترمنځ توپیر وکړي؛ له همدې امله، هغوی له حکومت څخه بې ځایه تمې لري.
د اسلامي او لوېدیځې آزادۍ توپیر
اسلامي آزادي او د لوېدیځ آزادي په خپل اصل او پایلو کې له یو بل سره بشپړ توپیر لري:
۱. د لوېدیځ آزادي:په لوېدیځ کې آزادي د انسان له نفسي غوښتنو او تمایلاتو څخه سرچینه اخلي. د هغوی د آزادۍ فلسفه دا ده چې د انسان غوښتنې اصالت لري، او د دې الحادي لیدلوري له مخې، انسان باید مطلق آزاد وي او هر څه چې غواړي، ترسره یې کړي. په دې فکر کې، له الله تعالی او دین پرته، آزادي یو بت ګڼل کېږي، چې د انسان پرستۍ پر بنسټ ولاړ دی؛ له همدې امله، د انسان آزادي او اراده له دین څخه غوره او ارزښت یې له دین څخه لوړ بلل کېږي. دین یوازې هغه مهال ارزښت لري، کله چې د فردي غوښتنو سره په ټکر کې نه وي.
د دې نظر له مخې، حکومت او قانون د خلکو د ارادې پر بنسټ ولاړ دي. خلک هر ډول حکومت او قوانین غوره کولی شي، چې وغواړي، او د حکومت او قانون جوړوونکو دنده دا ده چې د امکان تر حده دا ډول آزادي تأمین کړي.
۲. د اسلامي آزادۍ بنسټ:په اسلام کې د آزادۍ بنسټ د توحیدي نړۍ لید پر محور راڅرخي. د اسلامي آزادۍ مفهوم په توحید او یوازې د الله جل جلاله په بندګۍ کې نغښتی دی. اسلام انسان ته کرامت او ذاتي ارزښت ورکړی او هغه یې له یوه الله تعالی پرته د بل هېڅ چا بنده نه دی ګڼلی.
هر څوک چې اسلام او د هغه اصول مني، آزاد بلل کېږي؛ داسې آزادي چې په اخلاقي او قانوني بڼو کې ځان څرګندوي. دیني آزادي له مکلفیتونو سره مل ده؛ یعنې انسان باید یوازې د الله جل جلاله اطاعت او بندګي وکړي، د هغه احکام عملي کړي، او داسې حکومت او نظام ومني چې قوانین یې د الله تعالی لخوا ټاکل شوي وي.
په اسلامي ټولنه کې مطلقه سیاسي او ټولنیزه آزادي—په دې معنی چې هر څوک هر څه چې وغواړي، ترسره کړي، او د خپلو نفسي غوښتنو پر بنسټ قوانین وضع کړي—شتون نه لري. له مکلفیت څخه تېښته، بېمسؤلیتي، او د قانون نشتوالی د وحشت او ناپوهۍ نښې دي.
په اسلام کې تمدن او مدنیت، د مکلفیت منلو، د مسؤلیت اخیستو، او د قانون واکمنۍ ته ویل کېږي. دیني آزادي د دې معنا لري، چې خلک له انساني غلامۍ او د الله تعالی پرته د بل چا له حاکمیت څخه خلاص شي.
د اسلامي او لوېدیځې آزادۍ جوهر
د اسلامي آزادۍ جوهر دا دی، چې انسان د نفس او نورو بندګانو له زولنو څخه خلاص شي؛ په داسې حال کې چې د لوېدیځ آزادي، د نفس او شیطان په بند کې اسارت، او له الله تعالی پرته د نورو بندګي او غلامي ده.
۲. د اسلامي نړۍ لید له مخې، انسان یو داسې مخلوق دی چې ډېرې وړتیاوې لري. د روحي او معنوي روزنې له لارې، دی د ودې او تکامل لوړو پوړیو ته رسېدلی شي. که د خدای تعالی اطاعت او بندګي وکړي او د هغه تر امر لاندې وي، کرامت او ارزښت به ترلاسه کړي، او د بشپړتیا او تکامل ټولې لارې به ورته پرانستل شي.
په حقیقت کې، الهي مکلفیتونه د کمال درجې او تلپاتې نېکمرغۍ ته د انسان د رسېدو لپاره وضع شوي دي. برعکس، که څوک مکلفیتونه ونه مني او د خدای جل جلاله له بندګۍ څخه انکار وکړي، نو هغه به د خپل نفس او شیطان اسیر او پیروي کوونکی شي. دا به انسان د طبیعت په محدودیت کې راګیر کړي او د ودې او تکامل په لاره کې یې مخه ونیسي. له همدې امله، د اسلامي آزادۍ جوهر دا دی چې انسان له خپلو نفساني زنځیرونو او بندونو څخه خلاص شي، او د بندګانو له عبادت او اسارت څخه ازاد شي؛ برعکس، لوېدیځه آزادي د شیطان له اسارت او غلامۍ سره ورته ده.
۳. اسلامي آزادۍ ته کتل
په اسلام کې آزادي یوه الهي ډالۍ ده، چې انسان ته دا فرصت ورکوي، څو د خپلې نېکمرغۍ لاره غوره کړي. اسلام د داسې آزادۍ پیغام راوړی، چې د خنډونو په لرې کولو او د مناسب شرایطو په برابرولو سره، انسان ته د نېکمرغۍ او تکامل لاره هواروي.
اسلامي مکتب هڅه کوي، چې هم داخلي او هم بهرني خنډونه لرې کړي.
• بهرني خنډونه: د ظالمو حکومتونو او ظالمو قدرتونو له تسلط څخه ازادي.
• داخلي خنډونه: حرص، لالچ، او د شهوتونو بېحده پیروي.
هیڅ عامل انسان دومره نه غلاموي، لکه نفسي غوښتنې او شهوتونه. که یو څوک د خپل نفس اسیر شي، نو هغه به نه د ښو او نېکو کارونو د ترسره کولو توان ولري، او نه به له هغو اعمالو ځان وساتلی شي، چې د بدمرغۍ او تباهۍ لامل ګرځي. دا تر ټولو بد اسارت دی.
برعکس، که څوک د دین د رڼا له لارې داخلي آزادي ترلاسه کړي، نو د ښو کارونو ترسره کول او د بدو کارونو پرېښودل به ورته اسانه وي. داخلي آزادي، د حقیقي آزادۍ اساس جوړوي، ځکه چې دا انسان ته ځواک ورکوي، څو د خپلو غوښتنو کنټرول وکړي.
د لوېدیځ فکر ستونزه:لوېدیځ فکري مکتبونه د آزادۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره یوازې په ظاهري خنډونو، یعنې د ظالمو حکومتونو په ړنګولو تمرکز کوي. مګر له بلې خوا، د شهوتپرستۍ او نفسي غوښتنو ته وده ورکوي، او انسان ته د کنټرول واک نه ورکوي. دا چاره، انسانان د باطلو قدرتونو او زبرځواکونو په وړاندې له ذلت سره مخ کوي.
۴. د اسلامي آزادۍ ارزښت
څرنګه چې لوېدیځ ډوله ټولنیزه آزادي، نه اساسي بنسټ لري او نه منطقي دلیل، نو څوک هم د هغې لپاره قرباني ته چمتو نه دی. برعکس، اسلامي آزادي یو الهي امر دی، نو هر مسلمان دا خپله دنده ګڼي، چې هغه ومني؛ داسې چې خدای تعالی امر کړی دی.
د اسلام له نظره، آزادۍ ته درې اساسي ارزښتونه ورکړل شوي دي:
1. ازادي یوه الهي ډالۍ ده، چې انسان باید د شریعت په چوکاټ کې وپالي.