Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د لیلة القدر شپې فضیلت، تعیین او علامې
متفرقه جمعه _5 _اپریل _2024AH 5-4-2024AD

د لیلة القدر شپې فضیلت، تعیین او علامې

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال؛ نعمان سعید

د لیلة القدر شپې فضیلت، تعیین او علامې

الله تعالی فرمایي:( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ (۳) فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ (۴) أَمْرًا مِنْ عِنْدِنَا إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِين(۵) [سورة الدخان]
ژباړه: موږ په مبارکه شپه کې قران نازل کړی دی، موږ خبر ورکوونکي یو په دغه شپه کې هر د حکمت کار، چې حکم کیدل یې زموږ له طرفه وي جلاکیږي، موږ لیږونکي یو.
(فیها یفرق کل امرحکیم . امرا من عندنا) حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله عنه یې ترجمه داسې کوي: په کومه شپه کې د قران نزول کیږي ،(یعني لیلة القدر) په دغه شپه د مخلوقاتو متعلق ټول هغه اهم کارونه، چې په دې کال کې تر راتلونکي لیلة القدر پورې واقع کیدونکي وي لیکل کیږي، لکه: څوک به مړ کیږي، څوک به پیدا کیږي، چاته به دومره رزق ورکول کیږي.
حضرت مهدوی رحمه الله یې بیا مطلب داسې بیانوي: چې قران او حدیث په دې ګواه دي چې د انسان تر پیدايښت مخکې الله جل جلاله ټولي فیصلې لیکلې دي، په دغه شپه کې د نفاذ قضاء لپاره چې د کومو ملایکو په ذریعه کیږي؛ په دې شپه کې د دغه کال سالانه احکام دوی ته سپارل کیږي. [قرطبي]
د (لیلة مبارکة) څخه د جمهورو په نزد لیلة القدر شپه مراد ده، دې شپې ته مبارکه ځکه وایې چې د الله جل جلاله له لوري بې شمیره خیر او برکات پخپل مخلوق نازلیږي. حدیث شریف کې راځي: حضرت قتادة رضی الله عنه له واثله رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د حضرت ابراهیم علیه السلام صحیفې د روژې په اوله، تورات د روژې په شپږمه، زبور د روژې په اتلسمه او قران کریم د روژې په پنځه ویشتمه نازل شو. [قرطبي]
الله جل جلاله یو بل سورت نازل کړی دب: قال الله تعالی: انآ انزلناه فی لیلة القدر (۱) و مآ ادراک ما لیلة القدر (۲) لیلة القدر خیر من الف شهر (۳) تنزل الملائکة و الروح فیها باذن ربهم من کل امر (۴) سلام هي حتی مطلع الفجر (۵)
ژباړه :موږ په لیلة القدر کې قران نازل کړی دی، ته څه پوه شوې، چې لیلة القدر څه ده، لیلة القدر شپه تر زرو میاشتو ښه ده، په دغه شپه کې ملائکه، جبریل علیه السلام له اسمان نه ځمکې ته راښکته کیږي، د الله جل جلاله په حکم سره په دغه شپه کې له هر شي نه امان دی، دغه شپه د سپېدو تر راختلو پورې ده.
د دې آیت د شان نزول په باره کې حضرت ابن حاتم د مجاهد څخه مرسلا روایت کوي، چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني اسرائیلو د یوه مجاهد کیسه وکړه، چې زر میاشتي یې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کړی و او اسلحه یې هیڅکله نه وه ایښې، مسلمانانو چې دا واوریدل؛ نو په تعجب کې شول، بیا الله جل جلاله سورة القدر نازل کړ، چې د دغه امت د یوې شپې عبادت د هغه مجاهد د زرو میاشتو تر جهاد زیات بهتر دی. [معارف القران: ۱۰ ټوک، ۱۶۴ مخ]
د لیلة القدر معنی:
د قدر یوه معنی شرف او عظمت ده، امام زهري او نورو علماوو دغه معنی اخیستې ده؛ ځکه دغه شپه د عظمت او شرف شپه ده.
ابوبکر وراق رحمه الله بیا وایي، چې کوم سړی د خپلې بدعملۍ په وجه څه قدر نلري؛ نو په دې شپه د توبې، استغفار او عبادت په برکت صاحب قدر جوړیږي؛ ځکه ورته لیلة القدر وایي.
د قدر دوهمه معنی تقدیر او حکم ده، د دې معنی په اعتبار سره دې شپې ته ځکه لیلة القدر وایي چې د دې کال له روژې څخه بیا د راتلونکي کال تر روژې، چې څه پېښدونکي دي هغه په دا شپه هغو ملائکو ته حواله کیږي، چې د کائناتو په تدبیر نافذ کیدلو مامورې دي، چې په کې د انسان مرګ، عمر، رزق او حتی په دغه کال کې یو چا ته حج ور نصیب کیږي. هغه ملائکه چې یاد کارونه ورسپارل کیږي جبرائیل علیه السلام، میکائیل علیه السلام، اسرافیل علیه السلام او عزرائیل علیه السلام دي. [قرطبي، معارف القران: ۱۰ټوک، ۱۶۴مخ]
د لیلة القدر شپې تعیین:
ملا علي قاري رحمه الله وایي، چې قاضي عیاض رحمه الله ویلي دي: د دغه شپې په تعین کې اختلاف دی. البته په معارف القران کې د تفسیر مظهري په حواله لیکي: تر ټولو صحیح قول دا دی چې د روژې په اخري لسو شپو کې ده؛ خو په اخري لسو شپو کې هغه شپه معلومه نه ده، کله د روژې د اخري لسو کله په یوه شپه کې راځي، کله بیا په بله شپه کې؛ خو په اخري لسو کې بیا په طاق شپو کې ۲۱/ ۲۳/ ۲۵/ ۲۷/ ۲۹ کې راځي او حضرت عائشة رضی الله عنها روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: تاسو د لیلة القدر د شپې طلب د روژې د اخري لسو شپو په طاق شپو کې وکړئ. [مرقاة المفاتیح]
د لیلةالقدر شپې فضیلت:
د لیلة القدر شپې تر ټولو لوی فضیلت خو قران کریم کې په سورة القدر کې بیان شوی دی، چې د یوې شپې عبادت یې د زرو میاشتو ( ۸۳ کالو) تر عبادت ښه دی؛ خو د ښه والي یې هم اندازه نده بیان شوې، چې څو چنده تر هغه زیات ثواب لري؛ خو حضرت ابو هریرة رضی الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل: کوم چا چې د لیلة القدر په شپه کې عبادت وکړ؛ د ده مخکینې ټول ګناهونه معاف شول.
دا شان عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما روایت کوي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د لیلة القدر په شپه هغه ټولي ملائکې کومې، چې په سدرة المنتهی کې اوسیږي، د جبرائیل علیه السلام سره ځمکې ته را ښکته کیږي، هر مسلمان نر او ښځې ته سلام کوي؛ مګر صرف شراب خور او د خنزیر د غوښې خوړونکي ته یې نه کوي.
په یوه بل حدیث کې راځي: کوم څوک چې د لیلة القدر د شپې له خیر او برکت څخه بې برخي شو؛ هغه بد نصیبه دی.
د لیلة القدر د شپې مسنونه دعا:
په دې باب موږ مستقله بله لیکنه کړې ده، خو دلته به یې یوازې دعا ولیکو، د قدر په شپه دا دعا ویل سنت دي: (اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ، تُحِبُّ الْعَفْوَ، فَاعْفُ عَنِّي). [ترمذي]
د لیلة القدر د شپې علامې او نښانې:
  1. په دغه شپه به شیطانان په ستورو نه ویشتل کیږي؛ ځکه ملائکې را ښکته کیږي؛ نو شیطانان به نه وي.
  2. په دغه شپه به هوا نه یخه وي او نه ګرمه، بلکې معتدله به وي.
  3. په دغه شپه به نه وریځ وي، نه به باران وي او نه به باد وي.
  4. د دغې شپې په سهار به لمر لکه د څوارلسم سپوږمۍ، سپین وي او شعاووې به نلري چي راخیږي.
  5. د دغې شپې په سهار به د اسمان په کنګرو کي ګرځ وي؛ ځکه هغه ملائکې چي را ښکته شوي وي، د هغوی د پورته کیدو له کبله دغه غبار وي.
  6. دغه شپه به ډیره روښانه وي. لقول الرّسول عليه السّلام: (ليلةُ القدْرِ ليلةٌ سمِحَةٌ، طَلِقَةٌ، لا حارَّةٌ ولا بارِدَةٌ). [في صحيح الجامع، عن عبدالله بن عبّاس، الصفحة أو الرقم: 5475]
Previous Articleاستعمار (درویښتمه برخه)
Next Article (رمضان، د تقوا حاصلولو مياشت ده (لومړۍ برخه

اړوند منځپانګې

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD2 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.