بله برخه چې استعمارکوونکو د هغې د بدلون او غربي کولو په لاره کې ډیرې هڅې او هلې ځلې وکړې او تر ډیرې کچې پکې بریالي هم شول، د افغانستان د علمي بنسټونو د ښوونې او لوړو زده کړو موضوع وه؛ هغوی هڅه وکړه اسلامي ښوونیز سبک او تګلاره څنډې ته کړي او غربي ښوونیزې بیلګې او تګلارې د هغې ځای ناستې کړي.
په دې کې شک نشته چې د یو هیواد او نظام وده او پرمختګ او هم انحطاط او پرځیدل، د هغه هیواد د ښوونې او لوړو زده کړو په څرنګوالي پورې تړلی دې؛ په داسې توګه چې هر هیواد چې د تعلیم او لوړو زده کړو په برخه کې له نورو مخکښ وي، د مادي تمدن او پرمختګ په برخه کې به هم تر نورو مخکې وي؛ په همدې توګه کله چې د ملتونو تعلیم او تعلم او لوړې زده کړې د هغوی د باورونو، افکارو، نظریاتو او فرهنګ سره سمون او همغږۍ ولري، هغه ملت به د هغو په منلو او پلې کولو کې د هیڅ راز ستونزو سره مخ نه وي او د زده کړو او ګټې اخیستنې پر مهال به هیڅ ډول حساسیت د ځان لخوا و نښیي؛ په دې حالت کې به ښوونه او روزنه په چټکۍ او پراخې کچې او د حالاتو او شرایطو په نظر کې نیولو سره وده کوي او پراختیا به مومي او په هر پړاو کې د خلکو د ودې او هوساینې او د سیاسي حاکمیت د ټینګښت باعث ګرځي؛ اما که د ښوونې او روزنې بهیر د دین، اخلاقو، سیاسي او ټولنیز فرهنګ ښکارندوی او بیانوونکی نه اوسي، بلکه برعکس د پردیو لخوا او د نورو د موخو د تحقق لپاره او د بل ملت پر دیني، سیاسي، فکري او ټولنیزو اصولو او ستنو ولاړ وي او د مسلمانانو پر ټولنه په اجباري توګه تپل شوی وي او د هغه نصاب او نظام فارغانو په عمل کې ثابته کړې وي چې د خپل ملت دین او عقایدو ته نه یوازې پام نکوي، بلکه له هغو سره په ښکاره ډول دښمني او مخالفت کوي او دایې هم ثابته کړې وي چې د استعماري هیوادونو ګټو ته د خپل هیواد او خلکو تر ګټو لومړیتوب ورکوي او د خپل ملت له تاریخ څخه کرکجن اما د غرب په تاریخ ویاړ کوي او خپل خلک په زور او جبر د استعارکوونکو هیوادونو غلامۍ ته اړ باسي او هڅوي یې، نو په دې حالت کې اړینه به وي چې د مسلمانو ملتونو د فکر او فرهنګ ساتونکي د داسې نصابونو او تپل شوو نظامونو پر ضد پاڅون وکړي او د هغو د پلې کولو مخنیوی وکړي.
ډاکټر عبدالرحمن حبنکه المیداني، د هغه ابزار په اړه چې استعمار کوونکو د اسلامي هیوادونو د ښوونې او لوړو زده کړو په چوکاټ او سیسټمونو کې د بنسټيز تغیر او بدلون لپاره رامنځته کړي، لیکي: «له عملي علومو څخه د مسلمان نسلونو محرومول د څو لارو او ابزارو په وسیله صورت نیسي چې عبارت دې له:
۱- له عملي علومو څخه د مسلمانانو د اولادونو محرومول او له عملي او تطبیقي ساحې څخه لېرې یوازې په نظري علومو د هغوی بوختول تر څو له دې لارې د هغوی علمي وړتیا او استعداد وده ونکړي او ونشي کولای په مختلفو برخو او نویو صنعتونو کې اختراع ګانې او نوښتونه له ځان څخه پر ځای پریږدي.
۲- د مسلمانانو ځوان نسل په متضادو او متناقضو فلسفو او نظریاتو کې مصروفول او د هغوی د فکري او جسماني ځواک د کمزورولو په موخه د ټولنیزې مبادۍ سره په جګړه کې د هغوی ښکیلول.
۳- د بې ګټو تعبیرونو له یوې برخې سره چې د «ادبیاتو» په عنوان یادیږي د مسلمانانو د اولادونو مصروفول، پرته له دې چې ځواکمنه او پایداره روزنیزه یا اخلاقي ثمره ولري، یا هغه فکر او نظر چې علم له ځان سره ولري، یا هغه شخصیت چې ذوق رامنځته کړي یا د هغوی وجدان ته وده ورکړي.
۴- د ځینو فنونو لکه نڅا، لوبې، موسیقۍ، انځور جوړونه یا مجمسمه جوړونه او … د هغو علومو په نوملړ کې راوستل چې د ملتونو پرمختګ په هغه پورې تړلی بولي، دا موضوع هم د دې لپاره ده چې د هغوی د معرفت او پیژندنې ځواک په دغو برخو کې و کاروي او له ګټورو او ثمره بخښونکو علومو څخه هغوی لېرې وساتي.
دې چارو ته په پام سره د مسلمان زده کړیال په وجود کې شخصیتي عقده پیدا کیږي او د دې ترڅنګ د هغه په وجود کې د ګټورو عملي علومو په اړوند چې د وروسته پاتو ملتونو د پرمختګ سبب کیږي، ژوره ناپوهۍ باقي پاتې کیږي».
له دې چارو پرته، نور بې شمېره اقدامات یې هم ترسره کړې چې د افغانستان پر ښوونیز او تحصیلي نظام، د محصلینو په فکر او د دې هیواد پر راتلونکي یې بدې او منفي اغیزې پریښودې.