د امام ابوحنيفه رحم الله تر ټولو لویه لاسته راوړنه
له حمد، صلوة او سلام وروسته!
د امام اعظم حضرت امام ابوحنیفه رحمه الله د خدمتونو، کړو وړو او ژوند په اړه، چې کوم څه لیکم، لولم یا یې اورم؛ نو د ډیرې زیاتې خوښۍ او خوشالۍ احساس کوم.
د اسلافو یادول او د هغوی لارښوونې او مبارزه زموږ نوي نسل ته روښانه کول د وخت او حالاتو یوه مهمه فریضه ده، چې عاجز بنده به یې دلته کما حقه په دې لیکنه کې حق ادا نشم کړای؛ خو په دې نیت چې د وس مطابق مې غاړه خلاصه شوې وي، د امام ابوحنیفه د یوې سترې علمي لاسته راوړنې اړوند به څو کرښې ولیکم، داسې لاسته راوړنه چې امت به یې تر پایه پوروړی وي.
د اسلامي شريعت او اسلامي تاريخ د يوه طالب العلم په توګه وایم، چې د “سياست او اجتماعيت میدان” کې د امام ابو حنيفه د خدمتونو تر ټولو مهم اړخ دا دی، چې “فقه” يې “تشکیل او تدوين” کړه، هغه چې په ننۍ ژبه او اصطلاح کې ورته د د “قانون جوړونې” لقب ورکول کیږي، د “مشورې، بحث او مباحثې روایت” یې را منځته کړ، د یو “اجتماعي او مشورتي قانون جوړول” یې اغاز کړل، “فقهي جزیات او احکام” یې د “خپلمنځي بحث او مباحثې” له لارې وڅیړل، خپلو شاګردانو ته یې د”اختلاف حق” ورکړ او د “اختلاف نتایج” یې هم ورسره تسلیم کړل.
له همدې امله زه وايم، چې حنفي فقه، شخصي فقه نه ده، بلکې “مشورتي او اجتماعي فقه” ده، چې د “یو منظم علمي مجلس” تر چتر لاندې د “رایو اختلاف” سره یې د “اجتماعي استنباط او استخراج” په پایله کې د امت د “لویو متبحرو علماوو” یوه “متفقه نتيجه” او حق ته د رسېدو “علمي او اجتهادي هڅه” ده.
دا د اسلام د “قانوني نظام” لپاره ستر خدمت دی او په “ننني عصر” کې د دغه روایت بیا را ژوندي کول زموږ د “علمي او فقهي نړۍ ستره اړتیا” ده، چې د یو شاګرد په توګه زه دا کار “د امام اعظم ابو حنیفه تر ټولو ستره علمي لاسته راوړنه” بولم او امت د ده مبارک تل ترتله پوروړی ګڼم او د دې روایت د بیا را ژوندي کیدو تمه کوم.