لیکوال: ابو رائف

 

استعمار (نولسمه برخه)

د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ په شش آبه سیمه کې د عبدالعزیز پر کور برید
بریتانیایي جنایتکاره سرتیرو د خپلو جنایتونو او وحشتونو په دوام، دا ځل د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ په شش آبه سیمه کې پر یو کور برید وکړ او یوه ښځه او خاوند یې ووژل او د هغوی دوه ماشومان یې سخت ټپیان کړل؛ دغه پیښه په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې رامنځته شوه، او د روژې مبارکې میاشتې اتلسمه شپه وه هغه میاشت چې په هغه کې مسلمانان روژه نیسي او د نورو میاشتو په نسبت په هغه کې ډیر عبادت کوي، په هغه ورځ ټولې چارې په عادي توګه پر مخ تلې، د کورنۍ هر غړی په خپل کار او مسئولیتونو بوخت و؛ حسین د عبدالعزیز زوی چې یو کوچنی او ساده دوکان یې درلود هغه یې خلاص کړی و، د ده میرمن رقیه هم د خپلو دوو ماشومانو سره د کور په چارو لګیا وه، یو له ګاونډیانو څخه هم د روژه ماتي لپاره یوه اوزه حلاله کړې وه.
په هغه ورځ د عبدالعزیز کورنۍ د دوه ناپیژندو میلمنو کوربه وه او د هغوی عزت او میلمه پالنه یې وکړه، د نابلل شوو میلمنو کوربه توب او میلمه پالنه د افغانانو پخوانی دود دې، د لمر تر کښینستلو وروسته دوه ملیمنو ته ډوډۍ ورکړل شوه او په جلا جلا توګه یې خپله ډوډۍ وخوړله او له هیڅ پیښې او خبرې پرته د شپې لس بجې ولاړل.
هغه شپه هوا توده وه او کورنۍ دباندې ډوډۍ وخوړله، د ډوډوۍ خوړلو وروسته، عبدالعزیز چې له ورځنیو کارونو ستړی شوی و، راپاڅید او ویې ویل چې ویده کیږي؛ د حسین کورنۍ هم د ویده کیدو چمتووالی نیولو؛ حسین دوه ماشومان درلودل درې کلن عمران او او یونیم کلن بلال؛ دغه دوه ماشومان چې اوس غټ شوي دي د هغې شپې له پیښو څخه یې څه په یاد نه دي پاتې، هغوی یوازې دا په یاد لري چې پلار یې د هغوی توشکې د باندې د کور په انګړ کې ایستلې وې ځکه د کوټې هوا ډیره توده وه او هغوی په وروستي ځل د خپل مور او پلار سره د ستورو لاندې ویده شوي و.
په هغه وخت کې، په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د هیواد له اشغال څخه څه د پاسه یوه لسیزه تیره وه، د ناټو غړو هیوادونو ځانګړو ځواکونو په پرله پسې توګه د عمدي نیولو د عملیاتو په حال کې و چې د «وژنو او نیولو ماموریت» باندې هم مشهور و؛ دغو ځواکونو معمولا د لمر تر لویدو وروسته د الوتکو په واسطه په مبهمو او ناڅرګندو دلائلو د خلکو په کورونو باندې چاپه اچوله؛ د بریتانیایي ځواکونو شپني عملیات تر ډیره د اس اس اس (ځانګړو هوایي ځواکونو) لخوا ترسره کیدلې چې د ځانګړو واحدونو تر عنوان لاندې د بریتانیا د پوځ او پاچاهي سمندري ځواکونو د درناوي وړ و.
اما د بریتانیا خلک خبر نه ول چې دغه ځواکونه د بې ګناه خلکو په ټکولو او وژنو لګیا دي او پر هغوی ظلم او زیاتی کوي او په وار وار سره دغه رپوټونه د بریتانیا پوځ مرکزونو ته استول شوي و.
یو له دغه ډول شپنیو عملیاتو او بریدونو څخه (نیول/ وژل) د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ د عبدالعزیز په کور کې ترسره شوي و؛ سهار د درې بجو په شا او خوا کې بریتانیايي پوځې چورلکې د نمیروز تیاره اسمان څخه را ورسیدلې او له کلي دباندې کښینستلې او ځانګړي ځواکونه ترې پیاده شول او د کورنۍ د خوب ځای پر لور یې حرکت وکړ؛ عبدالعزیز د توپک په لومړي ډز له خوبه را ویښ شو او د څو دقیقو په لړ کې بهرنیو ځواکونو هغه پر ځمکه څملاوه او لاسونه او سترګې یې و تړلې.
عبدالعزیز وایي چې له هغوی مې وغوښتل چې اجازه راکړي هغه ځای ته ولاړ شم چې زوی، انږور او ماشومان مې هلته ویده و، ما د خپلو دوه لورګانو چیغې اورېدلې چې مرسته یې غوښته، هیچا هغوی سره مرسته نه کوله، ما د خپلو بچیانو لپاره هیڅ هم نشوای کولای.
په دې کلیوالي کور کې ګډوډي رامنځته شوې وه؛ د عبدالعزیز د څرګندونو له مخې، بهرنیو سرتیرو د عبدالعزیز سترګې تړلې وې او ډیر یې وهلی و او له هغه یې پلټنې کولې هغه وویل چې بهرنیو سرتیرو د هغو میلمنو په اړه چې تیره ورځ کور ته راغلي و، پوښتنه کوله. ځانګړو ځواکونو په ورته وخت کې د عبدالعزیز ګاونډي کور ته هم ورغلي و؛ د لعل محمد په نوم کونډ سړي د خپلو شپږو زامنو او درې لورګانو سره هلته ژوند کاوه؛ د لعل محمد یو زوی د محمد په نوم د بي بي سي د څیړنو ټیم ته ویلي و چې یرغلګرو ځواکونو دی او دده ورونه له کوره ایستلي او نیولي و؛ کله چې اشغالګر ځواکونه له کلي څخه وځي، څو ګړۍ وروسته عبدالعزیز و توانید چې خپلې سترګې لوڅې کړي او د ګهیځ په رڼا کې هغه ځای ته چې حسین او رقیه او ماشومان یې ویده و، ولاړ شي. عبدالعزیز وایي کله چې هلته ولاړم و مې لیدل چې ټول ځایونه په وینو لړل شوي و بړستنې او توشکې ټولې په وینو رنګ وې د کورنۍ د غړو په وینا چې د حسین او میرمن رقیې جسدونه یې لیدلي و، دواړه پر سر په مرمۍ ویشتل شوي و؛ د عمران او بلال بستره هم په وینو لړلې وه، اما هغوی خپله شتون نه درلود.
محمد هم چې مخکې د یرغلګرو سرتیرو لخوا له خپل کوره ایستل شوی و، د یرغلګرو تر تګ وروسته په منډو د خپل کور په لور رهي شو، په وروستي ځل په دې کور کې یې لیدلي و چې بهرني ځواکونو ورونه یې اسیران کړي و، هغه وویل چې ورونه  یې هر یو ۲۶ کلن محمد ولي، او ۲۸ کلن محمد جمعه یې په کوټه کې دننه وموندل چې د سر په حصه کې په مرمۍ ویشتل شوي او وژل شوي و او په هغه انځور کې چې څیړنیز ټیم د محمد ولي د جسد څخه اخیستی و، یو ټپ یې پر سر لیدل کیږي. کوم رپوټ چې محمد یې وړاندې کوي ظاهرا د هغو وژنو د لړۍ منعکس کوونکی ده چې مخکې د ځانګړو ځواکونو د لوړ پوړو افسرانو په منځ کې د بدګمانۍ او سوءظن باعث شوی و؛ هغه څیړنیز ټیم ته وویل: «په خدای قسم کوم چې ورونه مې بزګران و، هغوی له سهاره تر ماښام کار کاوه، هغوی له هیچا سره اړیکه نه درلوده، هغوی بې دلیله ووژل شول».
د عبدالعزیز د کورنۍ په وینا چې زوی، انږور او لمسیان یې په دې برید کې په شهادت رسیدلي و، دغه ځوانه جوړه (خاوند او ښځه یې) د خوب په بستر کې په شهادت رسیدلي و، معلومه نده چې مخکې له شهادت څخه له خوبه راپاڅیدلي و او که نه؛ کورنۍ په لومړي سر کې عمران او بلال هم په مړو کې شیمرلي و اما یرغلګرو ځواکونو دغه ماشومان بهر ایستلي و؛ یو کلن بلال په مخ او اوږې په مرمۍ ویشتل شوی و او درې کلن عمران د خیټې په حصه کې ویشتل شوی و اما ژوندي پاتې و.
جالبه دا وه چې د دغه خونړي برید رپوټ هیڅکله د بریتانیا نظامي پولیسو ته وړاندې نشو او له ځانګړو ځواکونو څخه بهر هیڅوک د څیړنو لاندې ندي نیول شوي؛ هغه افسر چې د دې برید مسئول پیژندل شوی ویلي دي چې د جنګي جنایت د ثابتیدو لپاره هیڅ مدرک او شواهد شتون نلري او د عملیاتو شرایط، د وژونکي ځواک کارول توجیه کوي! هغه ویلي دی چې د نښتې قوانین په سمه توګه رعایت شوي دي د ځینو غمجنو پیښو سربیره چې له بده مرغه د جګړې پر مهال د مخنیوي وړ نده.
د متجاوز سرتیري دغه توجیهات په داسې حال کې ده چې د عبدالعزیز او د هغه د زوی او هم د محمد په کور کې هیڅ ډول وسله موجود نه وه او د بریتانیا دفاع وزارت لخوا په دې اړوند هیڅ مورد ګزاش ندې وړاندې شوی.
د  ځانګړو ځواکونو یو بل پخواني افسر چې د دې برید پر مهال د شش آبې په سیمه کې و، ویلي دي: د دې پر ځای چې د پیښ شوي عمل په اړه ژور فکر وشي او د مجرمانه عمل اصلاح وشي، د سي آی آر چارواکي د یوې پیښې د پټولو لپاره د هر ډول تخلف مرتکب کیږي.
په همغه سهار، بلال او عمران ټپیان د الوتکې په وسیله نظامي اډې  ته ولیږدول شول. هغوی د حسین کوچنی ورور، رحمت الله چې ۱۲ کلن و له ځان سره وړی و؛ هغه وایي کله چې سترګې مې خلاصې کړې خپل واړه وریرونه مې ولیدل، درې کلن عمران په هوښ و او ژړل یې، هغه زما څخه اوبه وغوښتې اما ما اوبه نه درلودې. عمران له کورنۍ څخه لېرې یوه د درملنې دوره تېره کړه، په پای کې هغه یې بیرته خپلې کورنۍ ته ستون کړ او خپل نیکه عبدالعزیز او انا ته یې وسپاره.
اوس دوی له همغې شپې څخه څه په ذهن او یاد کې نلري، اما په لومړیو کې کله چې کورته راغلي و، د شپې لخوا به یې په خوب کې چیغې وهلې او د شپې په اوږدو کې به له کور څخه بهر وتل.
عمران اوس ۱۳ کلن دې او یو د جراحۍ ټپ نښه یې پر خیټه او ډیر ټپونه یې د ملا په لاندې برخه کې لیدل کیږيٍ.
بلال ۱۱کلن دې، د کینې سترګې د یوې ملي مترۍ په واټن د مرمۍ د لګیدو له امله، پر مخ یې یو ټپ لیدل کیږي او هم یو ټپ د اوږو پر سر یې تر سترګو کیږي چې بله هم په لګیدلې وه.
هغه دواړه د خپل مور او پلار په اړه ډیرې خبرې نکوي؛ هغوی د حسین او رقیې د شهادت هیڅ انځور او یادښت  په خپلو ذهنونو کې نلري؛ عمران وویل: کشکې زموږ مور او پلار زموږ سره وای ترڅو ښار ته تللي وای او د نورو ماشومانو په څېر ساعت مو تېر شوی وای.
دغه کورنۍ بیوزله ده او روغتیایي او طبي خدماتو ته لږ او محدود لاسرسی لري او مرستې ته شدیده اړتیا لري؛ رقیه د حسین میرمن د قرآنکریم حافظه وه او حسین د کور لګښت او نفقه یې برابروله، اما د هغوی تر شهادت وروسته، عبدالعزیز په بوډاتوب کې کار کولو او زیار ایستلو ته اړ شوی دې.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version