لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

پنځه‌ويشتمه برخه

د مقام مینه او د محبوبیت علتونه یې
امام غزالي رحمه‌الله په خپل کتاب احیاء علوم الدین کې د «بیان سبب کون الجاه محبوباً بالطبع حتی لا یخلو عنه قلب إلا بشدید المجاهدة» تر سرلیک لاندې دا موضوع څېړلې او لیکلې یې دي: «پوه شه هغه دلایل چې سره او سپین او نور مالونه محبوب ګرځوي، هماغه دلایل د مقام او شهرت محبوبیت ته هم لاره هواروي؛ بلکه څرنګه چې طلا له سپينو زرو محبوبه ده، همداسې جاه (مقام او شهرت) هم د مال په پرتله ارزښتناک دی. درهم او دینار پخپله هېڅ ډول معنويت او جذابیت نه لري؛ نه خوړل کېږي، نه څښل کېږي او نه د نکاح یا واده لپاره په مستقیم ډول کارول کېږي. بلکه د دوی محبوبیت یوازې د دې له امله دی چې د انسان د غوښتنو او د محبوبو شیانو د لاسته راوړلو وسیله ګرځي.
مقام هم همداسې ځانګړتیا لري، ځکه مقام د خلکو د زړونو د تسخیرولو په معنا دی. څرنګه چې د مال مالکیت انسان ته دا قدرت ورکوي چې خپلو موخو ته ورسېږي، همدا ډول د خلکو د زړونو تسخیر هم د مقاصدو د تر لاسه کولو وسیله ده. نو له همدې امله انسان په فطري ډول مال او مقام خوښوي.
سره له دې چې مال او مقام دواړه محبوب دي، خو مقام د مال په پرتله له څو اړخونو غوره دی:
  1. مقام د مال د ترلاسه کولو اسانه لاره ده:
هغه څوک چې د خلکو په زړونو کې ځای لري او محبوب وي، که وغواړي له دې مقامه استفاده وکړي، نو ډېر په آسانه کولی شي چې مال راټول کړي؛ ځکه د خلکو مالونه د دوی د زړونو تابع دي، او کله چې زړونه د یو چا په واک کې وي، مالونه هم ورسره تابع کېږي. په مقابل کې هغه څوک چې یواځې مال لري، خو له ټولنیز مقامه بې‌برخې وي، حتی که ډېر مال هم ولري، ټولنیز اعتبار نه‌شي تر لاسه کولای.
  1. مال له زوال سره مخ دی، خو مقام محفوظ پاتې کېږي:
ثروت تل د زوال، غصب، غلا یا د ظالمو حاکمانو له‌خوا د مصادرې له خطر سره مخ وي، او ساتنې ته اړتیا لري. خو د خلکو د زړونو محبت له دا ډول خطر څخه خوندي دی. که څه هم کیدای شي د خلکو علاقه کمه شي، خو د مینه له منځه وړل ډېر سخت وي.
  1. مقام د مال برعکس تل د زیاتیدو په حال کې وي:
د مال مالکیت محدود وي؛ انسان یواځې د هماغه مال مالک وي چې لري یې، او د زیاتوالي لپاره یې باید ډېر زحمت وباسي. خو مقام، په ځانګړي ډول هغه مقام چې د علم یا عمل پر بنسټ لاسته راوړل شوی وي، پخپله وده کوي. کله چې یو څوک د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي نو نوم یې له یوې خولې څخه بلې خولې ته انقالیږي، شهرت یې نورو ښارونو او هېوادونو ته خپرېږي، او په دې توګه د نوو کسانو په زړونو کې ځای پیدا کوي. له همدې امله انسان په فطري ډول له مشهور کیدو سره مینه‌ لري.
په پایله کې هغه څوک چې مقام او شهرت تر لاسه کړي او نوم یې نړیوال شي، نو مال ورته بې‌ارزښته ښکاري. پورته درې دلیلونه تر ټولو هغه مهم عوامل دي چې د مال په پرتله مقام ته غوره والی وربښي؛ او که ددې موضوع په اړه لا ډېر غور وشي، نور دلایل هم پیدا کیدای شي ( دعوت او اصلاح تاریخ، لومړی جلد، ۱۵۷مه صفحه).
له مقام سره د مینې تلپاتې‌ انګیزه
له مقام سره د انسان مینه حد او مرز نه لري، بلکې دا مینه د وخت په تیریدو سره دومره شدیده او دردونکې بڼه خپلوي چې هیڅکله پای ته نه رسیږي. څرنګه چې په حدیث کې راغلي دي: «لَوْ كانَ لِابْنِ آدَمَ وادِيانِ مِن مالٍ لابْتَغى ثالِثًا، ولا يَمْلَأُ جَوْفَ ابْنِ آدَمَ إلّا التُّرابُ، ويَتُوبُ اللَّهُ على مَن تابَ.» (ژباړه: که د آدم اولاد د دوو درېابونو په اندازه مال ولري، د دریم لپاره به هم لالهانده وي؛ د آدم اولاد نس به یواځې خاورې ډکوي، او الله تعالی د هغه چا توبه قبلوي چې توبه وباسي.
په همدې ډول انسان د مقام د لاسته راوړلو په برخه کې تل د زیاتوالي او لوړوالي په فکر کې وي. تل یې په زړه کې دا ارمان وي چې شهرت یې له کلي نه ښار، له ښاره هېواد، او له هېواده نړۍ ته ورسیږي.
خو د حیرانتیا خبره دا ده چې دا ډول انسان پوره باور لري چې نه شي کولای د نړۍ ټول هېوادونه وويني، نه شي کولای د هغو خلکو سره وويني یا په مستقیم ډول ددوی عزت او درناوی تر لاسه کړي، نه ترې مالي ګټه اخیستلای شي، او نه خپلې اړتیاوې پرې پوره کولای شي؛ خو بیا هم له  نړیوال شهرت نه خوند اخلي او پرې خوشحالیږي. ظاهراً دا کار یو ډول ناپوهي ښکاري، ځکه دا ډول هیله نه په دنیا کې کومه ګټه لري، او نه په آخرت کې.
خو حقیقت دا دی چې له مقام سره مینه یو فطري او عام خاصیت دی چې له منځه وړل یې ناشوني دي. دا خبره دوه دلیلونه لري:
۱. ښکاره علت: د نفس ناپایداره قناعت او د قدرت د لاسه ورکولو وېره؛
څرنګه چې مینه له زرګونو شکونو سره مله وي دغسې انسان په فطري ډول په خپل محبوب شکمن وي او تل هڅه کوي چې  ساتنه یې وکړي. د مال کیسه هم همداسې ده؛ که یو کس د ژوند د اړتیا وړ وسایل ولري، بیا هم دا وېره ورسره وي چې هسې نه له لاسه یې ورکړي، له همدې امله هېڅکله په یوه محدود مقدار قناعت نه کوي او تل د زیاتو مالونو په لټه کې وي.
ددې اندېښنې سرچینه له دې ځایه ده چې انسان خپل عمر اوږد ګڼي، او فکر کوي چې په راتلونکې کې به له نوړ اړتیاوو سره مخ شي، یا به له کوم خطر مخې ورته راشي. نو د دې خطرونو د مخنیوي په خاطر هڅه کوي دومره مال تر لاسه کړي چې که له یوې خوا تاوان ورته رسېږي، له بلې خوا یې جبران کړای شي. دا ډول فکر ددې لامل کیږي چې شخص له قناعت کولو څخه محروم کړي او ان دا هیله ور پیدا کړي چې ټوله نړۍ تر خپل واک لاندې کړي.
لکه څنګه چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایي: «مَنْهومانِ لا يَشْبَعانِ: مَنْهومٌ في عِلْمٍ لا يَشْبَعُ، ومَنْهومٌ في دُنْيا لا يَشْبَعُ» (ژباړه: دوه ډول حریص کسان هېڅکله نه مړېږي: یو هغه چې د علم په لټه کې وي، او بل هغه چې د دنیا په لټه کې وي، دا دواړه هېڅکله نه مړیږي.
د مقام‌طلبۍ دا خاصیت یعنې د شهرت نه ختمېدونکې هڅه، هماغه علت لري چې د مال په مینه کې مو یاد کړ. هغه کس چې په مقام‌طلبۍ اخته وي تل د راتلونکي او ممکنه خطرونو په اندیښنه کې وي. داسې فکر کوي چې کېدای شي یوه ورځ مجبور شي خپل هېواد پرېږدي، نو لازمه ده چې په بل هېواد کې ځان ته حیثیت او اعتبار پیدا کړي. یا دا امکان هم شته چې د نورو هېوادونو خلک د ده وطن ته راشي، او هغه ورته اړتیا پیدا کړي. که‌څه هم دا احتمالات ډېر لرې ښکاري خو له دې امله چې ناممکن نه دي نو نفس یې هڅوي چې د نړیوال شهرت خاوند شي، تر څو په هر ځای کې د خلکو لپاره محبوب او د درناوي وړ واوسي.
۲. پټ سبب: له ربوبیت او کمال سره د روح د مینه
دا علت د الهی مکاشفې د رازونو له جملې څخه دی، او یوازې د بصیرت خاوندان یې درک کولای شي. الله تعالی په قرآن کې فرمایي: «وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي» (الإسراء: ۸۵).
روح یو الهي امر دی او د خلقت له رازونو څخه ګڼل کېږي. پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم د روح د حقیقت له بیان څخه ډډه کړې ده. خو ددې لپاره چې په دې بحث کې ورته اړتیا ده د روح په اړه باید دومره پوه شو چې د انسان په وجود کې بېلابېل تمایلات نغښتي دي:
  • حیواني صفات؛ لکه خوړل، څښل، جنسي غریزه؛
  • وحشي صفات؛ لکه وژنه، وهل، اذیت ورکول؛
  • شیطاني صفات؛ لکه مکر، دوکه، چل؛
  • او الهي صفات؛ لکه کبریا، عظمت، عزت، تجبر، لوړوالی او وحدانیت.
زړه له بېلابېلو عناصرو څخه جوړ شوی دی، او له هغو یو یې هم د ربوبیت تمایل دی. خو ربوبیت څه شی دی؟
ربوبیت یعنې: په کمال کې یووالی(یکتایی) او خپلواکي، داسې چې له نورو د احسان تمه ونه لري.
کمال د الله تعالی له صفاتو څخه دی، او انسان په فطري ډول کمال ته میلان لري. خو حقیقي کمال په یووالي (یکتایۍ) کې دی؛ ځکه شراکت کمزوري او نقص ګڼل کېږي. لمر د یوازیتوب له امله د کمال څښتن دی ؛ که بل لمر وای، نو د دې لمر مرتبه به ټیټه شوې وای.
خو اصل خبره دا ده چې مطلق کمال او ربوبیت یوازې د الله تعالی ځانګړنه ده؛ ځکه د هغه پر وړاندې هېڅ مستقل موجود شتون نه لري. د هستۍ ټول موجودات د الله د قدرت رڼا ده، او خپلواک وجود نه لري. نو ربوبیت یوازې د وجود په یکتایۍ کې دی، او کمال هم له همدې ځایه معنا مومي.
خو انسان، د خپل فطري تمایل له مخې تل هڅه کوي چې په کمال کې یووالي(یکتایۍ) ته ورسیږي. ځینو صوفیانو ویلي دي: د هر انسان په باطن کې هغه وینا پټه ده چې فرعون په ښکاره وکړه: «أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى» (النازعات: ۲۴)
ژباړه: زه ستاسو ستر رب یم! یعنې د عادي انسانانو دغه میل او خواهش یوازې په خیال او تصور کې وي، خو فرعون دا دعوه په عمل او ژبه څرګنده کړه.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version