لیکوال: م. فراهي توجګي

 

(په لويديځ کې د رسنيو د آزادۍ وهم او درواغجنه ډيموکراسي (پنځلسمه برخه

د ډیموکراسۍ د بنسټیزو اصولو په توګه د رسنیو د اهمیت او کارولو په اړه، د ټولنیزو علومو مفکرانو او سیاسي مشرانو مستدل او منطقي مواد لیکلي دي.
په بيلابيلو سياسي او حقوقي مکتبونو کې وړاندې شوي نظريات سره د دې چې په حکومت د نيوکې اړتيا ته اشاره کوي د بيان (وینا) او د مطبوعاتو(خپرونو) د آزادۍ په ضرورت یې هم ټينګار کړی دى.
په هره ټولنه کې د رسنیو د حاکمیتي قوانینو څخه پرته کار کول د هغه ټولني د حاکمیت نښه ده، تر څو د ذهن او قلم خاوندان په ټولنه کې د خلکو د استازو په توګه خپل رسالت او دنده په اسانۍ سره سرته ورسوي. خو له بده مرغه په ​​اوسني عصر کې لويې رسنۍ د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د سترو قدرتونو پټې وسلې ګرځېدلې دي.
د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې خلک بې طرفه او سم خبرونه او معلومات نه ترلاسه کوي. رسنۍ د دې پر ځای چې د ټولنې په جوړښت کې د ولس د ځواکمنتیا لپاره خدمت وکړي، د زورواکو په خدمت کې دي.
دا ستونزه له دې حقیقت څخه سرچینه اخلي چې د رسنیو لوی دریځ په ځواکمنو هیوادونو کې دی او له همدې امله دوی د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي.
نوې مخابراتي ټیکنالوژي او نوې معلوماتي ټیکنالوژي د دې وړتیا لري چې د بشري ټولنو د ډیموکراتیکو ارزښتونو په اغېزه سره د ډیموکراسۍ بنسټ او جوهر بدل کړي.
د خلکو سره په مستقیمه اړیکه کې، رسنیو توانېدلي چې د سیاسي ګډون لپاره نوي فرصتونه چمتو کړي؛ لکه د سیاسي بحثونو د وینا غونډي جوړول، په انټرنیټ کې د سیاسي ګوندونو، ډلو او شخصیتونو فعال او ګڼ شمیر فعالیتونه او د ملیونونو ویب سایټونو پرانیستل چې د حکومتي ادارو او لویو سیاسي قدرتونو پورې اړه لري. دا ټول د دې ادعا د رښتینولۍ ښکاره نښه ده چې رسنۍ کولی شي د ډیموکراسۍ نوې بڼه رامینځته کړي یا لږترلږه د ډیموکراسۍ په اړه د خلکو نظرونه، باورونه او ارزښتونه بدل کړي کوم چې د دودیزو انګیرنو پر بنسټ ولاړه ده.
که څه هم په ډیموکراسۍ باندې د رسنیو د مثبت یا منفي اغیزو په اړه لاهم ډیری اختلافونه شتون لري، خو د دې سره سره د رسنیو پدیده او د هغه وړتیاوې د متقابل او دوه اړخیزو اړیکو د رامینځته کولو سره کولی شي په مختلفو ټولنو کې د ډیموکراسۍ د پراختیا لپاره یو فرصت برابر کړي.
خو له بلې خوا رسنۍ د ولسواکۍ پر وړاندې یو خنډ دی. د مثال په توګه: په مخابراتو او سیاست باندې د انټرنیټ ټیکنالوژۍ نفوذ په وروستیو لسیزو کې یو مهم خنډ ګڼل کیدای شي، په ځانګړې توګه ډیموکراسي، په وروستیو لسیزو کې د اړیکو او سیاسي مطالعاتو یو له مهمو محورونو څخه ده.
د شلمې او یوویشتمې پیړیو په ټولو جګړو کې د ډیرو هیوادونو له خوا رسنۍ د رواني جګړې او د جګړې د تبلیغاتو د یوې وسیلې په توګه کارول شوې ده، چې د لویدیځ د ډیموکراسۍ له ادعا سره یې مرسته کړې او د واکونو خدمت یې کړی دی. لکه څنګه چې ډیموکراسي د لویدیځ په خدمت کې ده.
امریکا د ویتنام په جګړه کې له رسنیو او تبلیغاتي وسیلو کار واخیست، خو د ازادو رسنیو له خوا په ویتنام کې د امریکا د جنایتونو افشا کول د خلکو پر افکارو باندې یې ډېر اغېزه وکړ او په ۱۹۷۲ کال کې دردېدونکې تصویرونه په رسنیو کې خپاره شول، چې ۱۹۷۳ کې د امریکا د ماتې او وتلو لامل شول. خو سره له دې، لویې رسنۍ لا هم د امریکا په خدمت کې وې.
امریکا د ویتنام له جګړې څخه په درس اخیستو او د رسنیو د فعالیت په ترسره کولو سره، په ورستیو جګړو کې خپلې رسنیزې تګلارې تعدیل کړې او د جګړې سیمو ته یې د خبریالانو د ورتګ مخه ونیوله. په ۱۹۹۱ کال کې د خلیج فارس (عربي خلیج) د لومړۍ جګړې پر مهال غربي رسنیو ته د جګړې د منطقې د ننوتلو اجازه نه وه. د «کوزوو» په جګړه کې ناټو هره ورځ مطبوعاتي کانفرانس جوړاوه او رسنیو ته یې چمتو شوي عکسونه په ځانګړي چوکاټ کې وړاندي کول. د عراق او افغانستان په جګړه کې ښکېلو ځواکونو د نړۍ د عامه افکارو په وړاندې د چوپتیا او د اطلاعاتو ضد طریقه غوره کړه.
همدا نن په غزه کې هم همدا طریقه روانه ده. له همدې امله رسنیو تل د قدرتونو په خدمت کې دي او هغه ډیموکراسي چې غرب یې نن ادعا کوي یوازې د دیموکراسۍ تشه ادعا او پروپاګند دي چې غواړي خپلو موخو ته ورسېږي. لویدیځ هیوادونه د خپلو اعلاناتو محتوياتو ته غاړه نه ږدي. رسنۍ د حکومت او واکمنو له ارادې سره سم عمل کوي، دولتي بنسټونه پرې کلک څار لري. د فدرالي مخابراتو کمیسیون په متحده ایالاتو کې یوه خپلواکه دولتي اداره ده چې د راډیو، تلویزیون او سپوږمکۍ باندې څارنه کوي. په متحده ایالاتو کې، د ورځپاڼو او مجلو خپرول دولتي جواز ته اړتیا نلري، مګر د راډیو او تلویزیون د جوړولو لپاره د FCC جواز ته اړتیا ده. جوازونه د یو کال لپاره دي او باید هر کال د اعتبار له پای ته رسیدو دمخه نوي شي.
د جواز ترلاسه کولو شرط په کار کې تجربه او مهارت او د کافي پانګې درلودل دي (لږترلږه د یوې ادارې د چلولو لګښت سره مساوي). له بلې خوا همدغه اداره په رسنیو کې تولید شوي ټول پروګرامونه او محتوا څاري او ځینې معلومات سانسور کوي او په ځینو مواردو کې د حکومت مطلوب معلومات یا ناسم معلومات په پروګرامونو کې شاملوي. د «سټینفورډ» او «ګرافیکا» انټرنیټ څیړونکو موندلي چې د ټولنیزو رسنیو ډیری اکاونټونه شتون لري چې په دوامداره توګه داسې شیانو ته وده ورکوي چې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو په ګټو باندې وي او د روسیې، چین او نورو هیوادونو مخالفت کوي.
په 2022 کې، د متحده ایالاتو کانګرس د بهرنیو لیدونکو لپاره د چین په وړاندې د مینځپانګې تولید لپاره 500 ملیون ډالر ځانګړي کړل. د دغو کړنو د توجیه کولو لپاره په وار وار د ملي امنیت یادونه به یې منځته راوړل. پوښتنه دقیقا دا ده چې د بیان د آزادۍ سانسور او د معلوماتو د ترسره کولو په اړه دوه ګوني معیارونه د متحده ایالاتو ملي امنیت ته څنګه مرسته کوي؟ په دې وروستیو کې، د متحده ایالاتو د استازو جرګې د ټیک ټاک بندیز لپاره یو قانون تصویب کړ. دا ټول موارد ښيي چې لوېديځ غواړي ډيموکراسي او رسنۍ د دوی په خدمت کې وي، تر څو دوی خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د يوه ګام په توګه وکاروي.
د غربي رسنیو په توره نړي کې مسلمان ځوانان باید تر بلې هرې ډلې ډیر احتیاط وکړي. د دې پر ځای چې د غربي او متعصبو رسنیو له محتوا څخه خپل معلومات ترلاسه کړي، او پر دوی د روغتیا مهر ولګوي لازمه ده چې په اسلامی منابعو او معتبرو مسلمانو اشخاصو یا اسلامی رسنیو یا واقعي او بې طرفه او حق غوښتونکو رسنیو باور وکړی.
Leave A Reply

Exit mobile version