لیکوال: نعمان سعید

(د ځوانانو ستونزې او ځینې حل لارې (لومړۍ برخه

له حمد صلوة او سلام وروسته!
د یو مسلمان ځوان په صفت غواړم د ځوانانو د ستونزو او مشکلاتو او د هغوی د حللارو په هکله د “ځوانانو ستونزې او ځینې حللارې” تر عنوان لاندې یو څه له تاسو سره شریک کړم. په دې لړۍ کې به د مختلفو کتابونو، مجلو، لیکنو، مراجعو او علمي ادرسونو څخه په استفادې هغه څه را ټول کړم، چې موږ او تاسو ته د ژوند په کږلیچونو کې ګټور تمامیږي؛ خو باید یادونه وکړم، چې د دغه لیکنې لومړی هدف خپل ځان ګرځوم او بیا یې له تاسو محترمو ځوانانو سره په دې طمعه شریک کوم، چې که الله جل جلاله د دې کمې هڅې په سبب د یوه مسلمان ځوان ستونزه هم حل کړي؛ نو دا به زما لپاره ډیر څه وي.
دا د کایناتو د رب جل جلاله عام قانون دی، چې انسان د ژوند په هره مرحله که هغه ماشومتوب، ځواني، زلمیتوب، بوډاتوب او زړوالی وي له یو څه سختیو او ستونزو سره مخ کوي، خو مګر د ځوانۍ مرحله یې په هر څه کې د بدن ځواک، د زړه زور، د احساساستو زور، د ذهن زور او د عقل قوت کې له نورو ټولو مرحلو څخه زیات توپیر لري؛ ځکه په ځوانۍ کې دا ټول د متوازنې انرژۍ په صفت الله جل جلاله په انسان کې زیرمه کوي او هغه ترې استفاده کوي.
خو ولې یې د دې لپاره انسان غوره کړ؟ انسان یې ځکه د دې لپاره ورته غوره کړ، چې د دې مهمو انعاماتو ساتنه وکړي، توازن او تناسب یې وساتي او د الله جل جلاله په ژوند کې ورکړل شوي اهداف ترلاسه کړي او په ځمکه کې د خپل شتون او ځان جوړونې راز پیدا کړي.
بهر حال! زه چې خپل شاوخوا چاپریال ته ګورم او د هغو دلایلو په اساس، چې په اړه به یې ان شآء الله په راتلونکیو برخو کې مفصلې خبرې وکړو، نو د ځوان نسل او زلمي کهول په اوسني ژوند کې ځینې داسې مشکلاتونه او ستونزې را ولاړې شوې وینم، چې د څېړونکو، حکومتونو او ملتونو پوره پام ته اړتیا لري، ځکه د دې ډول ستونزو او مشکلاتو پراختیا او ورته د حل لارو نه لټول تر دې نورې هم بدترې ستونزې ایجادولی شي، داسې ستونزې چې خدای مکړه د اوسني ژوند د نظام د بشپړ سقوط لامل جوړیږي او د راتلونکیو نسلونو د تباهۍ سبب ګرځي. چې تر ټولو مهمې ستونزې او مشکلات یې دا دي:
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version