همدارنګه ځانګړو ځواکونو ادعا کړې وه چې مخالفین د ډزو پر مهال، د وژل شوو کسانو ترشا پټ شوي و او موضع یې نیولې وه، اما دغې کورنۍ ویلې ټول د مرمیو ټپونه د شهیدانو د بدن په مخکني برخه کې لګیدلي و؛ د دې سربیره، کورنۍ وویل چې مرمۍ د ډیرو بدنونو څخه تیرې شوې وې او د خوب په بستر او یا په ځمکه نښتې وې؛ نو بیاهم، دغه پیښه له نږدې واټن څخه او له پاسه د ځانګړو هوایې ځواکونو د جنایتونو او وژنو د لړۍ څخه یوه بیلګه وه.
داود د څیړنې ټیم ته میلمستون وښوده، د ناڅاپي او دوه اړخیزو نښتو او ډزو هیڅ نښې او اثار و نه لیدل شول؛ په میلمستون کې تر ډزو وروسته، ځانګړي هوایي ځواکونه اصلي ودانۍ ته تللي و او ټول کسان یې هملته را ټول کړي و؛ یرغلګرو سرتیرو د نومونو لیست په لاس کې درلود او د همغه لیست له مخې یې د داود ورور احمدشاه دننه کوټې ته لیږلی و او وروسته د مرمۍ د غږ تر اوریدلو، نوموړی په شهادت رسیدلی و.
د داود کورنۍ له دې چې دغه پیښه د دوی په کور کې رامنځته شوې وه ډېر اندیښمن او خوابدي و، هغوی باوري و چې دغه جنایت چې د دوی په کورکې ترسره شوی، د افرادو د هویت او پیژندګلوی د اشتباه نیولو له امله دې.
د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ پر یو کور برید
د هغو جنایتونو په څير چې بریتانیایي ځواکونو د ګران هیواد افغانستان په ګوډ ګوډ کې مرتکب شول، دا ځلي هم د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دا ډول جنایت ترسره شو؛ دغه عملیات د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د مارچ په ۱۲ نیټه پر یو ملکي کور ترسره شول او د هغې کورنۍ د ۸ تنو د شهادت باعث شو؛ ځانګړي هوایي سرویس رپوټ ورکړی و چې د دوی سرتیري د درنو او سپکو وسلو او د نارنجک په واسطه تر برید لاندې نیول شوي و؛
اما کله چې د بي بي سي د څیړنې ټیم د پیښې ځای ته ولاړ، دغې کورنۍ د هر ډول وسلې د لرلو څخه انکار وکړ؛ هغوی وویل د هر شهید پر بدن د پنځو یا شپږو مرمیو اثار لیدل کیدل، د یوې مرمۍ ځای چې د میلمستون دیوال په ښکته ځآی کې و، بیا هم ښودله چې یو له شهید شوو کسانو څخه کیدای شي د مرمۍ د لګیدو پر مهال پروت و.
حاجي صدیق الله وایي چې د زوی او وراره لاسونه یې تړل شوي و او هغوی بلې خونې ته لیږدول شوي و او هغوی ویشتل شوي و؛ هغه وایي: « نه کلاشینکوف په کور کې و، نه نارنجک او نه هم کومه بله وسله؛ دا ډول خبرې د خپل ځان ژغورلو لپاره کوي، په دې خبرو سره غواړي خپل تاوتریخوالی او جنایت پټ کړي؛ د دوی خبرې سر تر پایه درواغ دي».