د “مخ پټولو” په اړه له اسلام څخه مخکې تاریخي کتنه
که له اسلام څخه مخکې تاریخ ته نظر وکړو، د ځینو احادیثو او روایتونو له سیاق او تصریح څخه معلومېږي چې په اسماني قوانینو باندې معتقدې ښځې او د ځینو تمدنونو او امپراتوریو ښځو کې هم حجاب او نقاب ته پام رواج و.
1. د عبراني او یهودي ښځو په منځ کې مخ پټول عام و**: د هغه وخت عفیفو ښځو دې ته ډېره پاملرنه کوله. خو له ځینو روایتونو څرګندېږي چې پر حجاب باندې ټینګار په هر وخت کې یو شان نه و، او په ځینو ځایونو کې الزام نه و شوى. د “شولحان عاروخ” په کتاب کې هم داسې ښکاري چې د هغه مهال مخ پټول اړین نه و. له تورات څخه هم داسې شواهد شته چې د مخ پوښلو دود عمومي نه و؛ خو بیا هم دوی ته امر شوی و چې د پردیو په وړاندې ځانونه سینګار نه کړي. د بیلګې په توګه، په “اشعیا” کتاب کې راغلي، چې صهیون لور ته ځکه سزا ورکړل شوه چې د بهرنیانو په وړاندې به یې مخ ښکاره کاوه.
2. په عهد عتیق کې د یهودو ښځو لپاره د سر، مخ او ټول بدن پټولو ټینګار:
په دې اړه ډېر دلیلونه شته. د “پیدایښت” په کتاب کې راغلي: “کله چې تامار ولیدل چې شیله لوی شوی خو واده یې نه دی شوی، خپلې کونډېتوب جامې یې بدلې کړې، پر مخ یې نقاب واچاوه او ځان یې په حجاب کې پټ کړ. او بیا د “عنایم” کلي په دروازه کې، چې د تمنې پر لاره وه، کېناسته. کله چې یهودا هغه ولیده، فکر یې وکړ چې هغه فاحشه ده؛ ځکه چې هغې خپل مخ پټ کړی و.”
په سِفر پیدایښت کې هم راغلي: “کله چې ریکا اسحاق ولید، له اوښ څخه ښکته شوه او د ابراهیم له خدمتګار څخه یې وپوښتل: هغه څوک دی چې له کروندو زموږ خواته راځي؟ خدمتګار ځواب ورکړ: هغه زما بادار دی. نو ریکا خپل مخ په حجاب پټ کړ.” جوزف ډیکسون وايي: “یهودي او یوناني مېرمنې هیڅکله په عامه مجلس کې پرته له حجاب نه راڅرګندېدلې.”
3. د عیسوي مذهبي متونو کې د حجاب او د ځان نه سینګار کولو امر: د بېلګې په توګه، له سیدنا عیسی علیه السلام روایت دی: “تاسو اورېدلي چې ویل شوي: زنا مه کوئ. خو زه تاسو ته وایم، چې که یو سړی یوې ښځې ته د شهوت له نظره وګوري، په زړه کې یې له هغې سره زنا کړې ده. که ستا ښۍ سترګه د ګمراهۍ سبب کېږي، هغه لرې کړه او وغورځوه؛ ځکه غوره ده چې د بدن یو غړی له لاسه ورکړو د دې پر ځای چې ټول بدن دوزخ ته واچول شي.”
4. په بيزنطین، یونان او روم امپراتوریو کې د مخ پټولو دود: د آشوریانو، کلدانیانو، سومریانو، پاشانو، بازيانو، ګوتيانو او نورو تمدنونو کې ښځو د بهرنیو نارینهو په وړاندې مخ پټاوه. لرغونپوهانو او تاریخ پوهانو له پاتې شونو مجسمو څخه دا کشف کړي چې د دې امپراتوریو ښځو په مخ برقع یا حجاب پروت و.