Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»سیکولاریزم»سیکولاریزم او د یهودو رول د هغه په ترویج کې (دویمه برخه)
سیکولاریزم شنبه _2 _مارچ _2024AH 2-3-2024AD

سیکولاریزم او د یهودو رول د هغه په ترویج کې (دویمه برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
یهود او سیکولاریزم سکولاریزم
لیکوال: ابور یان

سیکولاریزم او د یهودو رول د هغه په ترویج کې (دویمه برخه)

     د مخکې ذکر شوي توضیحاتو سره موږ وپوهېدلو چې څنګه د دین له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستل کېدل او څنګه خلک یې ګمراه کول او د دې پرځای چې دین او مذهب ته متوجه شي، له دین څخه یې مخ اړاوه. یهودیانو دغه فرصت يې غنيمت وګڼل، او څومره چې ممکنه وه ګټه یې ځیني واخیستل. له بلې خوا د یهودیانو او عیسویانو تر منځ له ډېره وخته دښمني وه. له همدې امله، یهودیانو د خلکو او کلیسا تر منځ د دښمنۍ کنټرول په لاس کې واخسته، تر څو د دې لارې، د حکومت له ډګر څخه مسیحیت لرې کړي. مګر یهودیانو دا طریقه څنګه پلي کړه؟ موږ به لاندې بحث پرې وکړو.
     کلیسا په ساینس پوهانو ظلم وکړ. یهودیانو له دې زرین فرصت څخه ګټه پورته کړه او په دوو لورو یې حرکت وکړ:
     لومړی، دوی هغه ساینس پوهان تاييد کړل چې د کلیسا لخوا ظلم پر شوی وو؛ بيا يې پروتستانت دين تائيد کړ، نه د هغه سره د دوستۍ له امله، بلکې پر هغه د تکيه کولو له امله، او د ګډ دښمن (کاتولیک) پر ضد په جګړه کې. د یهودیانو شمېر کم وو او پروتستان شمېرهم کم وو، نو د دوی تر منځ يووالی راغې، چې لامل يې له اکثريت څخه د ناخوښۍ احساس و. له همدې امله دوی هڅه وکړه چې د مسیحیت د خپرېدو مخه ونیسي او له سیاست څخه یې لرې کړي. دوی دا شعار ورکاوه: “ټولو مذهبونو ته اجازه ورکړئ چې په یو وطن کې ژوند وکړي.” او په دې توګه یهودیانو خپل قانوني وجود ترلاسه کړ.
     له همدې امله یهودیانو د هر هغه حرکت هرکلی وکړ چې د دولت سیکولاریزم شعار ورکوي یا د دولت دیني ماهیت له مینځه وړي.
     د فرانسې لوی انقلاب په ۱۷۸۹ میلادي کال کې د نوښتونو سره مخ شو، او یهودیانو له دې فرصته په استفادې سره خپل شوم پلانونه په پټه او د خلکو له سترګو لرې ترسره کړل او تاریخي حقایق یې تر پښو لاندې کړل تر څو خپلو چلونه پټ کړي.
     دوی لومړی د انقلابیانو مینځ ته ننوتل او هغوی ته یې لارښوونه کول؛ هغوی یې وهڅول او تشويق کړل چې راتلونکي نسلونه به په تاسو وياړي. په دې توګه یهودیانو وکولای شول چې د فرانسوي ولس له وینو او قربانیو څخه په ناوړه ګټه پورته کولو سره خپل ټاکلي موخې ترلاسه کړي. د دغه انقلاب اصلي طرحه د «نورانيين» د جماعت د يهوديانو د يوې ډلې له خوا تر سره شوه او په دې لار کې يې د نړۍ له ټولو شتمنو يهوديانو مرسته واخیستل. او همداسې وشول چې د لومړي ځل لپاره په عیسوي اروپا کې یو جمهوریت هیواد رامنځته شو او د کلیسا او مسیحي راهبانو لاسونه له حکومت کولو څخه لنډ شول.

د سیکولاریزم اصلي جریان

سیکولاریزم دوه اصلي جریانونه لري، چې هر یو یې د بل په پرتله ناوړه دی:
الف: ملحد او بې مذهبه سیکولاریزم؛
     دا غورځنګ د دین او خدای څخه انکار کوي او په هیڅ دین باور نلري. حتی دا جريان د توحید د مدافعینو سره د مبارزې لپاره راپورته شو. دغه غورځنګ د دین او خدای سره د سختې دښمنۍ له امله، ریښتیني موحدان بندیان ​​او ووژل.​​ او په دې طریق وتوانیدل چې یو څه د خلکو زړونو کې ځای ونیسي.
ب: غیر ملحد او معتدل سیکولاریزم.
     دا غورځنګ د خدای له شتون څخه انکار نه کوي او ظاهرا په هغه باور لري؛ خو د انسان په ژوند او ټولنه کې د دين لاسوهنه نه مني او دا د ټولنیز ژوند څخه د دين د لرې کولو څرګندونه کوي. د دې غورځنګ خطر د پخوا په پرتله ډیر شدید دی او د دین او خدای د نه انکار له امله د عامو خلکو په مینځ کې ډیر نفوذ کوي.
دا دوهم ډول په ډیرو اسلامي هیوادونو کې شتون لري او دا دومره نرم او سوله ایز غورځنګ دی چې یوازې د اسلامي ټولنو حیاتي شریانونه یې نیولي دي.
په دې ډول سیکولاریزم کې به مو له ډېرو مشرانو او چارواکو څخه د الله تعالی نوم، د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ذکر اورېدلی وي. (که څه هم دوی هڅه کوي چې د اسلام په دین برید وکړي.)

په لویدیځ کې د سیکولاریزم اغیزې

     د کلیسا د نظام له ړنګیدو وروسته، د اروپا د خلکو له نظره، د دین مفهوم یو څه ځورونکې و. خلک په دې باور وو چې دين د وروسته پاتې والي او له نيمګړتياوو ډک دى او د انساني ټولنو لپاره يې خطر ګڼلى و. له همدې امله دوی په بشپړه توګه له دین څخه ووتل او د دین او د هغه د لارښوونو پر ځای یې سیاست ته مخه کړه. له دې څخه ناخبره چې له پوهې څخه نيولي تر سیاست پورې هر څه بې ارزښته دي، که چیرې له دین څخه الهام وانخلي او د وحی سرچینه یې تایید نه کړي. ځکه چې سیاست او علم د صحیح دیني احساساتو پرته به د ټيټ صفتو خلکو لاس کې وسیله وګرځي او څنګه چې دوی وغواړي هم داسي چلند کوي. ځکه چې دا ډول نظر په هیڅ ډول اخلاقي مسایل نه دی حاکم.

آیا د سیکولاریزم پلویان متمدن دي؟

     وروسته له هغه چې لویدیځ د کلیسا له بند څخه راووتل، لویدیځوالو په ساینسي چارو کې بې ساري پرمختګ وکړ؛ له همدې امله، په نړۍ کې بحث، څیړنې او نوي او ګټور کشفونه راڅرګند شول، چې نړۍ هېڅ کله د هغه په شان نه وو لیدلي. دوی د دې نوي اختراعاتو او کشفونو سره د نړۍ مخ بدل کړ.
     دوی د اقتصاد په برخه کې ډیر پرمختګ وکړ،د خلکو د فزیکي هوساینې لپاره ډیر اختراعات بازارونو ته وړاندې شول. خو دا ټول دليل نشې کېدای چې موږ غربيان د متمدن او بشپړ انسانيت بېلګه وګڼو. ځکه چې دا ډول کار د وحیې پرته امکان نلري.
     ډاکټر عوض القرني وايي: «له درې پېړیو وروسته چې غرب د سیکولاریزم تر سیوري لاندې ژوند کاوه، د پام وړ پرمختګ سره سره، موږ لا هم وینو چې غربيان په خورا ناوړه رواني حالت کې دی.»
     غربي او سیکولر ټولنه په ډیر سرعت د تباهۍ په لور روانه شوه. د کورنیو تمرکز له منځه ولاړ او بنسټ یې کمزوری شو. ټولنه بل لاره تعقيب کړه، د داسې ټولنې په منځ کې شیطانان پیدا شول، چې هر ډول انحراف پکې وو. ځینې ​​​​وختونه دوی د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره مجبور وه چې جرم وکړي. او د پولیسو کشف کوونکي نه شو کولای چې د قتل لپاره د معقول انګېزې د نشتوالي له امله قاتل معلوم کړي. دوی د قاتل په موندلو کې پاتې راتلل ځکه دا ځل قاتل د میراث په خاطر نه دی وژلی، بلکې قاتل یوازې په مړي د تجاوز لېوالتیا درلوده، یا وژونکي له خپلې تشدده ډکې ټولنې د غچ اخیستو لپاره لیونی شوی و؛یا په ماشومتوب کې د نورو د جنسي تیري څخه د خلاصون لپاره، د نورو ماشومانو په جنسي تیري او وژلو ځان ارام کړ.
     د مثال په توګه، موږ د (ټیډ بنډي) په نوم یو کس چې د امریکا اوسیدونکی و. هغه څوک چې حقوق په رشته کې  زده کړه کړي و او د هغه د ښه څيرې له امله د «ښکلي قاتل» په توګه پیژندل شوی.
     يو څوك چې دومره هوښيار وو چې ټول امريكايي جاسوسان يې د موندلو لپاره وکارول او تر نيولو وروسته يې هم  جرم ثابت نه كړاى شو او د څارنې لپاره يې خوشې كړ! بل ځل چې هغه ونیول شو، هغه د خپل ځان استازیتوب وکړ او د مسلکي پلان سره، د محکمې له کړکۍ څخه ځان خلاص کړ او د څو نورو وژلو وروسته ونیول شو.
ټیډ بنډي د 30 ثابت او 40 غیر ثابت میرمنو په وژلو تورن و. د قربانيانو له وژلو وروسته به يې پر مړو جنسي تېرى کاوه.
     بله قضیه د (جفري دامر) ده چې هم یو امریکایی و. هغه سړی چې شاوخوا۲۰ تور پوستي یې وژلي او خوړلي! هغه په ژوندو او مړو جنسي تیری کاوه. يعني، هغه  یو نژاد پرست او یو انسان خور و، د ماشومانو د جنسي تیري عاشق او همجنسباز و.
     جفری دامر هم  ډېر ځيرک وه. هغه یو ځانګړی درمل جوړول چې قرباني یې نیمه هوش کړي ترڅو وکولی شي پرته له مقاومت جنسي تیري پرې وکړي او هغه ووژني. د مړي څخه د خلاصون لپاره، هغه به د مړي څخه د غړو د ایستلو وروسته په قوي تیزاب کې منحل کول، ترڅو پاتې پوستکي او هډوکي وخوري. جفری دامر محکمه شوی. خو د لوړ عقل او استعداد له امله يې په دې وتوانېد چې خپل ځان خلاص کړي او خپل ناوړه کارونه بيا پيل کړي.
     پورتني دوه مثالونه د نمونې په توګه ذکر شول، که موږ د سیکولر اتباعو دا ډول مثالونه وګورو نو په زرګونه مثالونه به و مومو.
     مهمه دا ده چې کله اخلاق، چې د هغه سرچینه آسماني کتابونه او ریښتیني الهي پیغمبران دي، له یوې سیمې لیرې شي، انسان یو وحشتناک مخلوق ګرځي چې کنټرول یې ناشوني وي. نو له آسماني منابعو او الهي احکامو پرته به په ځمکه کې د سالمې ټولنې جوړول ناشوني وي. د «قانون» او «عدالت» کلمې یوازې د آسماني سرچینو سره معنی لري.
بیا به زه ستاسو پام د سیکولر حکومتونو د وحشت یوه بیلګه ته راواړوم.
 کوم اوسیدونکي او خلک چې په سیکولر حکومتونو کې ژوند کوي لومړی د انسانیت په شعار سره وده کوي؛ خو د سیکولر کیدو له امله، ډیری خلک يې د مرګ کندې ته غورځولي دي او هیڅ څوک نشته  چې پوښتنه وکړي چې وژل شوی انسان وو که حشره؟؟! ځکه چې د دوی ذهن سیکولر شوی او د مسلکي کار او اخلاقو ترمنځ مداخله نه کوي.
     دغه کس (پل تبیت) و چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر (هري ټرومن) په امر یې تر ۲۰۰ زره ډېر جاپانیان ووژل او د ژوند تر اخره پورې له خپل کار څخه راضي و. ځکه چې پل تبت قاتل او هري ټرومن حکم کوونکی دواړه سیکولر وو او د سیکولر هیواد استازیتوب یې کاوه.
     تیبت، په امریکا کې تر ټولو زړور پیلوټ و، چې په الوتکه کې یې د مور نوم لیکلی و، د خپل پلار د خوښې خلاف د پیلوټې شوق تعقیبولو لپاره د طب پوهنځۍ پریښود. تیبت ۹۲ کاله ژوند وکړ او هیڅکله یې د هغه بمبارۍ لپاره بخښنه ونه غوښته چې لسګونه زره خلک یې ووژل. هغه د دې عملیاتو لپاره د متحده ایالاتو د اردو دوهم قیمتي مډال ترلاسه کړ. په یوه مرکه کې له هغه وپوښتل شول، ایا تاسو په هغه عملیاتو پښیمانه یاست چې په پایله کې یې زرګونه ښځې، نارینه او ماشومان ووژل شول؟
هغه ځواب ورکړ: نه!
     د اټومي بم له چاودنې سمدستي وروسته، سپینې ماڼۍ د امریکا خلکو ته د هیروشیما د بمبارۍ خبر په څو ټکو کې اعلان کړ: «موږ اوس د جاپان په هیروشیما باندې یو بم غورځولی چې د لمر ځواک لري. موږ په دې توانېدلو چې د نړۍ لویه انرژي په کار واچوو.»
دا د هغو زرګونو جنایتونو یوه بیلګه ده چې سیکولر هیوادونو د انسانیت په وړاندې ترسره کړي دي.
Previous Articleد ماشومانو په روزنه کې د کورنۍ رول
Next Article ساینس او الحاد (یوولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

نشنلیزم

نشنلیزم (درویشتمه برخه)

دوشنبه _14 _اپریل _2025AH 14-4-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (دوه ویشتمه برخه)

یکشنبه _13 _اپریل _2025AH 13-4-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنليزم (یوویشتمه برخه)

یکشنبه _6 _اپریل _2025AH 6-4-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)

سه شنبه _13 _مې _2025AH 13-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار دویمه برخه الهي شعائر او…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (لومړۍ برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار لومړۍ برخه لنډیز: د اسلام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.