د یو رښتیني مسلمان یو له معنوي ځانګړنو څخه دا دی چې د هغه په شاوخوا کې پېښېدونکي پېښې له پامه نه غورځوي او د هغو ناروا مقولو لکه “موسی به دین خود عیسی به دين خود” او “ښه سړی هغه دی چې د چا په ښه او بد کار نه لري.” باندې باور نه لري. بلکي رښتينی مسلمان هغه څوک دی چي په خپل شاوخوا کي د ټولو پېښو پروا لري. ټول مسایل په دقت سره څیړي او هڅه کوي چې د فضیلتونو ملاتړ وکړي، ښه شیان خپاره کړي او ستونزې په ښه توګه و ارزوي او د هرې ستونزې لپاره مناسب حل لارې ومومي. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دې اړه فرمايې:
(إمَّعَه مه اوسئ، داسې چي ووایاست: که خلک ښه وکړي، موږ به هم ښه وکړو، او که دوی ظلم وکړي، موږ به هم ظلم وکړو؛ مګر په خپل ځان کنټرول ولرئ، که خلک ښه کوي، تاسو هم ښه کوئ. خو که نور بد کوي، تاسو ظلم مه کوئ)
په مسايلو کې بې تفاوتي يو خطرناکو صفتونو نه دی چې د يو داسې انسان په وجود کې په هیڅ صورت نه شي پاتې کيدای چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتينی پيرو وي. ځکه چې په حقيقت کې بې پروايي د ټولو انحرافاتو سرچينه ده چې بشریت له خپل پيدايښت څخه تر ننه پورې یې شاهد دی؛ ستونزې تل له لومړني او ساده حالت څخه پیل کیږي او که چیرې په چاپیریال کې د احساساتو لرونکي خلک شتون ونلري، نو دا به لوی او لوی کېږي او بالاخره په یوه پیچلي ستونزه بدلیږي. په همدې ډول که په کوم ځای کې هوښيار خلک وي! کله چې کومه ستونزه رامنځ ته شي، په لومړي فرصت کې مخکې له دې چې په لاعلاج درد بدل شي، له منځه ځي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام په دې پوه شوي وو چې باید د باطني مسؤلیت احساس سره کار وکړي، نه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رکاب کي کار وکړي او که رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته نه وي، هر څه هېر کړي؛ دوی پوهېدل چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یو انسان دی او بالآخره به یوه ورځ دا دنیا پرېږدي.
د صحابه کرامو روزنه په دې ډول روانه وه چې څو کاله وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ملأ أعلٰی سره یوځای شو. کله چې ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات خبر ورکړل شو، نو ویې ویل: “هغه څوک چې د محمد صلی الله علیه وسلم عبادت کول، اوس هغه مړ شوی دی او چا چې د خدای تعالی عبادت کول، هغه داسې ژوندی ذات دی چي هیڅکله به مړ نشي.”
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تر وفات وروسته ټول هغه کسان چې تر پرون پورې یې د هغه تر بیرغ لاندې په دعوت، تبلیغ او جهاد بوخت وو، نن د ابوبکر (رضي الله عنه) تر څنګ ودرېدل او د محمد (صلی الله علیه وسلم) دین یې د نړۍ تر ټولو لرې سیمو ته خپاره کړل. د صحابه کرامو (رضی الله عنهم) د ټولو لاسته راوړنو لامل، د انفرادي مسؤلیت احساس وو چې د هغوی په فرد فرد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو او ښوونو په پایله کې موندل شوی و.