لیکوال: ډاکتر فضل احمد احمدي
کلیسا، پاپ او مذهبي مراسم (دویمه برخه)
پاپ او کلیسا
لکه څنګه چې په نورو مقالو کې یادونه وشوه، د عیسویت اصل بیرته فلسطین ته ورګرځي. خو د لومړۍ عیسوي پېړۍ په پای کې د عیسویت دین په ختیځ مدیترانه او حتی لویدیځ کې خپور شو او ورو ورو د عیسویت په لومړیو کې دوه ژبني او کلتوري سیمې رامنځ ته شوې. په یوناني ژبو ختیځ عیسویت خپل اصلي مرکز د قسطنطنیه (اوسنې استانبول) په ښار کې او د لاتیني ژبو لویدیځ عیسویت چې اصلي مرکز یې د ایټالیا په روم کې دی.
الف- پاپ
په هرصورت، د حضرت عیسی علیهالسلام له پورته کیدو وروسته، پاپ او اسقف ورو ورو رامنځته شوه؛ خو شاوخوا (۹۰م) کاله او له هغه وروسته د اسقف کلمه په عیسویانو کې په پراخه کچه مشهوره شوه، نو د دویمې عیسوي پیړۍ په پیل کې د کلیسا یو مشخص جوړښت شتون درلود. اسقفيانو په تدریجي ډول روحاني (کلیسایی) پاچاهان شوه. د کلیسا ټول واک د اسقف تر نظارت لاندې و.
د اسقفي شوراګانو تر رامینځته کیدو پورې چې اسقفيانو په نړیواله شورا کې برخه اخیستې وه ، لکه د «نیکائیه، قسطنطنیه او چالسدون» شوراګانو په څير ، اسقفيانو زيات او کم د خپلواکو او انفرادي پاچاهانو په څیر عمل کاوه.
د (۸۰۰ عیسوي) کلونو په شاوخوا کې د روم لوی اسقف د نړۍ یوه واکمن اعتبار او واک موندلی و. پاپ، چې د یو نړیوال پاچا په څیر عمل کاوه.
د لویدیځ په نوي کاتولیک کلیسا کې، پاپ، چې ډیری وختونه د حضرت عیسی علیهالسلام ځای ناستی او مرستیال ګڼل کیږي، لاهم د لویدیځ عیسویت د مشر په توګه پیژندل کیږي. هغه د کارډینالانو له یوې ډلې څخه غوره شوی چې په پیل کې یې د رومي شهزادګانو رتبه درلوده. دا د پاپ (د روم واکمن او سلطان) څخه ټیټ رتبه ده، نن ورځ دا کارډینال هم د پاپ د سلاکارانو په توګه کار کوي. په نوي کاتولیک کې، د هغه رول ډیر اداري دی.
اوس مهال څلور ختیځ اسقفيان شتون لري، چې لرغونې ريښې لري. د قسطنطنیه، اسکندریه، انطاکیه او اورشلیم اسقفيان، یو شمیر نویو اسقفيانو لکه د رومانیا، بلغاریا او روسیې د کلیساګانو مشران.
ب- کلیسا
د عیسویت ترټولو ښکاره مذهبي بنسټ کلیسا ده. کلیسا یوه پدیده ده چې د حضرت عیسی علیهالسلام له پورته کیدو وروسته رامینځته شوې.
له دوهمې پېړۍ څخه تر نن پورې، کلیسا تل د عقل له نظره د خپل وجود اړتیا څرګنده کړې ده. په دې وینا چې کلیسا د مسیح د بدن په څیر ده او مهربانې او فيض د هغې له لارې نړۍ ته ننوځي. عیسویان په دې باور دي چې نجات یوازې د عیسوي کلیسا له لارې وړاندې کیږي.
نن ورځ په عیسویت کې درې لوی تقسیمونه شتون لري: ارتودوکسي، رومي کاتولیکیزم، او پروټیسټیزم. د ختیځ ارتودوکس کلیسا، لکه په امریکا کې پروټیسټانت مذهب، په بشپړه توګه کثرت گرایی دی. د ختیځ ارتودوکس ډیری پیروان په البانیا، بلغاریا، جورجیا، یونان، رومانیا، روسیه، صربستان او نورو هیوادونو کې شتون لري.
ارتودوکس د ختیځ روم د ارتودوکس کنیسه پیروان دي او په پخوانیو وختونو کې د دوی اصلي مرکز قسطنطنیه و او اوس یې پیروان په شمالي او لویدیز آسیا او ختیځ اروپا کې میشته دي او دوی یو ځانګړی مرکز نه لري او هره کنیسه په خپلواکه توګه اداره کیږي.
کاتولیکان د عمومي کاتولیک کنیسه پیروان دي، او په ورته وخت کې، دا د عیسویانو ترټولو لویه او مهمه فرقه ده، چې ډیری یې په اروپا کې میشته دي او مرکز یې د روم په واتیکان کې دی.
پروټیسټان پيروان د پروټسټان کنیسه پیروان دي چې په شپږمه ميلادي پیړۍ کې د «مارتن لوثر» لخوا تاسیس شوی. د دې کنیسه پیروان په اروپا او شمالي امریکا کې میشته دي او دا یوازینۍ ډله ده چې د کنیسا د مشرانو د بښنې حق نه مني او د دوی خبرې مقدس نه ګڼي.
نن ورځ د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سوریې، روسیې، صرف، اوکرایني او رومانیا د ارتودوکس کلیساګانې شتون لري او شاوخوا درې میلیونه پیروان لري. همدارنګه، نن ورځ په امریکا کې په سلګونو رسمي رومي کاتولیک سازمانونه شتون لري. همدارنګه، د پروټیسټان ډلو په منځ کې، غیر دودیز ګروپونه شتون لري لکه کاتولیک ډلې چې د پاپ لوړوالی نه پیژني (لکه زاړه رومي کاتولیکان یا د هالنډ ملي کلیسا)، اسپریتوالیستيان، تئوسوفیستيان (د عرفان او حکمت خلک) او ډیری نورې ډلې.
د پروټسټیانو په مینځ کې، ځینې فرقې خورا لوی پیروان لري او ځینې یې خورا محدود او کوچني دي.
نن ورځ په عیسوي نړۍ کې مشهورې او نامتو کلیساګانې د یوې خالصې خانقاه ادارې یا خالص سیاسي ځواک یا د طبقاتي ګټو د مدافع په توګه خبرې نه کوي. بلکي سربيره پردې د ديني، دنياوي او نورو مذهبي مسايلو تر څنګ اقتصادي، کلتوري او بنسټيز ټولنيز مسايل لکه بيکاري، د هيوادونو او ولسونو نابرابري، د تکنالوژۍ په برخه کي ظالمانه پرمختګ، ويجاړونکي او کيمياوي وسلې، د کارګرانو د اتحادويو اهميت او ټولنيز عدالت. او په عموم کې، دا د کلیسا د ټولنیز عقیدې په نوم ټولنیز عدالت په توګه وړاند شوې. پداسې حال کې چې د عیسوي کلیساو د ډلبندۍ تاریخي ریښو ته په اشاره ، د کاتولیک او ارتودوکس کلیساګانو هم سپړل شوي.