تاريخ لویه څپه ووهله او عربان يو ځل بيا د یو بختور ژوند په سطحه را ښكاره شول، الله جل جلاله هغوى د خپل اخیري پيغام د رسولو لپاره غوره کړل او د دې کار د تر سره کولو لپاره یې د خپل خوږ بنده “محمد” صلی الله علیه وسلم په تعليماتو وروزل او روحونه يې د هغه په مبارکو شعاعو ور روښانه كړل.
د بشریت دغه پېغمبر صلی الله علیه وسلم په دې وتوانید، چې د پېړۍ په څلورمه برخه کې داسې یو لښکر د معلمینو او مجاهدينو، چې په شپه کې به شبګیر او د ورځې به یې د اسانو ځوږ پروت و، په ابديت مینان او د ګردې نړۍ اصلاح ته یې مټې را بډوهلې وې تيار کړ.
سبحان الله! درګرده ثناووې او ټول صفاتونه هغه ذات لره دي، چې محمد صلى الله عليه وسلم يې د دې لپاره پيدا كړ، ترڅو د صادقو، صالحو، نیکو، تکړه، سرښندونکو او ماهرو رجالو داسې یو لښکر جوړ کړي، چې په ښارونو او رغونو کې وګرځې او د هر ډول فساد ريښې وباسې. همداسې وشول!دا د امت غوره ټولګی او سپیڅلی لښکر و، چې د انسانیت د بهبود او خیر لپاره وتلی و!!
د عربو د تاریخ په دې پړاو کې د جنسیت ځای د وروستي پيغام حقيقت ونیو، د “عربيزم” کلمه د “اسلامیزم” په کلمې واوښته او عربان په دې وپوهېدل، چې دا د همدغه دين روح دی.
دوی په همدغه مسیر حرکت پیل کړ، ترڅو د ظلم زندانونه خلاص، زنځیرونه مات، مظلومانو ته د راحت ساه ورکړي، د تورزړې نړۍ له تنګ نظرۍ څخه د خواږه اسلام پراخوالي ته او د خلکو له عبادت څخه د لوی خدای جل جلاله عبادت ته بشریت سوق کړي.
مدینه منوره – هغه وخت د اسلام پلازمینه – دې ټولې ځمکې پر مخ د نړۍ د رهبرۍ لپاره تر ټولو مستحق ښار و، ځکه ټول هغه ارزښتونه او ټولې هغه طریقې، چې د حقیقت په پیمانه کې وزن لري د روم، مصر، فارس، هند او چین په پرتله د مدینې منورې هغوی زیات وزن درلود.
هوکې! اسلام راغلئ .. عربو یې لمن ونیوه او بې سواده عرب یې له برکته په ثابتو، نیکو، راسخو او پوهانو بدل شول، حال دا چې نورې پلازمینې د وړو پادشاهانو، زورواکو واکمنانو، شتمنو غلو او مطلقو جاهلانو له ډلو او تنظیمونو څخه ډکې وې.