Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»د الله توره (خالد بن ولید رض) ژوند ته لنډه کتنه (نهمه برخه)
اصحاب کرام چهارشنبه _27 _مارچ _2024AH 27-3-2024AD

د الله توره (خالد بن ولید رض) ژوند ته لنډه کتنه (نهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: زید

 

د الله توره (خالد بن ولید رض) ژوند ته لنډه کتنه (نهمه برخه)

د اسلامي لښکر د سرلښکر او قوماندان په توګه د حضرت خالد (رض) ټاکنه
له یوې خوا جګړه (د موته جګړه) ډیره ګرمه شوې وه او له بلې خوا مسلمانان د مشر او سرپرست د نه شتون سره مخ ول، هغوی د ډيرې سلا او مشورې وروسته، د قوماندان په توګه د خالد له ټاکلو پرته بله چاره نه درلوده؛ نو د ټولو رأیه د حضرت خالد خوا ته وه چې باید په دغه نازکو او حساسو شرایطو کې موږ یوازې پرینږدي او د اسلامي لښکر مشري دې پر غاړه واخلي. په همدې ترڅ کې حضرت ثابت بن اقرم (رض) د اسلام بیرغ پورته کړ او ټول خلک یې پرځان را ټول کړل، کله چې ټول خلک را غونډ شول، هغه بیرغ را واخیست او د خلکو په مخ کې یې د خالد په لاس کې ورکړ او ورته یې وویل چې د جګړې قومانده ومنه، خالد هغه ته په خطاب کې وویل چې ته ډیر تر ما غوره یې، تا د بدر په غزا کې ګډون کړی و او ستا عمر هم تر ما لوړ دې؛ اما هغه وویل چې ته د جګړې په چارو او مهارتونو کې تر ما ښه پوهیږې؛ فلهذا ته دغه دروند مسئولیت په غاړه واخله، له هغه وروسته خالد بیرغ په لاس کې واخیست، حضرت ثابت خلکو ته وویل چې آیا تاسو په دغې پریکړې خوښ یاستئ؟ ټولو د هغه څخه خپل رضایت څرګند کړ؛ دغه ټاکنه هغه مهال ترسره شوه چې د مسلمانانو لښکر شیبه په شیبه د ماتې سره مخ کیده.
په ناچارۍ حضرت خالد رضی الله عنه د اسلام بیرغ خپل لاس کې ونیو او د مجاهدینو قیادت یې ومانه، دا په داسې حال کې و چې د کفارو سر تر پایه وسله وال لښکر څه د پاسه  له دوه سوه زرو جنګیالو څخه جوړ و، هغوی د لوړې جګړه ییزې روحیې او وړتیا څخه برخمن ول؛ ځکه تر دې جګړې څو موده وړاندې هغوی د فارسیانو سره په جګړه کې و او هغو ټولو ته یې ماته ورکړې وه او بریا د دوی په برخه شوې وه؛ اما مقابل لوری، د اسلام لښکر ډیر کمزوری شوی و، مجاهدینو مناسب ځواک او کافي اندازه وسلې په لاس کې نه درلودې، او د شمېر له مخې هم خورا لږ و چې درې زرو شا او خوا ته رسیده.
نو دې ته پام اړول ضرور دي چې سیدنا خالد (رض) څنګه کولای شي دغه درې زره کسیزه ډله د ظالمانو او کفارو د دوه سوه زریز لښکر له منګولو څخه وژغوري؟ او هغه باید څه ډول سیاست او تدبیر په کار واچوي؟
د خالد (رض) په قوماندانۍ د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرېدل
امام بدرالدین عیني رحمه الله د امام بیهقي رحمه الله له قوله لیکي: «فأخذ اللواء و انکشف الناس، فکانت الهزیمة علی المسلمین، وتبعهم المشرکون، فقتل من قتل من المسلمین و رفعت الارض لسیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم، فلما أخذ خالد اللواء قال صلی الله علیه وسلم الآن حمي الوطیس. ثم قال صلی الله علیه وسلم: «انه سیف من سیوفک، فأنت تنصره»، فمن یومئذ سمي خالد سیف الله». ژباړه: «حضرت خالد (رض) د اسلام بیرغ په لاس کې واخیست او د خلکو په منځ کې څرګند شو، په هغو شیبو کې مسلمانان د ماتې سره مخ ول او مشرکین د هغو په تعقیب شول؛ په دغه وخت کې ډیر مسلمانان د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل، هغه مهال د موتې ځمکه پورته کړل شوه او د جګړې صحنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وښودل شوه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «الآن» له هغه وروسته یې وفرمایل: «ای ربه! خالد ستا له تورو څخه یوه توره ده؛ نو یوازې ته د هغه سره مرسته کوې» له همغه ورځې راهیسې خالد د سیف الله ( د الله توره) په لقب باندې ملقب شو.
امام بخاري رحمه الله هم دغه حدیث د انس بن مالک (رض) په روایت بیان کړی او امام بن حجر عسقلاني رحمه الله هم د حدیث په شرح کې تفصیلونه بیان کړي دي؛ څرنګه چې د حدیث متن دا ډول دې: «أن النبي صلی الله علیه وسلم نعی زیدا، و جعفرا، و ابن رواحة للناس قبل ان یأتیهم خبرهم، فقال: «أخذ الرایة زید فأصیب، ثم أخذ جعفر فأصیب، ثم أخذ ابن رواحة فأصیب» و عیناه تذفران: «حتی أخذ الرایة سیف من سیوف الله، حتی فتح الله علیهم». ژباړه: «مخکې له دې چې د زید، جعفر او عبدالله بن رواحه رضی الله عنهم د شهادت خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسیږي، ده مبارک خپله د هغوی د شهادت خبر موږ ته را کړ، په داسې حال کې چې د مبارکو سترګو نه یې اوښکې بهېدلې ویې فرمایل: «بیرغ زید په لاس کې واخیست شهید شو؛ بیا جعفر واخیست شهید شو؛ له هغه وروسته ابن رواحه واخیست هغه هم شهید شو، تر دې چې د الله له تورو څخه یوې تورې بیرغ پورته کړ او الله تعالی مسلمانانو ته بریا ور په برخه کړه».
له پورته حدیثونو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه معجزه ثابتیږي چې د مدینې ښار چیرته او د موتې ډګر چیرې؟! اما له هغه اوږد واټن څخه د وحیې په واسطه هغه ته د جګړې ټول جریان او جزئیات ابلاغ شول.
بله مسئله چې له دغو حدیثونو څخه څرګندیږي هغه دادې چې له وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم پوهیده چې درې واړه امیران په شهادت رسیږي او ویې غوښتل چې په هغه حساسه شیبه کې د خالد (رض) لوړ مقام او منزلت نندارې ته وړاندې کړي او ټول په دې پوه شي چې د هغه ایمان ریښتینی او مخلصانه دې؛ نو له دې حدیثونو څخه د حضرت خالد (رض) فضیلت او ځیرکتیا څرګندیږي.
ادامه لري…
Previous Articleآیا په رښتیا هم قرآن کریم ځمکه هواره معرفی کوي؟
Next Article فمينيزم (شپاړسمه برخه)

اړوند منځپانګې

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «دیارلسمه برخه»

دوشنبه _26 _مې _2025AH 26-5-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک «دوولسمه برخه»

یکشنبه _25 _مې _2025AH 25-5-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوند لیک «یوولسمه برخه»

شنبه _24 _مې _2025AH 24-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD2 Views

لیکوال: سید مصلح الدین دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور نهمه…

نور یی ولوله
متفرقه

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: سید مصلح‌الدین زکات پنځمه برخه د زکات مصارف او د هغه د ټولنیز نظام…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه «لومړۍ برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD6 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه لومړۍ برخه سریزه بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار «پنځمه برخه»

سه شنبه _27 _مې _2025AH 27-5-2025AD10 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زی د حج حکمت، فلسفه او اسرار پنځمه برخه په قرآن کریم…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور «نهمه برخه»

یکشنبه _1 _جون _2025AH 1-6-2025AD

زکات «پنځمه برخه»

پنجشنبه _29 _مې _2025AH 29-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.