د نارینه او ښځینه او هلکانو او نجونو اختلاط په ځانګړې توګه په ښوونځیو کې – د یو اسلامي عربي هیوادونو د کرنې پوهنځی د زده کړې او علمي سفر لپاره ګډ نارینه او ښځینه زده کونکي یوي مزرعې ته بیایي؛ یو نارینه زده کونکی له ښځینه زده کونکۍ سره د ټولګي له بندیدو وروسته تشنابونو ته ځي ترڅو هلته له یو بل سره یوازې وي. د مزرعې ساتونکئ متوجه کېږي چې زده کوونکی له خپلې ملګرې سره تشناب ته ننوتی، ساتونکی هم ځي او دواړه یې نیسي چي په دې توګه دواړه رسوا کیږي.
ــ العیاذ بالله ــ
– اکثره نارینه او ښځینه ښوونکي چې په یوه ښوونځي کې یوځای کار کوي په یوه خونه کې راټولیږي او یو له بل سره ټوکې کوي چې د دې ناوړه عمل او د دې حرام اختلاط له امله فساد وده کوي او ځینې وختونه دا ډول میړه د خپلو ښځو څخه کرکه کوي او په خپلو ښځو کې دلچسپي له لاسه ورکوي؛ ځکه چې د کار په ځای کې او چیرته چې دا نارینه او ښځې یو له بل سره خبرې کړي دي، دوی ډیرې ښکلو ښځو سره لیدلي، چې بالاخره د پخوانۍ میرمنې څخه د طلاق او جلا کیدو لامل شوی چي په حقیقت کې همدغه استاده وه. هغې چي د اسلام په چوکاټ یې ححاب نه دی مراعات کړی او له ښاغلي معلم سره یې خبرې او دوستي کړې وه.
ــ حتی هغه ماشومان چې په لومړنیو ټولګیو کې زده کړې کوي او ښوونکې یې ښځه ده، کله چې لوړو ټولګیو ته ځي او په نوي ټولګي کې هغه ښځه چې اوس د دوی ښوونکې نه ده، د هغې چلند او حرکتونه خپل نوي ښوونکي ته او په کور کي خپل پلار او وروڼو ته بیانوي چې هغه به څنګه ځان کاږه کړل او موږ به د هغې ورنونه او پښې لیدلې او کتل به مو.
د نارینه او ښځینه اختلاط:
د اختلاط حرمت او هغه لاملونه چې د اختلاط لامل ګرځي په قرآن او حدیث کې په واضح ډول ذکر شوي دي. الله تعالی فرمایي: «وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا»؛ پخپلو كورونو کښي مېشتي اوسئ، او د تېر جاهلي دور غوندي سينګار کړي، بې سَتره مه ګرځئ. لمونځ قايم کړئ، زكات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ. الله خو دا غواړي چي ستاسي نبوي كورنۍ څخه چټلي ايسته کړي او تاسي په پوره ډول سُتره کړي ๏ د الله ايتونه او د حكمت هغه خبري چي ستاسي په كورونو کښي اورول کیږي، په ياد ولرئ. بېشكه الله باريک بین او باخبره دى.
اسلام ښځې له پردیو نارینه وو سره له اختلاط څخه منعه کړي دي، تر څو دا ښځه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول، په پوهه او یا ناخبره توګه خپل ځان تباه نه کړي، همدارنګه اسلام هغې ته په کور کې د پاتې کیدو او د نه وتلو امر کړی دی؛ مګر په هغه صورت کي اجازه ورکول کېږي چې ضروري کار ولري او هغه هم په دې شرط چې اسلامي احکام او آداب مراعات کړي.
کله چې اسلام ښځې ته په کور کې د پاتې کېدو لارښوونه کوي، نو د “قرار” له مادې څخه یوه کلمه ذکر کوي او دا ترټولو غوره کلمه ده چې په دې موضوع کې ذکر شوې ده. ځکه چې دا کلمه د آرامښت، ډاډ او د شرح صدر معنی ورکوي؛ يعنې هغه مسلمانه ښځه چې تر اوسه يې د حيا پرده نه ده ليرې کړې او په کور کې د پاتې کېدو هڅه کوي، داسې ښځه د زړه سکون لري. ځکه چې هغې خپل ځان په خطر کې نه دی اچولی او په ذهني توګه په بشپړ ډول نورمال حالت کې دی او له بلې خوا هغه ښځه چې حیا نه لري د کور څخه د وتلو په وخت کې اندیښمنه ده تر څو چې بیرته کور ته راشي او په دې اندیښنه کې وي چې ایا په لاره کي په هغې به برید وشي او که نه.
د عمل او کار په ډګر کې د نارینه او ښځو اختلاط د امت په زوال او د ټولنې په فساد کې ژوره اغیزه لري؛ لکه څنګه چې معلومه ده، د روم او یوناني او داسې نورو تمدنونو د ړنګیدو سبب، د خپل کار له ډګر څخه د ښځو وتل او د نارینه وو د کار ډګر ته داخلیدل وو چې له امله یې نارینه په فساد کې ښکیل شي او شپه او ورځ د تفریح او خوشګذرانۍ په لټه کې شي او په دې ډګر کې په سیالۍ لاس پورې کړي، د هیواد چارې پخپل حال پرېږدی او د دولت او ادارې مهمې دندې وتړي.
هر هغه څه چې د ښځې د عزت فضاء ککړوي، اسلام يې لاس لنډوي او منع کوي؛ ځکه چې ښځه که څه هم له غوره او پاکو ښځو څخه وي، خو کله چې شبهو ته ځان وړاندې کړي، بدې ژبې به یې په نښه کړي او خوندي به ترې نه وي. همدارنګه، کله چې د نارینه طبیعت ښځینه طبیعت سره مخامخ شي، نو هغه څه به پیښ شي چې د هر نارینه او ښځینه تر منځ پېښیږي. «عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ؛ فَإِنَّ ثَالِثَهُمَا الشَّيْطَانُ» ژباړه: له سیدنا عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هیڅ سړی له کومې ښځې سره یوازې نه وي، مګر دا چې د دوی دریم کس به شیطان وي. همدا لامل دی چې اسلام د ښځو او نارینه وو اختلاط حرام کړی دی. اسلام د خپل عروج په زمانه کې وکولای شول چې د نارینه او ښځو د اختلاط د ممانعت پر بنسټ خپل هغه ځلانده او عالي تمدن جوړ کړي چې د انسانیت، شرافت او د لوړو درجو له لحاظه له هر تمدن څخه لوړ و او هغه ډول چې په غونډو او رسنیو کې اسلام ضد فمینیسټانو د اسلام پر ضد بریدونه کوي، د ښځو او نارینهو د جلاوالي موضوع، هیڅکله د اسلامي امت د پرمختګ مخه نه ده نیولې او نه به یې ونیسي.