لیکوال: سید ابوالحسن ندوي
ژباړونکی: مفتي محمد قاسم قاسمي
د انبیاؤ رول د بشر په سعادت کې (دویمه برخه)
که څه وروسته وګرځئ او ۱۴۰۰ کاله وړاندې نړۍ ته نظر وکړئ، خطا ایستونکي ښائسته مناظر، ډول ډول جامې، د سرو او سپېنو زرو ذخایر، او ښکلي تعمیرونه څنډې ته کړئ، انسانیت ته لږ فکر وکړئ و به وینئ، چې د ژوند په ناپایه اقیانوس کې تل لوی کب (ماهي) وړوکی کب د ښکار هدف ګرځوه. او د انسانیت په ځنګل کې کمزورې پسونه د زمریانو، پړانګانو، خنزیرانو او لیوانو د ښکار هدف کیدل. بدي په ښېګنو، رذیلت په فضیلت، نفساني غوښتنې په عقل او د تن غوښتنې د روح په مطلوبو هېلو مسلط او وضعیت بحراني او ګډوډ وو.
متأسفانه! د نړۍ له هیڅ کونج څخه د اعتراض او احتجاج غږ غوږو ته نه رسیدو، د انسانیت په وازه څېره، ګونځي او تُرشوالی نه ښکارېدو. نړۍ لکه یو بازار چې هر څوک خپل مال په کې مزايدې ته وړاندي کوي، شوي وه. پاچاهان، وزیران، مالداران او فقیران ټول قیمت ګذاري شوي وو او د شخصي اغراضو او منافعو لپاره پلورل کیدل. داسي څوک نه وو چې ځان د پیرودونکو او پلورنکو له ټاکل شوي قیمت څخه لوړ او ارزښتمند حساب کړي او ټوله د نړۍ هستي چې زما په وړاندي حقیر او ناچیزه ده، ځکه زه د لوړ نړیوال هدف لپاره پیدا شوی یم، څنګه کولای شم د دې محدودی او فاني نړۍ د اندک متاع به بدل کې خپل روح وپلورم.
ملتونه، هېوادونه، قبیلې او کورنۍ په خپل خودساخته حصار کې محصور او محبوس شوي وې، د خپلي کوچنۍ حلقې او محدود فکر پرته، د انسانيت ټولنې مصالحو او منافعو اړوند یې فکر نه کاوه.
ژوند په کُلي ډول د مکر او فریب بازار او د شر او فساد مرکز جوړ شوی وو. انسانیت لکه یو سوړ او بې روحه جسد ګرځېدلی وو چې په هغه کې د زړه درزا او سېزل او د میني او محبت حرارت وجود نه درلود، ګوا د انسان په معنوي کالبد، د فساد او تباهۍ ځنګل زرغون شوی وي او ددې ځنګل په هره څنډه کې څيرونکي او وینه خوړونکي حیواناتو او زهرجنو مارانو ځای نیولی وي او انسانیت په داسي ژور ځاي کې غورځيدلي وو، چې د راویستلو امکان یې له هغه ځايه سخت وو.
ځکه په هغه وحشتناک ژور ځاي کې د واقعي انسان پرته بل هر څه موندل کېدل، کله نا کله که پاک زړي انسانان هم ښکاره کېدل غارونو او غرونو، یا معابدو او خلوت ځایونو کې یې پناه اخیسته او معتکف کېدل، یوازې یې د خپل ځان په ایستلو اکتفاء کوله او د انسانیت له مسایلو او مشکلاتو یې سترګې پټولې، د بېتفاوتۍ په ژورو کې یې وخت تیراوه او په هغه تنګ او محدود حصار کې یې زړه خوښ ساته، په نتیجه کې یو کس هم نه پیدا کېده چې پښه د مبارزې میدان کې کېږدي او یادي شوي سختي اوضاع په وړاندي قیام وکړي.
د حافظ په قول:
گوی توفیق و کرامت در میان افکندهاند
کس به میدان رو نمیارد سواران را چه شد
ناڅاپه د انسانیت په مأیوس او بېروحه جسم کې حرکت او خوځښت په وجود راغی، زړه یې درزا پیل کړه، او د مرغانو ځاله او ځای او موجودات چې مخکي مو هغه ته د بې روحه تصور کړی وو او په هغه مو کورونه جوړ کړي وو په ټکان او لړزه راغلل.
تیر شوي راویان پورتنۍ تحول داسي تفسیر کوي. چې د هغې د اثر په سبب د کسرا د ماڼۍ هسک څلي ړنګ او مات شول او د پارس آتشکدې (د اور پرستو اورځایونه) خاموشي شوې.
خو نني تاریخ لیکونکي یې داسي ارزیابي کوي؛ دروني انقلاب او حقیقي انسانیت وو چې د هغې په بهرني بُعد کې یې هم حرکت او بدلون په وجود راووړ او د هغې په اثر، بهرنۍ کلاوي او تعمیرونه سره ونړېدل او د غڼو تارونه او د لرګیو کورونه یو په بل پسي خواره واره شول.
کله چې یوه زلزله کلک تعمیرونه او وسپنیز برجونه لکه په مني (خزان) کې پاڼې رژیږي، رژوي څنګه کولای شو انتظار وکړو چې د سرور کائنات محمد مصطفیٰ ﷺ د اجلال نزول سره، په خود ساخته بشري نظامونو کې تزلزل په وجود رانشي.
هغه بلې پراخي او لویې نړۍ ته ضرورت لري چې دا نړۍ د هغې سره په مقایسه کې تر لوبي ډېره نه وي، همداډول لکه څاڅکې چې د سیند په وړاندې وي او د دې نړۍ عیش او طیش (سپک والی) د هغې نړۍ د راحتۍ او رنځ سره هم د قیاس وړ نه وي. د انسان فطري اقتضاء یواځې د واحد ذات عبادت دی چې باید د هغه د رضاء لټونکی وي او خپل ټول کوښښ او جدیت یې د هغه د رضا په لاره کې مصروف کړي. هغه نباید د روح لرونکو او بېروحه مخلوقاتو د اشیاوو په وړاندې د تسلیمۍ سر ټیټ کړي، بلکي ځان د واحد ذات او خالق په بندهګی او عبادت ملزم وګڼي. ځکه ټول کائنات انسان او انسانیت ته مسخر دي او هغه هم په خپل وار سره د هغه ذات په خدمت او بندهګی مأمور دی. په دې جهت او د همدې مُدعا د اثبات لپاره، فریښتې چې د کائناتو او د خداي د درګاه اَمَنا ځواک دی، حضرت آدم ع ته یې د سجدې کولو مأموریت وموند.
د پیغمبر اکرم ﷺ د بعثت په وخت کې د نړۍ فکري دایره دومره تنګه او محدوده شوي وه چې هر فرد په خپل لیدلوري او فکر، خپلو معیاراتو او خپل ذهن د ژوند مختلف مسائل او د افرادو شخصیت تر قیاس او سنجش لاندې نیولو. په همدې دلیل د رسول اکرم ﷺ اړوند یې هم وروسته له ډېر تفکر او تدبر داسې انګیرله چې هغه ﷺ هم د هغه وخت د نورو انسانانو په څېر د حکومت، ثروت او دنیوي لذایذو په لټه کې دی. د هغوي بېچارهګانو په نظر تر دې لوی هدف موجود نه وو چې انسانان د هغې په لاسته راوړلو پسې وي. په همدې سبب وو چې یو هیئت یې د یاد شويو اهدافو د وړاندیز لپاره د بيغمبر اکرم ﷺ حضور ته اعزام کړ، چې دا عمل د دوی د غلط طرز او تفکر څرګند بیانونکی او د هغه وخت پوچو نړۍلیدونکو خلګو روزګار وو.
پیغمبر ﷺ د مذکور هیأت په ځواب کې داسي مطالب بیان کړل، چې په واقعیت کې یې په ښه توګه د نبوت هدف هم ښکاره کړ. «په خدای سوګند که که لمر او سپوږمۍ زما په ښي او کین لاس کې کیږدی اسلام ته له دعوت کولو به ونه ګرځم» هغه مبارک اثبات کړه چې د دنیوي ناچیزو مسائلو په لاس ته راوړلو پسې ندی، او د مادي نړۍ له ارزښتونو لوړ فکر کوي. هغه د یو فرد رفا او راحتي په نظر کي نده نیولي بلکي د بشر د ابنا نجات غوښتونکی دی. نه غواړي چې د ځان لپاره په نړۍ کې مصنوعي جنت جوړ کړي، بلکي د جنت څخه د رتل شوي انسان د راستنیدو او هلته د تل اوسېدو غوښتونکی دی. پیغمبر ﷺ د ځان د سرورۍ او لویۍ لپاره هڅې نه کوي، بلکي غواړي چې بشریت د خپل همنوعو له بندهګۍ وساتي او د حقیقي مبعود او مالک بنده یې وګرځوي.
هو! د اسلام لیدلوری د نړۍ اړوند په پورتني بنسټ ولاړ دی، همدا وو چې د اسلامی امت سفرا او نمایندګانو یاد شوی شعار د خپل حرکت مبنا کرځولی وو او د قیصریانو او کسرا خیلو په دربار کې یې صراحتاً اعلان وکړ چې، خدای موږ ددې الهي ارمان د تحقق لپاره رالیږلي یو چې بندهګانو ته یې د انسانانو له بندګۍ نجات ورکړي او د خدای بندګۍ ته یې راکاږي، او د فاني نړۍ له محدودې یې را وباسي او د آخرت فراخۍ ته یې تشویق کړي، د ادیانو له ظلم او زورولو یې نجات او خلاص کړي او د اسلام د عدالت پناه ته یې سره راټول کړي.
په دې سبب وو چې هر وخت به د اسلام رهبرانو حکومت او اقتدار پیدا کړ، د ذکر شویو اصولو پر بنسټ به یې سیاست او حکومتداري کوله. د هغوی په حکومت کې د انسانانو بندګي وجود نه درلود، همداراز د هغوی اوامر حاکم نه وو، بلکي د خدای قانون عملاً اجرا کېدو او یوازې خدای د عبادت وړ بلل کېدو. دې رهبرانو نه یوازې اجازه، بلکي د یو عادي انسان د تحقیر اعتقاد یې نه درلود او که دا ډول وضعیت به یې احساس کړ، فوراً به یې په هغه اعتراض کاوه.
د صدر اسلام ريښتوني رهبران چې د سیاسي قدرت ګدی یې هم لاس کې وې، هغه ډول یې ژوند او حکومت کاوه، چې هیڅډول تمیز د هغوی او نورو عادي وکړو تر مینځ نه ښکاره کیدو. ځينو به هغوی ته د مزدور فکر کاوه او له هغوی به یې غوښتل چې دا بار پر اوږه کړه او تر منزل یې ورسوه، حتیٰ تر ټولو بډایه مسلمان وګړی به هم په داسې ډول ژوند کاوه چې د هیڅ ډول راحتۍ او آسودهګۍ اثر یې په ژوند کې نه تر سترګو کېدو. ځکه د هغوي توجه هغه نهائي هدف ته چې د دې مادي ژوند وروسته وجود لري معطوف شوي وو.
هو! ددې امت د اعتقاد اساس او تهداب په خدای ایمان او معنوي حقایقو کېښودل شوي ده په یو ډول چې هر مسلمان وګړی د پیدا کیدو تر مرګ دا اقرار کوي چې تر ټولو لوی قدرت او ځوک د خدای تعالیٰ دی، او حقیقي ژوند له مرګ وروسته پیلیږي. کله چې د مسلمان ماشوم دنیا ته راشي لومړۍ یې په غوږ کې آذان ویل کیږي او کله چې له دنیا سترګي پټوي بیا هم د توحید د کلیمې په ویلو سره له فاني نړۍ سره وداع کوي. د انسانانو د غفلت په اوج کې یعني کله چې د ښارونو اوسېدونکي د معاش او تنخوا په هڅه کې وي او پرته له مادي ضروریاتو بل څه فکر نلري ، ناڅاپه د مؤذن رسا غږ چې “حي علی الصلواة او حي علی الفلاح” (په تیزئ سره راشئ د لمونځ لوري ته او د نجات او بریا لپاره پورته شئ،) د مسجد له منارو انګازی کوي، له حقایقو پرده پورته کوي او د هغوی د انګیرنو خلاف اعلان کوي، چې د بدن او تن نه علاوه نور حقیقتونه او واقعیتونه هم وجود لري او هغه حقیقي بریا او واقعي کامیابي ده. د بازار غوغا او شور د مؤذن ددې غږ اورېدو په وړاندې کښته کیږي او ټول جعلي حقایق د دې حقیقي واقعیت په وړاندي محو کیږي. دا ځاي دی چې د خدای بندګان لکه پتنګان د بریا او کامیابۍ شعار ته لبیک وایې او په شوق یې لوري ته په بیړه ورځي.
کله چې ښار په ژور خوب کې وي او نړۍ لکه د لویې هدیرې په شان شي دا ښه خبر (الصلواة خیر من النوم) دی چې لکه د سهار وړانګې، چې تاریکۍ او ظلمت محوه کوي او انسان ته د نوي حیات او ژوند پیغام ور بښي. هو! هغه وخت چې انسانیت د سلنطنت او مادیت په اوبو کې غرق غوټه شوی وي د انا ربکم الاعلیٰ فریاد کوي او د (مالک من اله غیري) اعلان کوي. دا بیا د خدای د مؤذن او داعي غږ دی چې غرور یې له خاورو سره خاوري کوي او انحراف شوي ټیټ مغز ته یې هدایت ور بښي. هو! ددې عرفان او ایمان سرچینه او منبع، ګویا د پیغمبر ﷺ د بعثت په اعلان او د هغه په دعوت او تعلیم کې ده او همدا عرفان، ایمان او اعلان دی چې کولای شي نړۍ ته نوی ژوند ورکړي او یوازې د یو واقعي او رغنده انقلاب وسېله وي.