او همدارنګه یې ویلي دي: کله کله اجتهاد د مناط په تحقیق او څېړنې پوري اړه لري، په داسې اجتهاد کې د شارع د موخې پوهېدل شرط نه دی، څرنګه چې د عربي ژبي پوهېدلو ته هم اړتیا نشته. ځکه په دې ډول اجتهاد کې موخه دا ده چې پوه شو چې څه شی ته اړتیا شته؟ او همدارنګه په هغه موضوع باندي پوهېدل اړینه ده چې بې له هغه مسله نه پوهېدل کیږي. نو پر مجتهد باندي اړینه ده چې پر اجتهادې مسلې باندې پوره مالومات ولري.
د علت او مناط توپیر
علت: هغه څه دی چې د حکم سبب ګرځي. يعنې د حكم شرعي مقصد هم همدغه دى. نو د حکم د شرعي ارادې د معلومولو لپاره د شرعي دليل شتون ته اړتيا ده. د بېلګې په توګه: که د ترافیک قانون وايي چې “د سیټ کمربند باید په عامه سړکونو کې وتړل شي.” یوازې په عامه سړکونو کې د سیټ کمربند تخصیص کول پدې معنی دي چې په داسې سړکونو کې تېزوالی او سرعت ډیریږي. له همدې امله، د دې حکم علت “لوړ سرعت” دی؛ نو که چیرې په غیر عامه سړکونو کې حتی سرعت ډیر وي، سیټ کمربند باید تړلی وي، او د قانون څخه د سرغړونې په صورت کې، مسئول کولای شي موټر چلوونکی جریمه کړي.
نو لازمه ده چې د حكم په دليل پوه شو، ځكه د شريعت په مقصد پوهېدلاى شي او له همدې دليله په نورو ورته قضيو كې مشابهت او د شرعي حكم اټكل كېداى شي. دا په لاندې دوو شرعي مسايلو کې واضح کېدای شي:
رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي: «انما جعل الاستیذان من اجل البصر» [الراوي : سهل بن سعد الساعدي | المحدث : البخاري | المصدر : صحيح البخاري | الصفحة أو الرقم : 6241 | خلاصة حكم المحدث : [صحيح] | التخريج : أخرجه البخاري (6241)، ومسلم (2156)] (
یعني: ( اجازه نیول د نه کتلو لپاره دی.) نو که څوک وغواړي چې یو بل کور ته ننوځي نو باید اجازه واخلي چې پر نامحرمه باندي یې سترګې و نه لګیږي. دلته شارع موخه په وضاحت سره روښانه کړې ده.
او په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي: «لایقضی القاضی وهو غضبان» [لراوي : أبو بكرة نفيع بن الحارث | المحدث : البخاري | المصدر : صحيح البخاري | الصفحة أو الرقم : 7158 | خلاصة حكم المحدث : [صحيح] | التخريج : أخرجه مسلم (1717) باختلاف يسير] ( قاضي دې د غضب په حالت کې فیصله نه کوي.) نو په دغه کې د شارع د موخې پوهېدل کیږي چې د غضب په وخت کې د ناسمې فیصلې احتمال شته، نو کولای شو چې د دغه موضوع څخه دا پوه شو چې هر هغه شی یا وخت چې قاضي څخه فیصله غلطه کیږي په دغه حکم کې ننوځي او د هغه څخه باید ډډه وشي.
(او تاسي تر خپلي وسي ډېر زیات طاقت او تیار زین کړې اسونه، د هغوی د مقابلې لپاره برابر کړئ، تر څو چې په دې وسیله د الله پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هیبت راولئ، چې تاسي یې نه پېژنئ، خو الله یې پېژني. د الله تعالی په لاره کې چې تاسي هر څه ولګوئ، د هغو پوره بشپړه مکافات او ثواب به ستاسي لوري ته راوګرځول شي، او ستاسي سره به هیڅکله ظلم و نه شي.)
خو ايا پر مسلمانانو واجب ده چې د اسونو د تيارولو تر څنګ نور جنګي وسايل هم جوړ کړي او که نه؟ د دې پوښتنې ځواب په واضح ډول د ځواک او ځواک د راټولولو لامل کې څرګند دی چې نص یې څرګندونه کړې ده: ترهبون به: په دې ځواک سره د دښمنانو په زړونو کې ویره پیدا کول. له همدې امله، په ننني عصر کې، ځواک یوازې د جنګي وسایلو پورې محدود نه دی، بلکې د ځواک اړوند نور فزیکي عناصر هم شامل دي.