Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»حضرت علي کرم الله وجهه (نولسمه برخه)
اصحاب کرام پنجشنبه _6 _فبروري _2025AH 6-2-2025AD

حضرت علي کرم الله وجهه (نولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

حضرت علي کرم الله وجهه (نولسمه برخه)

د صفین د جګړې پیلامه
حضرت علي رضی الله عنه، کوفې ته له رسېدو وروسته، پر شام د برید لپاره اړین چمتووالی ونیو. هغه ابو مسعود عقبه بن عامر انصاري، کوفې ته د خپل ځایناستي په توګه وټاکه او پخپله د «نخیله» سیمې ته لاړ. هلته د لښکر په تابیا او چمتووالي بوخت شو. عبدالله بن عباس رضی الله عنه هم د بصرې له لښکر سره په همدې ځای کې حضرت علي رضی الله عنه ته ورسره یوځای شو.
حضرت علي رضی الله عنه د زیاد بن نضر الحارثي په مشرۍ د اتو زرو کسانو لښکر د مقدمه الجیش (مخکینۍ ډلې) په توګه واستاوه. بیا یې د شریح بن هاني په مشرۍ څلور زره کسیز لښکر د مخکیني لښکر شاته حرکت ته اړ کړ. له دې وروسته، هغه پخپله له نخیله څخه «مدائن» ته روان شو.
په مدائن کې یې د مختار بن ابي عبید تره، سعد بن مسعود الثقفي، د هغه ځای والي وټاکه. معقل بن قیس ته یې امر وکړ چې له دریو زرو جنګیالیو سره حرکت وکړي، او پخپله له مدائن څخه «رقه» ته روان شو.
کله چې هغه رقه ته نږدې د فرات سیند څخه تېر شو، هلته زیاد، شریح، معقل او د پوځ نور قوماندانان سره راټول شوي وو.
له بلې خوا، کله چې حضرت معاویه رضی الله عنه خبر شو چې حضرت علي رضی الله عنه د یو ډېر لوی لښکر سره د شام پر لور روان دی، نو هغه ابو الاعور عمرو بن سفیان السلمي د یوې پوځي قطعې سره د مخکښې ډلې په توګه واستاوه.
د جګړې لومړني تحولات
د فرات له سیند څخه د تېرېدو وروسته، حضرت علي رضی الله عنه، زیاد او شریح د لښکر د مخکښو قوماندانانو په توګه واستول.
زیاد او شریح ډېر خپه شول او د پېښې راپور یې حضرت علي رضی الله عنه ته واستاوه. حضرت علي رضی الله عنه سمدلاسه مالک اشتر د قوماندان په توګه وټاکه او د هغوی پسې یې واستاوه. هغه امر وکړ چې ژر تر ژره له دوی سره یوځای شي، د پوځ قومانده په غاړه واخلي، او په میمنه (د پوځ ښي اړخ) او میسره (د پوځ کيڼ اړخ) کې شریح او زیاد ځای پر ځای کړي.
بیا یې وویل:
“تر هر څه دمخه، هغوی ته د اطاعت او بیعت کولو بلنه ورکړئ، که یې ونه منله، نو تاسو د جګړې پیلوونکي مه اوسئ.”
د ابو الاعور سلمي او مالک اشتر لښکرونه د “سور روم“ په سیمه کې د یو بل په مقابل کې ځای پر ځای شول. ماسپښین مهال، ابو الاعور برید پیل کړ!
له لنډې نښتې وروسته، دواړه خواوې سره جلا شوې.
په دوهمه ورځ، ابو الاعور میدان ته راووت، او هاشم بن عتبه له بلې خوا ودرېد. دواړو یو له بل سره مقابله وکړه، او کله چې یې غوښتل جلا شي، اشتر د خپل لښکر سره برید وکړ.
د ابو الاعور لښکر هم مقابله وکړه، او جګړه تر لمر لوېدو پورې روانه وه.
بالآخره، د شپې تیاره د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې خنډ شوه، او دواړه ډلې بیرته خپلو خیمو ته ستنې شوې.
بله ورځ، د ذي الحجې په لومړیو کې، حضرت علي رضی الله عنه هم راورسېد.
صفین ته د امیر معاویه رضی الله عنه راتګ او د اوبو بندیز
دلته معلومه شوه چې حضرت امیر معاویه رضی الله عنه هم د صفین په سیمه کې ته راغلی دی. حضرت علي رضی الله عنه امر وکړ چې نور بریدونه دې ونه شي. هغه مالک اشتر ته وویل:
“ژر تر ژره د فرات غاړې ته لاړ شه او د اوبو کنټرول په لاس کې واخله.”
کله چې اشتر د فرات سیند غاړې ته نږدې شو، ویې لیدل چې امیر معاویه رضی الله عنه ابو الاعور سلمي هلته استولی و او د اوبو کنټرول یې په لاس کې اخیستی و.
کله چې حضرت علي رضی الله عنه له دې پېښې خبر شو، نو صعصعة بن صوحان یې د خپل پیغام سره امیر معاویه رضی الله عنه ته واستاوه. صعصعة، د امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب رضی الله عنه په استازیتوب، داسې وویل:
“موږ پریکړه کړې وه چې له تاسو سره جګړه ونه کړو، تر هغه چې ستاسو عذرونه او دلایل نه وي اورېدلي او پر تاسو مو اتمام حجت نه وي کړی. تر هغه وخته به جګړه نه پیلوو، خو ستاسو ملاتړو له دې مخکې شخړه پیل کړه. اوس موږ دا اړینه ګڼو چې لومړی تاسو د حق لارې ته راوبلو، او تر هغې چې مو اتمام حجت نه وي کړی، جګړه به بیا نه پیلوو.
خو له بده مرغه، تاسو زموږ لپاره د فرات سیند اوبه بندې کړې دي. خلک له سختې تندې کړیږي، نو خپلو کسانو ته امر وکړئ چې د اوبو مخه ډب نه کړي، ترڅو چې شخړه او اختلاف حل کړو. که تاسو غواړئ چې موږ هغه هدف هېر کړو، چې له امله یې دلته راغلي یو، او د اوبو لپاره جګړه وکړو، ترڅو هر چا چې وګټله، یوازې همغه ډله له اوبو څخه ګټه واخلي، نو موږ د دې لپاره هم چمتو یو.”
د امیر معاویه رضی الله عنه مشوره او پرېکړه
کله چې صعصعة د حضرت علي رضی الله عنه پورته پیغام امیر معاویه رضی الله عنه ته ورساوه، هغه سمدلاسه خپل سلاکاران راټول کړل او د هغوی نظر یې وغوښت.
عبدالله بن سعد (د مصر پخوانی والي) او ولید بن عقبه وویل:
“موږ باید اوبه د دوی لپاره خوشې نه کړو، بلکې په همدې موده کې باید ورسره وجنګېږو، ځکه چې هغوی پر حضرت عثمان رضی الله عنه اوبه بندې کړې وې او هغه یې په داسې حال کې شهید کړ چې تږی و.”
خو حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه د دې نظر مخالفت وکړ او ویې ویل:
“موږ باید د حضرت علي رضی الله عنه لښکر تږی نه کړو. دا سمه نه ده چې موږ اوبه ولرو او ماړه و اوسو، خو هغوی دې تږي پاتې شي.”
حضرت معاویه رضی الله عنه غلی و او څه یې ونه ویل.
صعصعة ورته وویل:
“ستا ځواب څه دی؟“
حضرت معاویه رضی الله عنه ځواب ورکړ:
“زما ځواب به وروسته درته ورسیږي.”
صعصعة له هغه ځایه پورته شو او په خپه او ناراضه حالت کې حضرت علي رضی الله عنه ته راغی او ویې ویل:
“دوی موږ ته د اوبو د استعمال اجازه نه راکوي.”
د حضرت علي رضی الله عنه اقدامات
حضرت علي رضی الله عنه اشعث بن قیس ته امر وکړ چې د آس سورو له یوې ډلې سره د اوبو سرچینې ته لاړ شي او هغه تر خپلې ولکې لاندې راولي.
له بلې خوا، ابو الاعور السلمي له خپل لښکر سره د مقابلې لپاره راپورته شو. جګړه پیل شوه او له دواړو خواوو یو شمېر کسان ټپیان او ووژل شول.
شخړه لا پای ته نه وه رسېدلې چې عمرو بن العاص رضی الله عنه امیر معاویه رضی الله عنه ته لاړ او ورته یې وویل:
“که ته د علي رضی الله عنه لښکر ته اوبه خوشې نه کړې او هغوی له تندې څخه ستړي شي، نو ستا ډېر کسان به د رحم او زړه سوي له وجې د علي رضی الله عنه له لښکر سره یوځای شي. خلک به تا په ظلم او جبر تورن کړي، او د علي رضی الله عنه په لیکو کې به ستا پر ضد جګړه وکړي.”
امیر معاویه رضی الله عنه سمدلاسه امر وکړ چې د اوبو بندیز لرې شي او د مخالفینو لپاره دې اوبه خلاصې شي.
په دې توګه، شخړه کمه شوه. له هغه وروسته، د دواړو خواوو خلک د اوبو پر سر راټول شول، او یو بل ته یې ستونزې جوړې نه کړې.
له دې وروسته، د دوو ورځو لپاره کومه بده پېښه رامنځته نه شوه.
د حضرت علي رضی الله عنه او حضرت معاویه رضی الله عنه د ځواکونو شمېر او د جګړې چمتووالی
د حضرت علي رضی الله عنه د ځواکونو شمېر شاوخوا نوي زره کسان و. په دې لښکر کې د حجاز، یمن او د ایران د ځینو ولایتونو خلکو برخه اخیستې وه. د حضرت امیر معاویه رضی الله عنه د ځواکونو شمېر شاوخوا اتیا زره کسان و.
حضرت علي کرم الله وجهه د خپل لښکر مسؤلیتونه په لاندې ډول ووېشل:
  • مالک اشتر یې د کوفې د آس سپرو لښکر قوماندان وټاکه.
  • سهل بن حنیف ته یې د بصرې د آس سپرو لښکر مسؤلیت وسپاره.
  • حضرت عمار بن یاسر د کوفې د پیاده لښکر قوماندان و.
  • قیس بن سعد د بصرې د پیاده لښکر قوماندان و.
  • د جګړې بیرغ یې هاشم بن عتبه بن ابي وقاص ته وسپاره.
پاتې قبیلو هر یوه خپل مشر او بیرغ درلود.
په همدې توګه، د حضرت امیر معاویه رضی الله عنه په لښکر کې مسؤلیتونه داسې ووېشل شول:
  • ذوالکلاع حمیري د میمنې (ښي اړخ) قوماندان و.
  • حبیب بن مسلمه الفهري د میسرې (کیڼ اړخ) قوماندان و.
  • د ټول لښکر عمومي قومانداني ابو الاعور السلمي ته وسپارل شوه.
  • عمرو بن العاص رضی الله عنه د آس سپرو قوماندان و.
  • مسلم بن عقبه د پیاده لښکر مشري کوله.
  • عبدالرحمن بن خالد، عبیدالله بن عمر، او بشیر بن مالک الکندي هم د پوځ د ځینو برخو مسؤلین وو.
د سولې هڅه او د جګړې پیل
وروسته له دې چې دوه ورځې په چوپتیا او امن کې تېرې شوې، په دریمه ورځ، یعنې د ۳۶ هجري کال د ذي‌الحجې په لومړۍ نېټه، حضرت علي رضی الله عنه یو درې کسیز پلاوی د حضرت معاویه رضی الله عنه خواته واستاوه، ترڅو هغه اطاعت ته راوبلي.
د دې پلاوي غړي دا وو:
  1. بشیر بن عمرو بن محصن انصاري
  2. سعید بن قیس همداني
  3. شبث بن ربعي تمیمي
کله چې پلاوی حضرت معاویه رضی الله عنه ته ورسېد، بشیر بن عمرو خبرې پیل کړې:
“ای معاویه! د مسلمانانو ترمنځ تفرقه مه اچوه، وینه تویونه مه جوړوه.”
حضرت امیر معاویه رضی الله عنه وویل:
“ایا تاسو خپل ملګري حضرت علي رضی الله عنه ته هم د همدې کارونو سپارښتنه کړې ده؟“
بشیر وویل:
“هغه ‘سابق الاسلام’ دی (د اسلام په لومړیو کې یې ایمان راوړی)، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه د خپلواني په پام کې نیولو سره، د خلافت او حکومت لپاره تر بل هر چا مستحق دی. تاسو باید د هغه سره بیعت وکړئ.”
حضرت امیر معاویه رضی الله عنه ځواب ورکړ:
“دا زموږ لپاره ممکنه نه ده چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې انتقام پرېږدو او له خپلې دې غوښتنې څخه لاس واخلو.”
له دې وروسته، شبث بن ربیع وویل:
“ای معاویه! موږ ډېر ښه پوهیږو چې ستا موخه له دې غوښتنې څخه څه ده. حقیقت دا دی چې ته د همدې دلیل لپاره د حضرت عثمان رضی الله عنه سره په مرسته کې ځنډ وکړې، تر هغه چې هغه شهید شو. اوس د هغه د وینې غوښتلو په پلمه د خلافت ادعا کوې. ای معاویه! دا فکر پرېږده او له حضرت علي رضی الله عنه سره جګړه مه کوه.”
خو حضرت معاویه رضی الله عنه په تندۍ ځواب ورکړ، او شبث بن ربعي هم ورته په کلکه ځواب ورکړ.
په دې توګه، پلاوی پرته له دې چې کومې نتیجې ته ورسېږي، بیرته راستون شو. له همدې وروسته، جګړه پیل شوه.
دوام لري…
Previous Articleفاشیزم د سیاسي تفکر په بڼه (شپږمه برخه)
Next Article الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (درېیمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څوارلسمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (شلمه برخه)

شنبه _14 _جون _2025AH 14-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه) د سید…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار اوولسمه برخه دویمه شبهه: حج…

نور یی ولوله
د قدریه فتنې

قدریه فرقه (اتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD2 Views

لیکوال: ابوعایشه قدریه فرقه (اتمه برخه) د پیل خبرې د اسلام دین له ښېګڼو یوه…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (شپږویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم شپږویشتمه برخه وطن کله چې دلته د وطن خبره کېږي نو موخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یوویشتمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (اوولسمه برخه)

دوشنبه _16 _جون _2025AH 16-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.