لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي
الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (درېیمه برخه)
له الحاد سره تړلي اصطلاحات:
بې دیني ( لادینیت)
له ټولو دینونو څخه انکار؛ کوم چې کتاب، عقاید، عبادات او عبادت ځایونه لري او هغه فکر ته احترام او ارزښت نه ورکول، چې دین د ژوند د چارو د سمون لپاره انتخابوي.
بې دینه فرد کېدای شي، ملحد، ربوبي او یا هم د لاادريت (نه پوهېږم) په حالت کې وي، اړینه نه ده، چې بې دینه دې حتما ائیست او د خدای له شتون څخه منکر وي.
دیئسم (ربوبیت)
د انګلیسي ” Deism ” ـ د ربوبیت ـ پر خدای باور ـ پنځ باوري ـ او خدای ګماني معنی ورکوي، چې د لاتین ” Deus ” له کلمې څخه اخیستل شوې، دا فلسفه وايي: خدای شته، چې د هر څه د پنځېدلو عامل دی خو د کائیناتو په کړنو کې د خدای له مستقیم دخل څخه انکار کوي. یعني خدای نړۍ پیدا کړې او له پیدا کولو وروسته یې همداسې پرېښې او په هغې کې هېڅ ډول تصرف او لاسوهنه نه کوي، لکه؛ یوه غایب مالک چې خپل ملکیت یې خپل سر ته پرېښی وي تر څو خپله هر څه چې غواړي ترسره یې کړي او یا هم د یوه ساعت /ګړۍ جوړونکي غوندې چې له جوړولو وروسته له هغې سره کار ونه لري.
دیئسم که څه هم د کائناتو خالق مني، خو له هر ډول وحیې څخه انکار کوي او باور لري چې د انسان عقل د یوه دیني او سمو اخلاقي اصولو د ژوند د چوکاټ له پاره کافي دی.
دهریت (وخت پالنه)
دهریت د واجب الوجود په وجود باور لري خو د عالم او دهر (زمانې) په کړنو باور لري، پېښې او بدلونونه په زمانې پورې تړي، له وحيې، دین، رسالت، له مرګ وروسته ژوند، جنت او دوزخ څخه انکار کوي. د دې مذهب پیروان ( دهریان) بولي، خدای تعالی یې الحاد داسې بیانوي؛ ( وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْر) الجاثیه ـ ۲۴ .
( او ویې ویل: د دې دنیا له ژوند پرته بل څه نشته، مرو او ژوندي کېږو او له زمانې پرته موږ بل څه نه هلاکوي.)
د دهریت په اړه له پورته بحث وروسته ښکاري، چې دهریت هماغه ربوبیت او دئیسم دی او په منځ کې یې توپیر نشته.
سیکولارېزم
سیکولارېزم یا علمانیت چې په فرانسوي کې ” sécularisme ” بولي، د دین جلا کول او یا هم له سیاست څخه دین لیرې کول؛ په لغت کې – دنیا پالنه او دنیا نمانځنه، داسې یوه عقیده ده، چې د دولتي بنسټونو او دولتي مقاماتو له دیني بنسټونو او مقاماتو څخه دجلا کېدو غوښتنه لري.
سیکولارېزم د چا په زړه یا کور کې له دین سره کار نه لري، خو په ټولنیز ژوند، تعلیم او تربیې او په حکومت او سیاست کې دین ته د ګډون اجازه نه ورکوي او له ژوند څخه د دین د کامل حذف پلوي کوي.
که څه هم په ښکاره ډول سیکولارېزم د فرد له دیني عقیدې سره کار نه لري او په ظاهره د الحاد لور او له خدای څخه د انکار لور ته دعوت نه کوي، خو ډېری سیکولران په ځانګړي ډول په غرب کې محلد او بې دینه دي.
عبدالکریم سروش سکولارېزم په عمومي ډول په دوو برخو وېشي؛
-
سیاسي سکولارېزم
-
فلسفي سیکولارېزم
-
سیاسي سیکولارېزم یا بې دینه حکومت؛ چې دین او حکومت د انسانانو له لوري جلا شي او حکومت ټولو مذهبونو او فرقو ته په یوه نظر ګوري او د هغوی کثرت په رسمیت وپېژني او په وړاندې یې بې پرې موقف ونیسي.
-
فلسفي سیکولارزېم یې بل ډول دی، چې له بې دیني او ناباوري سره معادله معنی لري او د ماده پالنې (ماټریالیسم) یو ډول دی، چې له دیني فکر سره نشي یوځای کېدای.
سوفسطائیه
سوفسطائیه د فیسلوفان ډله ده، چې په درېیو برخو وېشل کیږي:
-
عنادیه: د شیانو حقیقت نه مني او ادعا کوي، هر هغه څه چې د شتون په اړه یې فکر کوو، یوازې خیالات دي او دوی د الله سبحانه و تعالی وجود او د انبیاء علیهم السلام په رسالت باور نه لري.
-
عندیه: په دې باور دي، چې شیان په ذات کې ثبوت او حقیقت نه لري، هر څه د ذهن او باور پر اساس دي، یعنې په هر څه چې باور لرو یوازې زموږ په ذهن کې شتون لري نه په حقیقت او ذات کې.
-
نه پوهېږم( لاادریه): چې د هر څه په حقیقت او یا نه منلو کې شک او همالته توقف کوي.
ماټریالېزم
په انګلیسي کې ” Materialism ـ مادیت” ماده پالنه او پر مادې باور داسې یوې نظریې ته ویل کیږي، چې پر دې باور دي؛ په کائناتو کې ټول شته شیان، یوازې ماده او انرژي ده، ټول شیان له مادې څخه جوړ شوي او ټولې ښکارندې(پدېدې) آن ځانپېژندنه د مادي عملیو پایله ده.
د ماټریالېزم فلسفي مکتب مهمې څانګې ـ مکیانیکي ماده پالنه چې، “فویرباخ” یې بنسټ اېښی او ډیالکټیکي ماده پالنه ده، چې بنسټګر یې “مارکس” دی.
ماټریالېزم د مادې په اصالت باور لري او ادعا کوي، چې ماده تلپاتې ده، تل به وي، هېڅکله هم پنځول شوې نه ده، ابدي او همېشنۍ ده. نو په همدې اساس د ماټریالېزم له نظره نور د نړۍ لپاره یوه خالق (پنځګر) ته اړتیا نه پیدا کیږي.
کمونېزم
کمونېزم “Communisme” فرانسوي کلمه ده، چې له ـ کمون ( ګډ ـ آزاد یا عمومي) او ـ اېزم ( شته والی) له وروستاړې څخه ترکیب شوې او لغوي معنی ېې؛ ګډوالی یا ګډون ته میلان راځي.
په اصطلاح کې یو فسلفي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز خوځښت او نظر دی، چې د کارل مارکس او فریدرېش انګلسي افکار یې اصلي بنسټ جوړوي او د دې مکتب اساس ماده پرستي، الحاد او له خدای څخه انکار جوړوي.
ادامه لري…