یوه له پخوانیو او مشهورو اسلامي فرقو څخه مرجئه فرقه(ډله) ده چې د هجري قمري اولې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې راڅرګنده شوه. ددې فرقې مذهب “ارجاء” و چې دوه اړخونه یې درلودل: سیاسي (دیني) اړخ او کلامي (فلسفي) اړخ.
سیاسي (دیني) اړخ یې په هغو کسانو ناظر او کتونکی و چې د حضرت عثمان (رضی الله عنه) له شهید کېدو او خلافت ته د حضرت علي (رض) له رسېدو او حکومت ته د معاویه (رضي الله عنه) له رسېدو وروسته د دوی په ګټه یو له بل سره جنګېدل. دې فرقې له دواړو ښکېلو ډلو څخه د هيچا ملاتړ نه دی کړی او د هغوی په اړه يې حکم نه دی کړی؛ بلکې د دوی په اړه یې پرېکړه ځنډولې تر څو د قیامت په ورځ الله تعالی جل جلاله فیصله وکړي. خو کلامی (فلسفي) اړخ یې د ایمان او اسلام په تعریف باندې ناظر او کتونکی و چې د خوارج او معتزله و په خلاف او د جمهورو مسلمانانو موافق، عمل یې د ايمان او اسلام له اجزاو او ارکانو څخه نه ګڼل؛ د کبیره ګناه مرتکب یې که څه هم توبه یې نه وه کړې، د واقعي مؤمن او مسلمان او په اسلامي احکامو کې د شامل په توګه پېژندل او هغه یې د خدای تعالی جل جلاله فضل او بخښنې ته امیدواره کول.
حسن بن محمد حنفيه د ارجاء مذهب بنسټ ایښودونکی پېژندل شوی دی.
بنسټيز ټکي: مرجئه، ایمان، قدریه، اعتقاد او ارجاء.
سریزه:
د دین او دیني لارښوونو غلطه پوهه او په ځان جوړو (خودخواو) لارو تګ د دې ستر دین بدنې ته د انحرافاتو د دروند زیان سرچینه ده؛ هغه مسئله چې د اسلام په شمول د دینونو په تاریخ کې څو ځله پېښ شوې. د دې انحرافاتو له جملې څخه یوه دا ده چې افراد(ډلې) د ځان لپاره د خلاصون او بریالیتوب معیارونه آسانه او د نورو لپاره ستونزمنوي؛ یا د ځان لخوا جوړ شوي معیارونو په کارولو سره د دین مهم اړخونه (عملي اړخونه) کم ارزښته کوي. د دې ډول فکر یوه بیلګه له اسلام څخه د مرجئهو په غلط فهم او د ایمان څخه د دوی په تعریف کې موندل کېدای شي.
د مرجئه ناسمو او له واقعیت سره په خلاف افکارو په تېره بیا په عبادتي او د دین په عملي اړخ کې په اسلامي ټولنه ډېر ناوړه اغېزې لرلې؛ په ځانګړې توګه کېدای شي ووایو چې نن سبا د ځینو ظاهرا دیني ډلو لخوا یې چې یوازې د زړه نیت او باور د نجات عامل ګڼي خورا هرکلۍ کېږي؛ ځینو بیا په غیر مستقیم ډول د دې افکارو د بیا راژوندي کولو او وده ورکولو کې هڅې کوي. دوی د شريعت پلي کول او په جوارحو باندې عمل کول بې ارزښته ښکاره کوي او وايي: “یوازې عقیده او اسلام ته منسوبېدل کافي دي او د شریعت پیروي ضروري نه ده؛ ځکه که زړه پاک او نیت سم وي، نو هر عمل سم دی. دا د ارجائي عقیدې ترویج دی چې د اسلام مبین دین د سپیڅلي او ریښتیني عقیدې سره به ټکر کې دی.
په اوسني زمانه کې که څه هم د “مرجئې” فرقې څخه نور نوم او نښان نشته؛ خو د مدارکو او شواهدو په شتون سره کولای شو اعتراف وکړو چې د ارجاء ځينې افکار او اندونه له منځه نه دي تللي او د ځينو اسلامي فرقو په افکارو او عقايدو کې هضم شوي دي.
څرنګه چې د اسلام د دُښمنانو موخه د مسلمانانو له پاکو اسلامي عقايدو څخه لرې کول دي او غواړي چې اسلام او مسلمانان له عملي اړخه ضعيف کړي، نو په هره زمانه کې ديني عالمان او مفکرين بايد دغه ډول بې بنسټه او ناسم نظرونه او عقايد بيان کړي او خلک خبر کړي ترڅو له داسې عقایدو څخه پیروي ونه کړي چې د اسلام له واقعیت سره په ټکر کې وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې په مدینه منوره کې د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو د یوې ډلې تر منځ شخړه وشوه؛ مسلمانانو به ویل: اوس چې موږ مسلمانان شوي یو، نو خدای تعالی جل جلاله موږ ته ځانګړی امتیاز راکړی دی او هر ناوړی کار چې کوو هغه به بخښل کېږي. عیسویانو به ویل: دا موږ یو چې هغسي یو، او یهودانو هم همدا ادعا کوله چې په دې وخت کې بیا دا آیت نازل شو: «لَيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلَا يَجِدْ لَهُ مِنْ دُونِ اللهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا»؛ ژباړه: د چارو عاقبت نه ستاسي په هيلو پوري تړلى دى، نه د اهل كتابو په هيلو پورې. هر څوك چې بد وکړي د هغه سزا به ومومي او د الله په مقابل کښې به د ځان لپاره هېڅ كوم ملاتړ او مرستندوى ونه شي موندلای.
په دې آيت کې په ښه توګه ښودل شوي چې د خلکو د ارزونې لپاره د الله تعالی جل جلاله معيار د هغوی عمل دی، نه یواځې مسلمانېدل/مسلمان بودن.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفاته وروسته تحولات لکه څنګه چې د نوې اسلامي ټولنې پر نورو اړخونو یې اغېز وکړ، د «مرجئه» فرقې په راڅرګندېدو یې هم اغېزه وکړه او په دې لړ کې هغه جهت ګېرۍ چې د جمل او صفین د جنګونو په پایله کې راپیدا شو، د مسلمانانو په سیاسي او مذهبي اړخ یې زیاته اغیزه وکړه چې ارجاء ته لېوالتیا یې یوه بېلګه ده. لومړنيو مرجئهو چې د علوي او عثماني جبهو په اړه له قضاوت څخه په ډډه کولو سره خپل شتون اعلان کړی و، د وخت په تېرېدو سره د خپل دغه چوپتیا تائید لپاره یې مناسب کلامي توجیه وکاروله چې هماغه د دوی لخوا د ایمان ځانګړی تعریف دی.
دې فرقې د حضرت علي (رضي الله عنه) له شهادت او د اموي خلافت له جوړېدو وروسته خپل وجود اعلان کړ چې په ایډیالوژیکي لحاظ د خوارجو په مقابل کې و. په بل عبارت، دوی په دې باور وو چې د خلکو په باطني عقایدو پوهېدل ناشوني دي. نو هر څوک چې د مسلمانۍ ادعا کوي، باید مسلمان وګڼل شي او د هغه په اړه قضاوت خدای تعالی جل جلاله ته پرېښودل شي.
په دې مقاله کې هوډ لرو چې د دې فرقې په معرفي کولو، د هغې لغوي او اصطلاحي معنیٰ، اصل او بنسټ، د مرجئي شخصیتونه او همدارنګه د دې فرقې له نظره د ایمان رول او د عمل ځای ځایګی در وپېژنو!.