Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قرآن، د انسان د ژوند پروګرام (دویمه برخه)
اسلام چهارشنبه _20 _مارچ _2024AH 20-3-2024AD

قرآن، د انسان د ژوند پروګرام (دویمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: شکران احمدي

قرآن، د انسان د ژوند پروګرام (دویمه برخه)

د عربي ټولنې په جوړښت کې د قرآن کریم رول:
تر اسلام وړاندې عربي ټولنه په بشپړ جهالت او ګمراهۍ کې ډوب شوې وه، فکرونه او اندونه یې فاسد و، د واحد خدای د عبادت پر ځای یې ډېر خدایان غوره او د بتانو عبادت یې کول، احساسات یې دومره مړه شوي وو چې د فقر او بې وزلۍ له وېرې به یې خپل ماشومان ژوندي ښخول؛ خو وروسته له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغمبر په توګه او قرآن کریم د الٰهي کتاب په توګه نازل شو، د دوی ژوند بدل شو او د دوی په هویت او شخصیت کې بنسټیز بدلون راغی. دا وه چې د دوی د عقل او زړونو دروازې قرآني پیغام رسونې ته خلاصې شوې او په حقیقت کې د دوی د اخذ او ترلاسه کولو سیستم سالم او زده کړې ته چمتو و او د وحی او ایمان څپې په غوره طریقه ورته لېږدول کېدو.
دوی د هغه څه په څیر وو چې خدای تعالٰی د دوی په روح باندې د خپل کتاب د تاثیر په اړه وايي: اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ»[1]؛ ژباړه: الله ډېر غوره کلام نازل کړی دى، داسي يو كتاب چي د هغه ټولي برخي يوه بلي ته ورته دي؛ او مضامين په کښي په وارو وارو تكرار شويدي. د هغه په اورېدو سره د هغو خلكو د بدن پر پوستکو لړزه راځي چي د خپل رب څخه وېرېدونكي دي؛ او بيا د هغو د جسم او زړه په نرمېدو سره د الله د ذكر خوا ته میلان كوي. دا د الله هدايت دى، چا ته یې چي خوښه شي په دي سره یې سمي لاري ته راولي. او چا ته چي الله هدايت ونه كړي، د هغه لپاره بيا هیڅ هدايت كوونكى نشته.
قرآن دوی ته د ژوند درسونه ور زده کړل او تاریخي بېلګې او مثالونه یې ترې جوړ کړل. ځکه چې دوی قرآن زده کړ او حفظ یې کړ او بیا یې پرې عمل وکړ لکه څنګه چې ابن مسعود رضي الله عنه فرمایي: هرکله چې زموږ څخه یو څوک لس آیتونه زده کول، نو د نورو آیتونو خواته تر هغه به تلو ترڅو چې د همدغو لسو آیتونو په معنی نه وای پوهېدلی او عمل یې پرې نه وای کړی.”
ابو عبدالرحمن سلمي رحمه الله وايي: هغه صحابه کرامو چې موږ ته به یې قرآن زده کاوه؛ ویل به یې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لس آیتونه زده کوو. او تر هغه به بل آيت ته نه تلل، تر څو يې چې په دې آيتونو عمل نه وي کړی. [2]
بې له شکه قرآن يو اثر لرونکى کتاب دى او د اقبال “رحمه الله” په وينا: “این کتابی نیست چیزی دیگر است” له دې لارې څخه يې د صحابه کرامو روح او روان تسخیر کړ او زړونه او ارادې يې راجذب کړل. د خپل دې ادعا د ثابتولو لپاره يو شمېر بېلګې وړاندې کوو، د سورت زلزال د تاثیر د څرنګوالې بېلګه په ځانګړې توګه د دې سورې وروستي دوه آيتونه یعنې د ۷ او ۸ آيتونه د صحابه کرامو په اند او عمل اثر ښیي. الله تعالی په دې دوو آيتونو کې فرمايي: «فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ * وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ»[3]؛ ژباړه: بيا چا چي يوه ذره قدري نېکي کړې وي، وبه یې ګوري؛ او چا چي يوه ذره قدري بدي کړې وي، وبه یې ګوري.
حافظ سیوطي رحمه الله د درالمنثور په تفسیر کې ویلي دي: اسحاق بن راهویه، عبد بن حمید، حاکم او ابن مرویه له اسماء رضی الله عنها څخه روایت کړی دی: «بينما أبو بكر رضي‌الله‌عنه يتغدى مع رسول الله صلى‌الله‌عليه‌وسلم إذا نزلت هذه الآية فمن يعمل مثقال ذرةٍ خيراً يره ومن يعمل مثقال ذرةٍ شراً يره فأمسك أبو بكر رضي‌الله‌عنه وقال: يا رسول الله أكل ما عملناه من سوء رأيناه؟ فقال: “ما ترون مما تكرهون فذاك مما تجزون به ويدخر الخير لأهله في الآخرة”» [4]؛ یوه ورځ حضرت ابوبکر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ډوډۍ خوړله چې دا دوه آیتونه نازل شول، حضرت ابوبکر رضي الله عنه خوړل بند کړل او ویې ویل: ای د خدای رسوله! ایا انسان به د خپلو بدو کارونو سره مخ شي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په دنیا کې پر تاسي کوم مصیبتونه او ستونزي چي راځي! هغه ستاسو د بدو اعمالو سزا ده او نیکۍ نیکانو ته ذخیره کېږي او بدله به یې ویني”
سعید بن منصور له مطلب بن عبدالله بن حنطب څخه روایت کړی دی: «أن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم قرأ في مجلس ومعهم أعرابي جالس: فمن يعمل مثقال ذرةٍ خيراً يره ومن يعمل مثقال ذرةٍ شراً يره. فقال الأعرابي: يا رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم أمثقال ذرة؟ قال: نعم. فقال الأعرابي: وا سوأتاه. ثم قال: وهو يقولها. فقال رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: “لقد دخل قلب الأعرابي الإيمان”».[5]؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دوه آیتونه په یوه مجلس کې تلاوت کړل چې یو اعرابی (کوچي) سړی هم حاضر و، هغه اعرابي وویل: ای د خدای رسوله! ایا له موږ څخه د یو مثقال پوښتنه هم کیږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو! اعرابي وویل: افسوس زمونږ په حال! بیا پاڅېد او پرله پسې یې ویل: افسوس زموږ په حال! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بیشکه ایمان د دې بدوي (کوچي) په زړه کې داخل شوی دی.
امام ابن ابی شیبه (رضي الله عنه) له حضرت ابوهریره (رضي الله عنه) څخه روایت کوي چې: یو سوالګر له عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) څخه صدقه وغوښته، په داسې حال کي چې د انګورو یو طَبَق یې مخې ته و، د انګورو یوه دانه یې ورکړه. د ده په شاوخوا کې خلکو داسې وکتل لکه چې د ده پر دې عمل يې اعتراض کړى وي، ويې ويل: د انګورو په همدې دانه کې چې ما دغه سوالګر ته ورکړ، مثقال او ډېرې ذرې دي [6] .
ادامه لري…
[1]. الزمر: 23.
[2]. تفسير القرطبی: 1/ 39.
[3]. زلزال:7-8.
[4]. الدر المنثور: 8/593.
[5]. الدر المنثور: 8/595.
[6]. المصنف، ابن أبي شيبة: 17/9.
Previous Articleمرجئه (لومړۍ برخه) 
Next Article حضرت علی کرم الله وجهه (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.