په دې عنوان کې موږ په دې بحث کوو چې انسان ولې او څنګه ملحد کېږي؟ یا دا چې په یو انساني فکر باندې کوم پړاوونه تېرېږي چې په پیل کې له دین او مذهب څخه سرغړونه کوي او پای د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کوي؟
ملحدین وایي چې الحاد د عقل او فکر د کارولو په پایله کې رامنځ ته شوی او انسان د عقل او فکر له کارولو څخه وروسته ملحد کېږي، دوی وایي چې دین یو روایتي څیز دی او الحاد له دې روایتي څیزونو څخه عقلي او فکري بغاوت دی، روایتي څیز له پخوانیو خلکو څخه راروان یو ټولنیز فکر او عمل ته ویل کېږي.
د ملحدینو په اند دین د پخوانیو خلکو د توهماتو او افسانو یوه ټولګه ده او د ټولنې د نظم لپاره پکې شته اصول او قوانین یواځې د همغه وخت د خلکو لپاره دي، کله چې یو انسان ددې روایتي افکارو او کیسو په وړاندې خپل عقل او فکر وکاروي، د مشاهدو او تجربو له کولو څخه وروسته الحاد ته مخه کوي. یعنې ملحدين وایي چې انسان د عقل، فکر او علم په پایله کې الحاد مني، او کومو خلکو چې دین منلی هغوی عقل نه کاروي، بلکې څه چې ورته په روایتي ډول له خپلو پلرونو څخه رسېدلي په هغو باور کوي، مخکښ ملحد فلسفي برټرنډ رَسَل وایي: ایمان راوړل له غور او فکر کولو څخه ډېر آسانه دی، له همدې امله د مفکرینو په پرتله د ایمان راوړونکو شمېر هم ډېر دی. د رسل په دې خبره کې ابهام دی که چېرې رسل په عموم کې دا خبره کوي نو بیا یې خبره سمه ده ځکه چې په هر قوم او مذهب کې د فکر والا خلک یا مفکرين لږ او ایمان لرونکي خلک ډېر وي؛ او که چېرې د رسل موخه دا وي چې ملحدین فکر کوونکي دي یا له خپل فکر څخه کار اخلي نو ځکه یې شمېر لږ دی او ایمان لرونکي له خپل فکر څخه کار نه اخلي او د ایمان راوړلو آسانه لاره یې غوره کړې چې له همدې کبله یې شمېر ډېر دی نو د دوه دلائلو په اساس د رسل دا ادعا ناسمه او غیر حقیقي ده:
لومړی- دا ضروري نه ده چې هر فکر لرونکی دې ایمان ونلري او یا هر ایمان لرونکی دې له فکر څخه کار وانخلي، بلکې ډېر فکر کوونکي په عین حال کې ایمان لرونکي هم دي او د معاصرو فلاسفه وو په اند فکر په خپل ذات کې د عقائدو یوه ټولګه ده او یا هم له ډېرو عقیدوي اجزاوو څخه یو فکر جوړېږي.
دوهم- اکثره ملحدین فکر کوونکي نه دي بلکې د خپلو فکري مشرانو لارښوونې او نظریې په پټو سترګو مني د بېلګې په ډول، څو سلنه ملحدینو په انسان باندې څېړنه کړې او دې پایلې ته رسېدلي چې انسان له چمپانزي څخه ارتقاء کړې؟ شاید ٪۲ ملحدینو هم دا څېړنه نه وي کړي خو باور پرې ټول ملحدین لري، نو اوس ولې یو ملحد د ډاروین په دې خبرو باور کړی او ایمان یې پرې راوړی؟
حقیقت دا دی چې لکه څنګه چې په مسلمانانو کې مفکرین او څېړونکي لږ دي په ملحدینو کې هم له فکر څخه کار اخیستونکي او فکر کوونکي لږ دي، په همدې اساس موږ هېڅکله هم الحاد یوه فکري پدیده نشو ګڼلای. د ملحدینو دا ډول ادعاوې په بشپړه توګه ناسمې او د حقائقو خلاف دي، ددې خبرې د لا وضاحت لپاره راځو د دې پوښتنې ځواب ته چې ولې انسان ملحد کېږي؟
په نړۍ کې د پخوانیو او معاصرو ملحدینو د الحاد منل او د هغوی الحادي څرنګوالی په درې ډوله برخو وېشل کېږي او هر ملحد هرو مرو له دې درې ډولونو څخه په یو ډول کې شامل دی، خو ملحد یې په څرګندولو شرمېږي او هڅه کوي چې د عقل او ساینس په څادر کې خپل حقیقت پټ کړي.
۱ـ رواني ملحدین (Psychological Atheists):
معاصرو څېړنو ښودلې چې د نړۍ په تېر او معاصر تاریخ کې اکثره ملحدین په رواني ناروغیو اخته وو او همدې امله یې الحاد ته مخه کړې، یعنې الحاد یې د عقل او پوهې پر بنسټ نه بلکې د رواني ستونزو له امله منلی.
د انسان په ذهن کې باغیانه افکار او تمایلات تر ډېره د احساساتي کېدو پر مهال رامنځته او وده کوي، په ځانګړي ډول کله چې د انسان په ذهن کې د شته غوښتنو او هیلو خلاف پېښې رامنځته شي په دې صورت کې تر ډېره د دې امکان وي چې یاد انسان ته ژور خفګان یا ډیپرېشن پیدا شي چې بیا له هر څیز څخه ګیله کوي او ځان بېڅوکه ګڼي، که چېرې یاد منفي احساسات په ذهن کې تر ډېرې مودې پاتې شي نو شخص په رواني رنځ اخته کېږي چې بیا همدغه احساسات او رواني حالت په انسان باندې د عقل او عادت خلاف پرېکړې کوي، له همدې امله که چېرې په دې حالت کې په یو څیز باندې د انسان باور پیدا شي بیا ورته د یاد باور له منځه وړل ډېر ستونزمن کار وي، د بېلګې په ډول: که چېرې یو شخص له خپلو ملګرو څخه ډېرې هیلې او امیدونه لري او ملګري یې دده د تمې او هیلې خلاف ثابت شي نو دا شخص به هرو مرو ګیله من وي او د خفګان احساس به کوي، که چېرې دا خفګان تر ډېرې مودې دوام وکړي، نو شونې ده چې ددې شخص باور داسې جوړ شي چې له نورو سره ملګرتیا کومه ګټه نه لري او ملګري تل د هیلو خلاف کړنې تر سره کوي.
همداراز کله چې يو انسان د الله تعالی د رحم او کرم صفات واوري، نو د الله تعالی په اړه يو خود ساخته تصور جوړ کړي او تصور يې دا وي چې د يو رحيم او کريم رب په شتون کې بايد په ما هيڅ ډول تکليف يا مشکل نه وي بلکه زما ژوند دې راحت او په هغه ډول وي چې کوم ډول یې زما طبيعت غواړي، بيا چې کله د دې انسان په ژوند کې ډول ډول ازمايښتي پړاوونه راشي، تکليفونو سره مخ شي، فقر پرې راشي يا هم د هغه هيلو خلاف کار وشي نو ياد انسان که چېرې د قوي ايمان او پوهې خاوند وي نو په دې پوهيږي چې دا ټول يو امتحاني ځنځير دی او دا ټول د رب په پلان او اصولو کې شامل دي او که چېرې ياد انسان د کمزوري ايمان او کمې پوهې خاوند وي نو هغه بيا د رب پلان او اصولو ته د امتحاني ځنځير په توګه نه ګوري بلکه همدا امتحان ورته ظلم او بدبختي ښکاري، هر کله چې ورته دنيوي امتحانات ظلم ښکاره شي نو بيا يې مستقيما ذهن ته دا پوښتنه راځي چې ماسره ولې ظلم کېږي؟ يو خوا چې د رب هغه تصور وګوري کوم چې ده له مخکې په ذهن کې ثبت کړی او بل خوا خپلو امتحاني کيفياتو ته وګوري نو د دواړو تضاد ورته ښکاره شي، بيا له همدي امله ياد انسان په رب باندې يقين ختمېدل پيل کړې او آن په تشکيک يا الحاد کې واقع شي، يقينا چې په دې تګلاره الحاد ته تلل کاملاً احساساتي او غير منطقي قضاوت وي ، لامل يې دا دی چې ياد انسان په خپل ذهن کې يو نيمګړی تصور جوړ کړی وي يعنې فقط د رب هغه صفات يې په ذهن کې ياد ساتلي وي کوم چې د رحم او کرم پورې مربوط وي او د الله تعالی هغه اصول يې هير کړي وي د کوم پر اساس چې الله تعالی دا دنيا پيدا کړې (دا دنيا د امتحان ځای دی) . نو هر کله چې ياد انسان په خپل نيمګړي تصور د رب په اړه قضاوت کوي نو څنګه شوني ده چې د هغه قضاوت دې سم وي؟
د مثال په توګه که چېرې د استاد په اړه د يو شخص تصور داسې جوړ شوی وي چې:
بيا همدا شخص په يو امتحان ګاه کې ناست وي او امتحان ورکوي، او همدا استاد ورباندې پيره کوي، نقل کولو ته يې نه پرېږدي او بنديز پرې لګوي، نو ضرور به ياد شخص ته ګرانه تمامېږي، نو که چېرې د ياد شخص تصور فقط هغه درې ذکر شوې جملې وي نو ضرور به ورته استاد ظالم، جابر او سخت دريځه ښکاري، او که چېرې دا جملې هم ورسره اضافه شي چې :
۴) استاد کله نا کله زموږ د پرمختګ لپاره موږ له سختو حالاتو سره هم مخ کوي،
۵) استاد ځکه په امتحان کې په موږ بنديز لګوي تر څو د بل ځل لپاره خواري وکړو او د استاد نرمښت په اميد له درس څخه غافل نشو.
نو دې سره به د استاد تصور کامل شي، چې هر کله د ياد شخص په ذهن کې د استاد تصور کامل شو نو بيا به يې په قضاوت کې هم توپير راشي يعنې قضاوت به يې کاملا بدل وي، استاد به ورته په واقعي توګه لارښود او په ژوند کې پرمختګ غوښتونکی ښکاري.
تر دې ځايه زما د خبرې مراد دا چې د الله تعالی شتون د انساني تصوراتو تابع نه دی، بلکې د هغه شتون حقيقت او ثابت دی، ممکن زموږ تصورات د حالاتو او واقعاتو سره بدل شي البته زموږ د تصور بدلون د الله تعالی په شتون کې هيڅ توپير نه راولي.
که په لوېدیځ کې د شته سترو ملحدینو ژوند ته کتنه وکړو، نو هرومرو داسې څه پکې مومو چې د دوی د احساساتي کېدو او په رواني رنځ د اخته کېدو لامل ګرځېدلی او په پایله کې یې ذهنونو باغیانه تمایلات پیدا کړي، په یاده موضوع مخکښ امریکایي ارواپوه پاول سي وېټز (Paul C. Vitz) د (The faith of the Fatherless: the psychology of atheism) په نوم یو مدلل کتاب هم لیکلی؛ نوموړي په دې کتاب کې د ځينو مخکښو ملحدینو رواني حالت څېړلي، د کتاب په دوهم څپرکي کې یې په تېرو نږدې پېړیو کې د تېرو شوو ملحدینو په ماشومتوب بحث کړی، د حیرانتیا خبره دا ده چې د اکثرو ملحدو فلسفیانو پلرونه د هغوی په وړوکوالي کې مړه شوي او یا یې له خپلو پلرونو سره اړیکې ښې نه وې او دوامدار تاوتریخوالي د هغوی په رواني حالت اغېزه کړې یعنې اکثره ملحدین په ماشومتوب کې د والدینو په ځانګړي ډول د پلار له مینې څخه بې برخې پاتې شوي. یاد لیکوال په خپل کتاب کې د ډېرو ملحدینو یادونه کړې چې موږ یې د بېلګې په ډول څو تنه را اخلو:
همدا راز که د ملحدینو شخصي ژوند ته وکتل شي، نو له سخت غم، رنځ او غیر اخلاقي پېښو سره مخامخ شوي، مخکښ لیکوال پاول جانسن (Paul Johnson) د (Intellectuals) په نوم کتاب کې د ځینو ملحدینو د شخصي او اخلاقي ژوند په اړه معلومات راټول کړي؛ د بېلګې په ډول:
مخکښ امریکایي ملحد ادیب آرنسټ همیانګوی په جنسي تېریو او له حد څخه په ډېرو شراب څکلو روږدی وو او په پای کې یې ځانوژنه کړې.
مخکښ ملحد کارل مارکس په ځلونو له خپلې ښځې سره په خیانت کولو باندې ګیر شوی او یو نا جائزه اولاد هم ترې پاتې دی.
برټرند رسل په شهوت پرستۍ او زنا دومره روږدی شوی و چې آن له خپلو زده کوونکو سره هم په جنسي اړیکو نیول شوی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې د ملحدینو د یتیموالي یا په اخلاقي فساد کې د هغوی د ککړتیا له الحاد یا له الله جل جلاله څخه له انکار سره څه اړیکه لري؟
لکه په پیل کې مو چې وویل هر کله چې انسان له احساساتي پلوه په ژور خفګان اخته شي نو ذهن یې باغیانه فکرونو ته تمایل پیدا کوي، که د یو انسان ایمان کمزوری وي، حوصله، صبر او زغم ونه لري او په عین وخت کې له سختو ستونزو سره مخامخ شي، نو شیطان یې ذهن ته وسوسې اچوي چې که چېرې الله موجود وي نو ولې پر ما رحم نه کوي؟ ولې مې له دې ستونزو نه ژغوري؟ یعنې د الله تعالی د رحم او په نړۍ کې د شته ستونزو او تکالیفو په تړاو وسوسې ورته پیدا شي، که چېرې دا ستونزمن حالات دوام وکړي نو د یاد شخص په ذهن کې دا وسوسې ځای نیسي چې په پای کې یې په تشکیک کې واقع او ورپسې الحاد ته مخه کوي، په (۲۰۱۷م) کال کې د امریکا د (APA) یا (American Psychological Association) ادارې د (Psychology of Religion and Spirituality) په نوم یوه څېړنیزه مقاله خپره کړه، په دې مقاله کې په امریکا کې د ملحدینو د الحاد منلو په اړه څېړنه شوې، په لومړۍ ټولپوښتنه کې ٪۵۴ سلنه ملحدینو ویلي وو چې ددوی د الحاد منلو ستر لامل په ژوند کې شته ستونزمن حالات او خفګانونه دي، او په دوهمه ټولپوښتنه کې ٪۷۲ سلنه ملحدینو همدا اعتراف کړی چې الحاد یې د علم او عقل پر بنسټ نه بلکې په ژوند کې د سختو حالاتو له امله منلی دی.
لنډه دا چې د ملحدینو د الحاد لومړنی لامل په ژوند کې شته ستونزې، تکالیف او رواني ناروغۍ دي، همدا لامل دی چې اکثره ملحدین له خپل ژوند څخه په تنګ دي او د نورو وګړو په پرتله ډېر ځانوژنې ته مخه کوي، د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) د یو راپور په اساس اکثره هغه هېوادونه چې وګړي یې ډېره ځانوژنه کوي ملحد هېوادونه دي او په هرو لسو ځانوژونکو کې یې (۹) تنه ملحدین دي. له همدې امله په هغو اسلامي هېوادونو کې الحاد ته ډېر کار او بلنه کېږي چې په جګړو، نا امنیو او نورو ستونزمنو حالاتو کې ښکېل دي، یواځینی لامل یې دا دی چې هلته خلک تر ډېره له رواني ستونزو سره مخ وي او ملحدین همدا د خپل دعوت لپاره یو ښه فرصت ګڼي.
د یادونې ده چې ډېر افغاني ملحدین د خپل الحاد لامل د افغانستان جهاد بولي او وایي چې موږ له تاوتریخوالي او تشدد څخه کرکه لرو او په افغانستان کې شته ناخوالو موږ له اسلام څخه زړه توري کړي يوو، خو که چېرې دوی د قتال (جنګ) له امله اسلام پرېږدي نو بیا ولې الحاد ته مخه کوي، په داسې حال کې چې الحاد په نړۍ کې تر ټولو ډېر خونړی تاریخ لري، کومې وژنې او قتلونه چې د الحادي نظامونو د پلي کولو لپاره شوي شمېر یې له ۲۰۰ میلیونو څخه اوړي، په افغانستان کې هم تر ټولو ډېرې وژنې ملحدو کمونېستانو کړي چې شمېر یې له دوه میلیونو څخه ډېر دی، که دوی د تاوتریخوالي له امله اسلام پرېږدي نو د همدې دلیل په اساس تر هر څه لومړی باید الحاد پرېږدي.
۲ـ نفساني ملحدین (Sensual Atheists):
د یو انسان په ملحد کېدو کې د نفسیاتي او رواني لاملونو سربېره نفسي خواهشات اوغوښتنې هم ډېر رول لري. په دې معنی چې ډېرو ملحدینو د خپلو نفسي غوښتنو د پوره کولو په موخه الحاد ته مخه کړې، کله چې انسان د نفسي غوښتنو په خړوبولو مبتلا شي او د خپل نفس مرییتوب پیل کړي نو د هغه انسان او دین تر منځ واټن رامنځ ته کيږي او په پای کې الحاد ته مخه کوي، له همدې امله اکثره هغه کسان چې الحاد ته مخه کوي د کم عمر لرونکي ځوانان دي.
لېبرالېزم چې د الحادي فکر زېږنده نظام دی چې د آزادۍ او مساواتو په نوم بې حیایي او فحشا خپروي، هغه سیمې چې له لېبرال نظام څخه لرې پاتې شوي جنسي پېښو له پلوه د هغو سیمو په پرتله ډېرې محفوظې او پاکې دي چېرته چې لېبرالېزم حاکم دی، په معاصره اروپا کې د لېبرالېزم تر عنوان لاندې د همجنس خوښونې (همجنسبازۍ) ناوړه عمل قانوني بڼه غوره کړې حال دا چې په ټولو آسماني دینونو کې یاده کړنه غندل شوې او حرامه ده.
د یادونې وړ ده چې په نفساني الحاد کې ښکېل شخص د الله جل جلاله په اړه شکوک او شبهات په علمي بڼه نه شي مطرح کولای، بلکې نفسي غوښتنې او خواهشات یې پرې غالب شوي وي او د خپل زړه د سکون په موخه د خپلو خواهشاتو په پوره کولو باندې ځان ملامت نه ګڼي، په همدې اساس له اخروي عذاب او عقاب څخه انکار کوي چې د انکار دا لړۍ یې بالاخره تر دې رسېږي چې بیا د الله تعالی له وجود څخه هم انکار کوي، دا ډول ملحدین عموما خپلو ځانونو ته دوکه او فرېب ورکوي، خپل خواهشات ورته علم او پوهه ښکاري، په اسلامي هېوادونو کې اکثره ملحدین نفساني ملحدین دي.
عموما د دا ډول ملحدینو پوهول ډېر ستونزمن دي، له دوی سره بحث کول تر ډېره بې پایلې وي، ځکه نفس او نفسي غوښتنو پر دوی اغېز کړی او د دوی عقلونه یې تابع ګرځولي وي. همدا راز دا ډول ملحدین ډېر توهین کوونکي، بداخلاقه او سپک خلک وي، دا خلک له اسلام سره د دلائلو او منطق په واسطه د مبارزې کولو پر ځای په سپکو سپورو او ښکنځلو باندې ځان فاتح او بریالي محسوسوي.، حیرانووکې لا دا ده چې د علمي ملحدینو په پرتله نفساني ملحدین الحاد ته ډېر دعوت او بلنه کوي.
خواهش پرسته انسانان تل د خپلو خواهشاتو د پوره کولو په لټه کې وي او د ټولو هغو څیزونو له منځه وړل غواړي چې ددوی او د خواهشاتو د پوره کولو تر منځ یې خنډ ګرځي، له همدې امله کله چې دوی د الله، دین، او آخرت تصور د خپلو خواهشاتو د پوره کولو په لار کې خنډ و ویني نو د دوی د ضمیر او خواهشاتو تر منځ مقابله پیلېږي، تر دې چې دوی ضمیر ته د ځواب په خاطر له خدای، دین او آخرت څخه یو ډول انکار وکړي ځکه چې همدا انکار ورته تر ټولو اسانه لار ښکاري. نفساني ملحدین د علماوو ډېر مخالفت کوي، هغوی ته بد رد وایي، په لېبرالېزم پوخ باور لري او د ښځو د حقوقو په نوم په ښځو سوداګري او د خپلو جنسي غوښتنو د پوره کولو په موخه هر ډول هلې ځلې کوي.
۳ـ علمي ملحدین (Academic Atheists):
ځينې داسې خلک هم شته چې له علمي لارې یې الحاد ته مخه کړې، خو د نفسیاتي او نفساني ملحدینو په پرتله د داسې کسانو شمېر خورا لږ دی، د علمي الحاد موخه دا نه ده چې یو انسان د کره علمي دلائلو پر بنسټ د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کوي او الحاد مني؛ بلکې له علمي الحاد څخه موخه دا ده چې یو انسان د اسلام په دین باندې د نه پوهېدو سربېره نورې ناسمې عقیدې او کتابونه لولي او پای له دغو ناسمو نظریو او عقائدو څخه اغېزمن شي او الحاد ومني.
د علمي الحاد تر ټولو ستر سبب فلسفه ده او یا هم د ساینس نیمګړی او ناسم فهم، د نړۍ په تاریخ کې داسې شخص نه دی تېر شوی چې د اسلام په اړه یې د دقیقو او کره معلوماتو له لرلو سربېره علمي الحاد ته مخه کړې وي بلکې اکثره دا ډول ملحدین هغه کسان دي چې د اسلام په اړه کم یا ناسم معلومات لري. د علمي ملحدینو تر ټولو ستره تېروتنه همدا ده چې دوی په اسلام کې کافي پوهه او معلومات نه لري او بیا هم ځان داسې څرګندوي چې ګویا د اسلام په اړه بشپړ معلومات لري، داسې خلک د ختیځپوهانو لیکنې لولي او د هغوی له لوري شوې نیوکې د خپل ځان په نوم ټولنې او خلکو ته وړاندې کوي، څو دا ثابته کړي چې دوی خپله د اسلام په اړه معلومات لري، ځینې وخت بیا په خپلو لیکنو او خبرو کې کره او دقیقې حوالې هم بیانوي او داسې ښکاروي چې دوی په اسلام کې ښه ژوره مطالعه لري او په همدې اساس غواړي چې په خلکو اغېز وښندي، خو په حقیقت کې ددوی ټولې حوالې یا په درواغو ولاړې وي او یا یې هم ناسمې تعبیروي، په دې معنا چې له شرعي نصوصو څخه په خپل ذوق او ناسم مفهوم خلکو ته وړاندې کوي، خو که چېرې بیا د همدې ملحد مخې ته هماغه کتاب کېښودل شي له کوم څخه یې چې حواله ورکړې، نو تر ډېره شونې ده چې د هغه کتاب متن به هم سم ونه شي لوستلای.
له همدې امله ملحدین د یو سالم او علمي نقد پر ځای پر اسلام د ناسمو نیوکو او یا هم اسلام ته د سپکاوي په واسطه هڅه کوي څو اسلام ناسم او غلط ثابت کړي، د ملحدینو دې رویې او سلوک ته په کتو عام مسلمانان په ځانګړي ډول ځوان نسل داسې فکر کوي چې ګویا دا شخص په پراخه کچه په دین کې پوهه او معلومات لري او له همدې امله یې دین پرې ایښی دی.
الحاد ته رسېدونکي پړاوونه:
پوهان له اسلام څخه تر الحاد پورې د یو شخص د رسېدو لپاره اته پړاوونه بیانوي، په دې معنا چې یو انسان په لاندې ګمراهیو کې له اخته کېدو څخه وروسته ملحد کېږي:
لومړی- عقلانیت: عقل ته د ایمان په پرتله لومړیتوب ورکول او د اسلام د هر امر او حکم لپاره د عقلي توجېهاتو لټول الحاد ته د رسېدو لپاره لومړنی قدم دی. دا چې معاصر وخت کې ساینس ډېر پرمختګ کړی نو ډېر خلک د یو څیز د سموالي او ناسموالي لپاره معیار ساینس ټاکي، بیا نو چې هر وخت د اسلام یو حکم او لارښوونه وګوري سمدستي یې ذهن ته دا خبره راځي چې ساینس به په دې اړه څه وایي؟ نو که چېرې ساینسي توجېه ورته پیدا کړي، بیا باور پرې کوي او که ساینسي توجېه یې ورته پیدا نکړای شوه، بیا د هغه امر او حکم په اړه په شک ورته پیدا کېږي، عمر بن عبدالعزیز رحمه الله خپل زوی عبدالملک ته په یوه لیک کې وایي: (فاتخذ الحق إماما ولا تكن ممن يقبله إذا وافق هواه ويدعه إذا خالف هواه فإذا أنت لم تؤجر فيما قبلت منه ولم تنج من الإثم فيما دفعت منه إذا خالفك) ژباړه: حق خپل لارښود او امام وګرځوه او له هغو خلکو څخه مه کېږه چې د حق منلو ته هغه وخت غاړه ږدي چې له خواهشاتو سره یې سمون وخوري او که سمون ورسره ونه خوري نو پرېږدي یې، که تا حق په همدې اساس ومانه نو تا ته پکې هېڅ اجر نشته او که دې د خپلو خواهشاتو په اساس د حق مخالفت وکړ، نو هرومرو ته ګناهکار یې. لنډه دا چې د دین هر حکم او خبره د ساینس په تله تلل د انسان د بې لارۍ لومړنی لامل دی، اسلام هېڅکله هم موږ له تعقل یا د عقل له کارولو څخه نه یو منع کړي بلکې اسلام موږ ته له عقل څخه د کار اخیستلو په شمول په هر څه کې حدود ټاکلي، د الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرو په اړه یې تر بل هر څیز په غیبو ایمان ته ډېر لومړیتوب ورکړی او له دې وروسته یې له عقل څخه د کار اخیستلو امر کړی، الله جل جلاله فرمایي: [كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ] ژباړه: (دا قرآن کریم) هغه کتاب دی چې موږ په تا باندې ددې لپاره نازل کړی چې په آیاتونو کې یې دوی تدبر وکړي او د عقل څښتنان ترې پند واخلي. له دې پرته په ټولو دنیاوي چارو کې یې نه یواځې د عقل د سم کارولو اجازه ورکړې بلکې امر یې هم پرې کړی دی.
دوهم- د لوېدیځ له مادي پرمختګ څخه اغېزمن کېدل: معاصر غربي پرمختګ ډېره خونړۍ تاریخي مخینه لري چې اکثره خلک ترې ناخبره دي او له همدې امله د لوېدیځ شته پرمختګ د هغوی د بې دینۍ له امله ګڼي او په همدې اساس لوېدیځ د اخلاقو او انساني ارزښتونو معیار ګڼي، دا هغه پړاو دی چې انسان پکې له دیني علماؤ سره حساسیت پیدا کوي، علماء ورته د زاړه فکر څښتنان، روایت پرسته، ناپوهه او نالیدلي خلک ښکاري او کوښښ کوي چې د خلکو تر منځ یې سپک معرفي کړي، تر دې چې که ځینې علماء ورته د اسلام احکام هم بیان کړي، نو په هغو باور نه کوي او داسې څرګندوي چې ګواکې دا د هغه عالم خبره ده او دی یې نه مني، په ځانګړي ډول د هغو علماؤ په خبرو او ویناوو ډېره نیوکه کوي کوم چې په نبوي سنتو برابر وي او کوم چې د دوی په اصطلاح روڼ اندی وي، د هغه خبرو ته بیا هم تر یوې کچې ارزښت ورکوي او دا خبره هم کوي چې «موږ د ملا اسلام نه منو».
درېیم- په نبوي احادیثو باور کمزوری کېدل: په دې پړاو کې په نبوي احادیثو او سنتو د شخص باور کمزوری کېږي او سنت ورته د تېرو او پخوانیو خلکو کړنې ښکاري او معاصر غربي فېشنونه ورته ماډرنېزم او عصریت ښکاري، لامل یې دا دی چې نبوي احادیث د خپل عقل په تله تلي، د احادیثو سند، صحت او ضعف ته له کتو پرته هر حدیث په خپل عقل ارزوي، له همدې امله هغه خلک چې سنت مسواک کاروي، ږیره پرېږدي او یا هم په بل کوم نبوي سنت عمل کوي، دوی ته ناپوه او د معاصرې ټولنې له چاپېریال سره نابلد شخص ښکاري. په همدې توګه د وخت په تېرېدو سره ورته د اسلام تاریخ له ظلم، غصب او جنګ، جګړو څخه ډک ښکاري او اسلام ورته له تاو تریخوالي څخه ډک یو دین په نظر ورځي.
څلورم- له سنتو په بشپړ ډول انکار: په دې پړاو کې شخص قرآن کریم د خپل ځان لپاره کافي ګڼي او نبوي سنتو څخه په بشپړ ډول انکار کوي، په همدې اساس د قرآن کریم تفسیر په خپله خوښه کوي، دا ډول اشخاص ځانونو ته د قرآنیون اصطلاح کاروي یعنې هغه خلک چې یواځې په قرآن باور لري. په همدې توګه یاد اشخاص د نبوي سنتو او شرعي علومو پر ځای غربي فلسفې ته مخه کوي او له دې فلسفو څخه ځکه ژر اغېزمن کېږي چې په سمه توګه په اسلام نه دي پوه شوي.
پنځم- پلورالېزم: کله چې انسان له نبوي احادیثو څخه لرې په هېڅ صورت کې هم نه شي کولای چې په سمه توګه اسلام وپېژني، په دې صورت کې شخص اسلام هم د نورو دینونو په څېر ګڼي او داسې انګېري چې هر دین په خپل ځای حق او سم دی او د هر چا لپاره د هغه خپل دین سم دی او هر څوک په حقه دي په دې حالت کې انسان ته پلورالېسټ ویل کېږي، یعنې هغه انسان چې د حق په تعدد باور لري.
شپږم- د پلورالېزم په پایله کې انسان په بشپړه توګه له دینونو څخه لرې کېږي او دا هر څه ورته یواځې پخوانۍ کیسې ښکاري او د ټولې دنیا انسانان یو ډول او د انسانیت په نوم په یوه مکتب کې شریکې بولي چې همدې پړاو ته هیومنېزم او یا هم ډېیزم ویل کېږي.
اووم- لا ادریت: په دې پړاو کې انسان په عین حال کې نه د الله په وجود باور کوي او نه هم انکار ترې کوي، دا پړاو (لا أدریت) تر ټولو ستره ناپوهي یا جهالت دی ځکه چې په دې کې انسان هېڅ علمي موقف هم نه شي خپلولای او متزلزل وي.
اتم- د لا ادریت له امله له رامنځته شوي اضطراب څخه د خلاصون په موخه په دې پړاو کې بیا شخص په بشپړ د الله تعالی له وجود څخه انکار کوي او د خپل انکار لپاره دلائل راوړي، چې همدا عین الحاد دی او په دې صورت کې په ټوله معنا شخص ته ملحد ویل کېږي.
د الحاد په دې ټول یون او سفر کې اکثره وخت انسان ته د خپل ځان او باورونو د بدلون پته نه لګېږي، بلکې په هر حال او پړاو کې ورته خپل ځان په سمه او حقه ښکاري، د علمي الحاد دا سفر او یون په ښکاره داسې برېښي چې یو علمي او عقلي یون دی، یا هم ورته د پیاوړي فکر او تدبر پایله ښکاري، خو په حقیقت کې هر څه ددې برعکس دي، د الحاد په دې یون او نورو ډېرو بې لاریو باندې د شخص په اخته کېدو کې د بې لارو ملګرو او ښوونکو لاس وي، تر څنګ یې د ګمراه کوونکو کتابونو د مطالعې او په ټولنیزو رسنیو کې د الحادي پاڼو څارل هم ډېر رول لري. د الحاد په دې اتو پړاوونو کې انسان په بشپړه توګه کوښښ کوي چې خپل ځان پټ وساتي او ځان د یو مسلمان په توګه ښکاره کړي خو کله چې دا اته واړه پړاوونه پای ته ورسوي او په خپل مخ کې خنډونه ونه ویني بیا خپله اصلي څېره څرګندوي.