د قیامت په ورځ به اعتقادي منافق د کافر او مشرک په نسبت، ډیر رسوا شي او د دوزخ په «درک الاسفل» کې به وغورځيږي؛ لکه څنګه چې په قرآنکریم کې راغلي: «ان المنافقین فی الدرک الاسفل من النار و لن تجد لهم نصیرا»؛ ژباړه: «په یقین سره منافقان د دوزخ په ژورې کندې کې دي او هیڅکه به د هغوی لپاره مرسته کوونکی و نه مومې ( تر څو هغوی وژغوري)».
ولې د منافق عذاب دروند او شدید دې؟
لومړی: ځکه چې منافق د اسلام د رڼا په لیدلو او د هغې په ګټې اخیستنې سره، حجت پرې بشپړ او تمام شوی؛ اما هغه د اسلام د ښیګڼو په باب ناشکري، استهزاء او عناد کوي.
دوهم: نفاق په دیني، سیاسي، ټولنیز او امنیتي برخو کې ډیرې ورانوونکې اغیزې او پایلې له ځان سره لري او منافقانو اسلامي امت ته تر نورو کفارو ډیر زیان اړولی او ځورولی یې ده او د اسلام دښمنانو لپاره تر ټولو بد پټنځای دې.
ښایي دا پوښتنه زموږ په ذهن کې را ولاړه شي چې د منافقانو کفر او زیان د بل کافر تر کفره څو مرتبې زیات و؛ نو د څه حکمت له وجې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دور کې چې د کفارو شمیر تر منافقینو څو چنده زیات و، په دې دنیا کې مجازات شول په داسې ډول چې ډیری یې ووژل شول او ډیر شمېر یې هم اسیران شول، ډير نور تبعید شول او مالونه یې د مسلمانانو لخوا مصادره شول او ښځې او ماشومان یې د مرییتوب په کړۍ کې راګیر شول؛ اما منافقان په خپل حال پریښودل شول او د مسلمانانو لخوا پرې هیڅ ډول برید، نیوکه او حتی تأدیب نشول؟
اسلامي علماء او پوهانو یادې پوښتنې ته درې ځوابونه ورکړي:
لومړی ځواب: نفاق له پټو موضوعاتو څخه دې چې له الله تعالی پرته بل څوک یې د حقیقت او شتون په اړه پوهاوی نلري؛ که څه هم پیغمبرانو ته د الله تعالی لخوا دغه پوهه ورکړل شوې وه او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دې چارو په حقیقت پوهیده؛ اما دی مبارک په دې پېژندنه کې یوازې و او بل څوک په دې حقیقت نه پوهیده، که څه هم عامو مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ویناوو او د منافقانو له منافقانه کړنو څخه یې تر یو حده پیژندل؛ اما قطعي ثبوت یوازې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره و او دی د قاضي په شان و او دا مسئله د ټولو په نزد اتفاقي ده چې قاضي د حدودو او قصاص په حکم کې یوازې د خپل علم پر بنسټ پریکړه نشي کولی؛ حتی په نورو حکمونو کې هم د قاضي علم په یوازې توګه د قضیې د ثبوت په برخه کې د علماءو ترمنځ اختلافي ده؛ له همدې وجې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منافقانو له تعرض څخه ډډه وکړه.
دوهم ځواب: د منافقانو د زړونو د لاسته راوړلو لپاره چې ګوندې د اسلام سره یې مینه او الفت پیدا شي او داسلام رڼا یې په زړونو کې دننه شي او همدارنګه د اسلام پرضد د مخالفانو د خولې خلاصولو څخه د مخنیوي په موخه هم رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د هغوی له مجازاتو او وژلو څخه ډډه وکړه.
دریم ځواب: منافقانو په ظاهره ځانونه مسلمانان بلل؛ که څه هم مسلمانانو هغوی ښه پېژندل؛ لاکن د جزیرة العرب د نورو سیمو او د نړۍ د نورو څنډو خلک په دې مسئلې نه پوهیدل، په دې حال که رسول الله صلی الله علیه وسلم منافقان د کفارو په څېر ځپلي وای او یا یې وژلي وای، د نورو ملتونو او مذهبونو خلک به له اسلام څخه په ډار او بېزاره کېدل او دا پوښتنه به یې په ذهنونو کې را ولاړېده چې دا څنګه دین دې چې خپل پیروان له منځه وړي؟ او دا خطرناکه پوښتنه ده چې د خلکو د بدبینۍ او د دین د بدنامۍ سبب ګرځي او د دې مصلحتونو له امله رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هغوی په همغه حال پریښوول.
پایله
څرنګه چې له پورته اقوالو، آیتونو او احادیثو څخه څرګنده شوه، د «نفاق» ناروغۍ یوه خطرناکه او وژونکې ناروغۍ ده او له هغه څخه ځان ساتنه پر ټولو نارینه او ښځینه مسلمانانو لازمي او ضروري ده او هم د دې ټکي پوهیدل اړین دې چې «نفاق» په تدریجي توګه ثابتیږي؛ نو په مسلمان کې د ځینو منافقانه نښو او یا اخلاقي رذایلو چې په نفاق ختمیږي، په لیدلو سره هغه ته منافق و نه ویل شي ترڅو چې د نفاق څو علامې او نښې په دوام او عادت سره پکې ولیدل شي او یا داچې کفري خبرې یا کړنې یې ترسره کړي وي؛ البته دې ټکي ته پاملرنه په کار ده چې ځیني خصلتونه په عقیدې پورې، ځیني په اخلاقو او ډیر نور په اعمالو پورې تړاو لري او هریو جلا حکم او جزاءګانې لري.
د نفاق د پېل ټکی، بې ادبي او بې نزاکتي او د منځ او پای ټکی یې اسلامي ارزښتونو او دیني علماوو ته سپکاوی دې او په پای کې اعتقادي یا عملي شا اړول او د اسلامي تعلقاتو او ارزښتونو تر پښو لاندې کول او له دیني حکمونو او فرمانونو څخه پریکنده سرغړونه ده.