Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»استعمار»استعمار (څلورمه برخه)
استعمار چهارشنبه _28 _فبروري _2024AH 28-2-2024AD

استعمار (څلورمه برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
د استعمار طریقې
لیکوال: ابو رائف

استعمار (څلورمه برخه)

په اسلامي هیوادونو کې د سازمانونو او سوداګریزو شرکتونو پراختیا او د اسلامي هیوادونو د اړکولو په موخه د مختلفو کمپنیو رامنځته کول او د اسلامي هیوادونو اقتصاد او سودارګرۍ تر ولکې لاندې راوستل:
دغه تګلاره د نړیوال اقتصاد په پیاوړتیا او د اسلامي هیوادونو او منځني ختیځ د اقتصاد په کمزوري کولو سره او د هغوی د مستعمره کولو د هڅو په پایله کې پلې کیږي؛ هغوی ډول ډول مالي او سوداګریز سازمانونه رامنځته کړي او د دغو سوداګریزو سازمانونو مشري او په دې برخه کې قانون جوړونه یې په خپل لاس کې نیولې ده.
ډاکټر «عبدالرحمان حبنکه المیداني» پر اسلامي هیوادونو د غرب اقتصادي استعمار او د هغو ابزارو او وسائلو په اړه چې د هغوی په وسیله د اسلامي هیوادونو پر اقتصاد وژونکي ګوزارونه کوي، داسې لیکي: «اسلامي هیوادونه په مختلفو ډولونو تل د غربي او شرقي هیوادونو د یرغل او طمع کارۍ لاندې راغلي چې له مهمو څخه یې اقتصادي کلابندي او بندیز او د هغه له لارې فشار راوستل دي؛ له دې کار څخه موخه استعمارګرو ته د مسلمانانو تسلیمیدل او د هغوی اړکول دي او همدارنګه د خپلو سیاسي، اقتصادي، نظامي او فکري نقشو پلې کولو ته زمینه برابرول دي».
د اقتصادي بندیز ابزار او وسائل بې شمیره دي چې تر ټولو مهم یې: په اسلامي هیوادونو کې د اقتصادي کړکیچونو رامنځته کول، په مستقیم او غیرمستقیم توګه د هغو اقتصادي نظامونو اجراء کول کوم چې د مسلمانانو اقتصاد ړنګوي، د مسلمانانو اړ کول، د پرمختګ او د ترقې د ابزارو له تملک څخه د مسلمانانو محرومول، د نړیوال اقتصاد د کچې لوړول او له دې لارې د اسلامي هیوادونو اقتصاد ته زیان اړول، کورنیو جګړو کې د مسلمانانو ښکیلول او د سودي پورونو په وسیله د مسلمانو ملتونو پوروړي کول دي.
ا«نور الجندي» د اسلامي مسائلو شنونکی داسې لیکي: «له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د استعمار په اړه نوې نظریه رامنځته شوه چې عبارت و له: له اسلامي هیوادونو څخه د اشغالګرو ځواکونو تر وتلو وروسته د نظامي او سیاسي استعمار پر ځای د اقتصادي استعمار ځای پرځای کیدل؛ دغه نوی استعمار په ظاهره د هیوادونو په خپلواکي اعتراف کوي، اما په حقیقت کې پر دولتونو د پردیو د سیاسي او اقتصادي واکمنۍ په لټه کې ده».

د سرمایه دارۍ او سوسیالیزم نظامونه او د اسلامي اقتصاد د نظریې استعمار:

په همدې مسیر کې، غربیانو او شرقیانو د نړۍ اقتصادي نظام د تملک او د ملتونو د اقتصادي استعمار او د خپلو ناوړه پلانونو د پلې کولو په موخه دوه اقتصادي نظریې پر نړې او په ځانګري توګه پر اسلامي هیوادونو باندې تحمیل کړې؛ یوه یې سرمایه داري اقتصادي نظریه او بله یې ګډ نظام یا سوسیالیزم.
غربیانو په نړې او منځني ختیځ په ځانګړي توګه اسلامي هیوادونو کې د سرمایه دارۍ نظام په خپرولو او پراختیا سره، د اسلام اقتصادي نظام د ننګونو سره مخ کړ. دغه اقتصادي نظام په واقعیت کې د دیموکراسۍ سیاسي نظام ادامه او تائید کوونکی دې او په یو ډول د شتمنۍ راټولولو او اقتصادي ازادي پکې شاملیږي.
تر ټولو لومړی کس چې د دغه نظام بنسټ ایښودنه وکړه او لوری یې ورکړهغه آدام سمیټ امریکایې اقتصاد پوه او د فکر او نظر خاوند و؛ نوموړي د دې نظریې بنسټیز قواعد وټاکل او له هغه وروسته مالتوس، داوید ریکاردو او ایرلندي کینز دغه نظریه پراخه کړه او د هغه لپاره یې بې شمیره اصول او مبادۍ وضع کړل.

د سرمایه داري نظام ځانګړنې

سرمایه داري نظام، چې اوسمهال یې د نړۍ په ډیرو هیوادونو او د هغوی په معاملاتو او سوداګرۍ یې سیوری غوړولی، د دریو ځانګړتیا څخه برخمن دې:
۱- اقتصادي ازادۍ: دغه ځانګړنه د انسان له طبیعي حقوقو څخه اخیستل شوې ده او په دوه اصلو باندې ولاړه ده: ۱- د کار ازادۍ؛ ۲- د صادراتو او وارداتو ازادۍ؛ دغه مورد هم په دوه اصلونو «ازاد سیالۍ او رقابت» او «د وړاندې کولو او غوښتنې قانون (عرضې او تقاضا)» باندې ولاړ ده؛ یعنې دولتونه په دې هکله هیڅ راز لاسوهنه نلري او خپله افراد خپلواکي او ټول کاره دي.
۲- شخصي او فردي ملکیت: په فردي ملکیت اعتراف د تولید او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم ټکی بلل شوی، دغه ځانګړنه هم دوه پړاوونه تېر کړي: ۱- د قید پرته د ملکیت پړاو؛ ۲- د مقید ملکیت پړاو، چې دغه پړاو د کمونیزم اقتصادي نظام له اغیزې څخه منځته راغلی.
۳- سود خوړل او ګټه پورته کول: د یاد نظام دریمه ځانګړتیا د دې نظام سودي توب دې؛ په داسې توګه چې د دې نظام بنسټ په سود او مالي ګټې ایښودل شوی دې او د تاریخ د ګواهۍ له مخې د سرمایه داري نظام پلویان لومړني کسان و چې سودي بانکداري نظام یې رامنځته کړ او له دې لارې یې د سرمایه داري نظام تابع هیوادونو اقتصادي نظامونه یې د بې شمیره مالي کړکیچونو سره مخ کړل.

د سرمایه داري نظام ناوړه پایلې

سرمایه داري نظام بې شمېره فردي، ټولنیز اوسیاسي منفي اغیزې او پایلې لري او ملتونه یې په دې لاره کې د مال په ګټلو کې په حرص او زیاتي، دنیوي متاع او افراط او زیاتي باندې اخته کړي؛ فردي او ټولنیزو پایلو ته یې په لاندې ډول اشاره کولای شو:
۱- د خلکو په منځ کې د دیانت او معنویت کچې ټیټوالی او کمزورتیا، د مادیاتو سره کلکه مینه او حرص او دنیوي متاع ته لیوالتیا یادولای شو.
 نن ورځ غربي نړۍ په بېساري ډول په مادیاتو او د هغو په جلب او جذب کې ډوبه شوې ده، ټولې چارې او فعالیتونه یې یوازې د شتمنۍ ګټلو او مادي ګرۍ کې اجیر شوي دي او هر مسیر او لوری یې باید د دنیا په ګټلو منتج شي؛ دغه کړکیچ د سرمایه دارۍ یو له بدو پایلو او اغیزو څخه دې. «علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله» لیکی: «په هغه څه کې چې هیڅ شک نشته هغه داده چې هغه دین چې د اروپایانو پر زړونو، احساساتو او ارواحو واکمني کوي، هغه مادیات دي، دا هغه واقعیت دې چې که څوک د اروپایانو سره اړیکه ولري او د هغوی نفسانیت وپېژني، هغه درک کولی شي»؛ نوموړی په بل ځای کې لیکي: «دغه د مادیاتو او دنیاپالنې روح په ټولو سیاسي، ټولنیزو او اخلاقي برخو کې چې د هغوی ملتونو ابتکار او نوښت کړی، کتلی شو؛ حتی هغه روحې خوځښت چې د اروپا ډیری خلک یې پرځان بوخت کړي و، روح یې د مادیاتو سره تړلی و».
۲- د شتمنۍ او مادیاتو ترلاسه کولو لپاره زښت زیات کوښښ او هڅه چې په پایله کې یې بې شمیره ناخوالې لکه کبر او لویي، فسق او فجور، فساد او فحشا او په پای کې ځان وژنې  رامنځته کړي.
۳- د خلکو خدمت ته نه پام کول او د خلکو په منځ کې د طبقاتي واټن رامنځته کیدل.
ادامه لري…
Previous Articleانسان ولې ملحد کېږي؟ (اتمه برخه)
Next Article د الحاد د خپراوي اسباب او لارې چارې (نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونېزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اوومه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپږمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.