Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»هندویزم (دویمه برخه)
دینونه شنبه _20 _جنوري _2024AH 20-1-2024AD

هندویزم (دویمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
هندویزم
لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي

هندویزم (دویمه برخه)

۱- څېړنیز ادبیات

هندویزم لکه یهودیت، عیسویت یا اسلام د دین په توګه نه پیژندل کیږي. دا دین د عقیدې او عمل په توګه د هیڅ شخص یا خلکو ډلې لخوا ندی رامینځته شوی. دا مذهب مرکزي عقیده یا مذهبي تعلیم نه لري. هندویزم د نورو آسماني دینونو غوندي کتابونو، مرکزي مقدس متن نه لري. هندویزم، د یوې جامع کلمې او اصطلاح په توګه چې په دې وروستیو کې معرفي شوی، ډول ډول عقیدې، د نص پر بنسټ دودونه، د اعتبار مذهبي شخصیتونه، مذهبي ډلې او سازمانونه پکي شامل دي؛ له همدې امله، دا ډیره ستونزمنه ده چې دا اصطلاح په روښانه او پریکړه کوونکي مفهوم کې وکارول شي.
همدارنګه د هندي د کلمې پرځای د “هندو” کلمه د کارولو دلیل دا دی چې هندو د هغو خلکو نوم دی چې د هندو مذهب پیروي کوي او د هند د طبقاتي او مذهبي سیسټم له څلورو طبقو څخه یوه پورې اړه لري. په داسې حال کې چې د هند ټول خلک هنديان دي ،ځینې یې مسلمانان، بودا او نور دي، چې د هندو مذهب پیروان نه دي او د هند له څلورو طبقو په هیڅ یو کې هم نه دي.
د “ویدا” کلمه د هندویزم بنسټیزو کتابونو ته اشاره کوي. دا کتابونه، چې تالیف یې ویاسا ته منسوب شوی، په څلورو ډلو ویشل شوي، چې عبارت دي له: ریګ ویدا، یجور ویدا، ساما ویدا، اتهاروا ویدا. د ویدا اصل د هندوانو دودونو پراساس دی او د برهمنانو لخوا صادر شوی، چې دغه حقیقت د مکاشفې له لارې درک شوی او د رمزي اورادو په توګه تنظیم شوي دي.

۲- هندي وګړي

د هند خلک د آریایي نسل څخه دي، دا هغه خلک دي چې د اروپایي هیوادونو او ډیری آسیایي هیوادونو مشترکه ریښې لري. آریا یعني نجیب، او دغه لقب یې ځکه ځانو ته ورکړی چې مقهور او مغلوب قومونه یې اصیل نه ګڼل. پوهان د اریایانو د اصلي ځای په اړه اختلاف لري چې دوی له کوم ځای څخه  مهاجر شوي دي. خو ځینو ویلي دي چې ترکستان، ځینې خوارزم او ځينځینو شمالي اروپا د دې قبیلې اصلي ټاټوبی بللی دی.
د هند-اروپایانو ډلې لومړی له بالتیک سیمو یا سویلي روسیې لخوا ایران اشغال کړ او بیا یې په شپاړسمه پېړۍ کې د دې ډلې یوه برخه د هند شمال لوېدیځ ونیول، بیا پنجاب، بیا د ګنګا دره او په پای کې تقریباً ټوله هغه خاوره یې ونیوله. او د دې سیمو خلک چې لږ تور وه او د “دراویډیان” په نامه یادېدل چې دوی يې مغلوب کړ او تر خپل استیلا لاندې یې راویستل.
د اوږدې مودې لپاره، تاریخ پوهانو “دراویدیان” وحشي خلک ګڼل، تر دې چې یو دوه پوهانو د « بنرجي او انګریزي سرجان مارشال» په نامه پوه شول چې شاوخوا زر کاله وړاندې د ميلاد څخه د هند په دوره کې، یو روښانه تمدن شتون درلود،چې په هغه کې مغلوبین تر غالبینو پرمختللي وه او دغه مغلوبین د «تتم او آنیما» په نامه یادېدل. د “تتم او انیما” د دین آثار نه یوازې د سویلي هند د وروسته پاتې خلکو په مینځ کې د خرافات په توګه شتون لري؛ چې په هندو مذهب کې هم شتون لري. د دغو خلکو په عقیده، د سپیڅلو حیواناتو لکه “غوا” او بېزو او مارانو سربیره، داسې خدایان شتون لري چې سرونه یې د څارویو په څیر دي، لکه “ګانش” چې د فيل په څیر سر لري. سپیڅلي بوټي د ښځینه خدایانو څخه دي چې د نارینه خدایانو څخه ټيټ دي، چې مثال یې په دکن کې موندل کیدای شي. د سپیڅلوآسمانې اجسامو موقعیت لکه: د ګنګ شط، مړو ته درناوی، جادو ، د “لینګا” مهم ارزښت چې د نغوظ په حالت کې د نارینه تناسلي عکس دی او جادو عمل دي چې د نړۍ د حاصلخیزۍ لپاره دی چې ټول د «تیتم» آثار خاطر ته راولي. د قربانۍ مفهوم چې د تتم قوم وه، د غالب په خلکو کې یې لوی ځای لري.
د ارواح په نړۍ باور چې په طبیعت کې ژوند کوي او شرکي اعمال دي. چې ځینې هغه روحونه دي چې الهي حیثیت یې ترلاسه کړی چې دا ټول د “انیما” یوه بیلګه ده.
رنه ګروسه “د ختیځې فلسفې تاریخ” کې لیکي. (په کپاډس کې د بغاز په غره کې، د سولې یو تړون موندل شوی چې څوارلس پیړۍ مخکي د میلاد پورې اړه لري. چې د “هیئیت” او “اریا” قومونو څخه لاس ته راغلي او هغه د «ميتانی» څخه یادونه کوي چې دوی دوه پېړۍ وړاندې له فارس څخه پنجاب ته تللي دي. په دې تړون کې اندرا، میترا او ارونا د میتاني د خدایانو په توګه یاد شوي چې د ودا مذهب لوی خدایان دي.)
د هند په مذهبونو کې، لکه د پخوانیو مصریانو د مذهب په څیر، د ډیرو لومړنیو مذهبونو نښې لیدل کیدای شي، او د نړۍ هیڅ برخه د هند په اندازې پورې مابعد الطبیعي (میتافیزیک)  افکار، تصوف او روحاني ژوند خوندي او بشپړ کړی نه دی. په هندي مذهبونو کې، ډیر خدایان شتون لري، چې په تدریجي ډول د توحید په لور وده کوي. د تاریخي پرمختګونو په نظر کې نیولو سره، هندي دینونه، لکه د پخوانیو مصریانو دینونه، یا د اسټرالیا او پلینزي کوچاني دینونو په څېر حساب کړو.
ادامه لري…
Previous Articleمقدساتو ته سپکاوی (لومړۍ برخه)
Next Article مقدساتو ته سپکاوی (دوهمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (څلورمه او وروستۍ برخه)

دوشنبه _3 _فبروري _2025AH 3-2-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (درېیمه برخه)

دوشنبه _3 _فبروري _2025AH 3-2-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

د اسلام او مسیحیت ترمنځ توپیرونه (دویمه برخه)

جمعه _31 _جنوري _2025AH 31-1-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک شپاړسمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه) …

نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD12 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خُلق عظیم» مظهر پنځمه برخه د حضرت رسول الله (صلی…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD10 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه شپږ ويشتمه برخه 3. په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.