Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»مقدساتو ته سپکاوی (دوهمه برخه)
متفرقه یکشنبه _21 _جنوري _2024AH 21-1-2024AD

مقدساتو ته سپکاوی (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
مقدساتو سپکاوی
لیکوال: م. فراهي توجګی

مقدساتو ته سپکاوی (دوهمه برخه)

 په لومړۍ برخه کې دغه موضوع د نړیوالو حقوقو له اړخه تر بحث لاندې ونیول شوه، اما په دې برخه کې هڅه پر دې ده چې پورته موضوع د اسلام له نظره تر څیړنې او ارزونې لاندې ونیول شي.
اسلام یو جامع او بشپړ دین دې چې هیڅ ډول نیمګړتیا پکې نشته؛ که نن ورځ ځیني خلک دغه اسماني دین ته سپکاوی، نیوکه او یا یې نیمګړی بولي لامل یې یا بغض او دښمني ده او یا له اسلام څخه ناسمه پوهه او درک دې چې په ټوله کې د اعتراض کوونکي پر ناپوهۍ او د اسلام څخه بشپړ درک او پوهې نلرلو باندې دلالت کوي.
اوس دې ته راګرځو چې په اسلامي معارف کې په دې اړوند څه ډول دریځ غوره شوی؛ په قرآنکریم کې راغلي دي: « وَلاَ تَسُبُّوا الِّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللهِ فَیَسُبُّوا اللهَ عَدْوًا بِغَیْرِ عِلْم کَذَالِکَ زَیِّنَا لِکُلِ اُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمِّ اِلَی رَبِهِمْ مَرْجِعُهُمْ فَیُنَبِئُهُمْ بِماَ کَانُوْا یَعْمَلُوْن» (۱۰۸/ انعام) « او تاسو (مومنان) هغه چاته چې مشرکین یې پرته له الله څخه عبادت کوي، سپکاوی او ښکنځلې مکوئ تر څو داسې نشي چې دوی د ظلم او جهالت له وجې، الله تعالی ته سپکاوی او ښکنځلې وکړي. په دې توګه هر قوم ته مو دهغه کړنې په خپلو نظرونو کې مزین او ښایسته کړي، وروسته د هغوی بیرته راتګ د الله لوري ته دې او الله هغوی له خپلو کړنو څخه خبروي».
د پورته آیت مطابق موږ مسلمانان د لاندې کارونو څخه منع شوي یو:
۱.د مخالفینو پر وړاندې خپل احساسات کنټرول کړو او له هر راز پوچ ویلو او ښکنځلو څخه ډډه وکړو؛
۲.د خپلو کړنو، غبرګونونو او پایلو ته متوجه اوسو؛
۳.بد ویل او سپکې سپورې، د بغض او دښمنۍ او سپکو اوریدلو لامل دې؛
۴.هر کار چې د مقدساتو د سپکاوي سبب شي، حرام دې؛
۵.د سپکو سپورو او ښکنځلو څخه په نهی عن المنکر او تبلیغاتو او مناظراتو کې کار اخیستل منع دي؛
نو له دې کبله، د اسلام مبین دین د نورو په احترام کولو ټینګار کوي، توهین او تحقیر ناوړه عمل بولي، او د اذیت رسولو انګیزې سره د نورو سپکاوی یې غندلی دې. ډیری کسان د بیان آزادۍ اصل څخه په ناوړه ګټې اخیستنې، د نورو سپکول او تحقیرول خپل حق بولي.
«نطق» او «بیان» د الله تعالی ورکړه او پیرزوینه ده چې انسان ته یې ډالۍ کړی دې، اما له دې چې انسان کمزوری موجود دې، د هغه لپاره یې هم کورنی حجت «عقل» او بهرنی حجت «پیغمبران» وټاکل، ترڅو د کمال او لوړو اهدافو پر لور ورته لارښوونه وکړي اما په عین حال کې انسان د سمې او غلطې لارې په ټاکلو کې آزاد دې چې کومه یوه غوره کوي.
اسلام د بیان آزادۍ لپاره مشخص چوکاټ ټاکلی ترڅو نورو ته مادي او معنوي زیان و نه رسیږي ځکه چې په اسلام کې جواز نلري. د نورو پر عزت تعرض کول، د هغوی په ژوند کې تجسس کول، تور لګول، غیبت کول او درواغ ویل په اسلام کې منع دي، نو په اسلام کې د بیان آزادۍ بې قید او شرطه نده، اسلام د انسانانو د شرافت او کرامت اصل په نظر کې نیولی، نه داچې د بیان آزادۍ یې خپلو سیاسي موخو او دنیوي اغراضو ته د رسیدلو وسیله ګرځولې وي؛ هغه څه چې نن په نړیوالو ټولنو کې په ښکاره لیدل کیږي.
د اسلام دین د بیان آزادۍ اصل منلې دې، اما د هغه طبیعي محدودیتونه یې په رسمیت پیژندلي دي البته یوازې د اسلام لیدلوری ندې چې ځیني موارد یې د بیان آزادۍ له موضوع څخه مستثنا کړي، بلکه غربي علما هم په ځینو مواردو کې د بیان آزادۍ پر محدودیت ټینګار کړی؛ د بیلګې په توګه، اسپینوزا په خپله مذهبي سیاسي رساله کې وایي: وګړي کولای شي د قضاوت کولو او د خپل قضاوت څرګندولو حقونو څخه، په دې شرط چې د سولې مخالف نه وې، ساتنه وکړي». (تساهل، ص ۱۶۶)
لنډه داچې د بیان آزادۍ مبنا، د عمومي حقوقو سره په ټکر کې واقع نشي او د افرادو د حقونو ضایع کیدلو سبب نشي. د اسلام په دین کي اصل دا دې چې ټول انسانان د حرمت او کرامت خاوندان دي او د هغوی د پت او عزت ساتنه دې وشي؛ له شک پرته د مسلمانانو د کړنو او ویلو ادبیات له اخلاقي او روزنیزو ټکو څخه ډک دې او په کلکه له ښکنځلو، پوچ ویلو او دښمن پالنې سره مخالف دې. له دې وجې ده چې د اسلام له لیده د نورو مقدساتو ته سپکاوی او تحقیرول جایز ندي؛ ځکه هر ملت او امت خپل مقدسې چارې تر نورو چارو غوره ګڼي او لومړي توب ورکوي او د هغو د ساتنې او دفاع په برخه کې هڅه کوي.
په پورته آیت شریف کې په څرګنده توګه، د نورو مقدساتو ته د سپکاوي د منع کولو لامل په ګوته شوی او دې ټکي ته اشاره شوې چې د مسلمانانو له لوري د نورو دینونو مقدساتو ته  سپکاوی، د دې سبب کیږي چې هغوی زموږ مقدساتو ته توهین وکړي، که څه هم تاسو په دې پوهیږئ چې د هغوی مقدسات باطل او خرافي دي اما داچې هغوی ستاسو د مقدساتو پر حقانیت پوهه نلري، ستاسو د عمل په غبرګون کې اسلامي مقدساتو ته توهین کوي؛ ځکه د انسان طبیعت او فطرت داسې دې چې خپلو مقدساتو ته د تکریم او درناوي په سترګه ګوري او له هر ډول بې احترامۍ او تیري څخه مخنیوی کوي.
ادامه لري…   
Previous Articleهندویزم (دویمه برخه)
Next Article  د الله تورې «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دریمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه دویمه برخه تاریخي مخینه او د…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD4 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه څلورمه برخه د…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (دوه ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک دوه ویشتمه برخه احیاء علوم…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (نهه‌ویشتمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD13 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم نهه‌ویشتمه برخه سریزه: د ملي‌پالنې د بېلابېلو اړخونو او بُعدونو په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دویمه برخه)

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه) 

چهارشنبه _25 _جون _2025AH 25-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.