مقدساتو ته سپکاوی، یو له هغو اړینو بحثونو څخه دې چې په ټولو دینونو او مذهبونو کې د ناوړه عمل په توګه پیژندل کیږي. نن ورځ لیدل کیږي چې د «بیان آزادۍ» تر پوښښ لاندې، د نورو مقدساتو ته سپکاوی کیږي؛ په داسې حال کې چې دغه عمل د نړیوال امنیت او سولې د اخلال سبب ګرځي. د کنوانسیونو او د بشر حقونو د نړیوال منشور د اسنادو او مندرجاتو له مخې، په ځانګړي توګه د امریکائي کنوانسیون د صراحت پر بنسټ، «سپکاوی» د بشر حقونو د نقضولو یو مصداق دې؛ اما لودیځوال په دې تړاو په دوه ګوني چلند تورن دي. ځیني غربي هیوادونه چې ځانونه د آزادۍ او بشر حقونو زانګو بولي په یو شان موضوعاتو کې، بېلابېل دریځونه غوره کوي. مقدساتو ته درناوی او د حرمتونو ساتنه، د مختلفو دینونو د پیروانو د اړیکو د پراخوالي او د سوله ییز ژوند د ټینګښت باعث کیږي.
د بشري ټولنو عقایدو، مقدساتو او ارزښتونو ته درناوی د هغو له لومړنیو حقونو څخه شمیرل کیږي.
د اسلام سپیڅلی دین، سره له دې چې خپلو مقدساتو ته سپکاوی، د غندلو او مجازات وړ بولي؛ د نورو مقدساتو د سپکاوي څخه هم خلک منع کوي او په مخنیوي یې ټینګار کوي. د اسلامي مذهبونو او د هغو حقوقي نظامونو له مخې، مقدساتو ته سپکاوی قطعاَ جواز نلري، اما د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق کې دغه موضوع ته په ضمني توګه اشاره شوې ده؛ په دغه اعلامیه کې د مقدساتو د سپکاوي د منع کولو په تړاو کوم صراحت شتون نلري، لیدل کیږي چې د بیان آزادۍ اصل، د دوه مخو اصولو له جملې څخه دې؛ ځکه، که د عقیدې بیانول، آزاده وي، نو لازمه یې د دې ډول آزادۍ شتون دې.
په هر حال، د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې په ضمیموي اسنادو کې، د مقدساتو سپکاوی تر بل عنوان لاندې تر بحث لاندې نیول شوی؛ د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق ۲۰ ماده په لاندې ډول صراحت لري:
۱.دقانون له مخې، د جګړې لپاره هر راز تبلیغ بند دې؛
۲.د قانون له مخې ملی، نژادي یا مذهبي کرکې او دښمنۍ لوري ته هر ډول بلنه او هڅونه چې د تبعیض، توپیر، جګړې یا زور کارولو باعث کیږي، منع دې.
د پورته صراحت په پام کې نیولو سره په معاصرو نړیوالو حقوقو کې، دغه موضوع د کرکجنو خبرو او کرکجن بیان تر عنوان لاندې مطرح شوی او د بیان آزادۍ له استثناأتو څخه شمیرل کیږي. په دې اساس د بیان آزادۍ یوه مطلقه آزادي نده او له محدودیتونو څخه یی، د بیلابیلو مذهبونو او دینونو عقایدو ته درناوی دې؛ حتی د رسنیو او مطبوعاتو لخوا دې هم دغه محدودیتونه رعایت کړل شي.
د یادونې وړ ده چې په ځينو هیوادونو کې د میثاق همدغې مادې پر بنسټ د محدودیتونو د ماتوونکي لپاره جزا ټاکل شوی ده؛ د بشر حقونو امریکایي کنوانسیون ۱۳ مادې ۵ بند کې داسې راغلي: « د جګړې هر ډول تبلیغ یا له ملي، نژادي یا دیني کرکې څخه ملاتړ کول چې غیر قانوني تاوتریخوالي ته هڅونه ده یا د هر شخص یا ډلې پر ضد د رنګ، نژاد، ژبې یا قومي دلائلو پر بنسټ د ورته عمل ترسره کول؛ هغه تیروتنه ده چې د قانون له مخې د مجازاتو وړ ده».
له دې امله، مقدسات، عقاید او آزادۍ د انسانانو حق دې. انسان د خپل ذاتي وضعیت له مخې له دغو حقونو څخه برخمن دې؛ البته دا هغه شی دې چې ډیری غربیان پرې اعتقاد لري؛ اما د اسلام له نظره حق یو اعتباري امر دې چې د الله تعالی له لوري انسانانو ته ورکړل شوی ده. د بیان آزادۍ هغه ډول چې د کرکې او تاوتریخوالي باعث شي او مادي زیان له ځان سره ولري په هیڅ یو کنوانسیون کې چې غربیانو خپله وضع کړي، جواز نلري، فلهذا باید مقدساتو ته سپکاوی ونشي.
د نړیوالو میثاقونو پر بنسټ د بیان آزادې په پلمه، مقدساتو ته سپکاوی چې د قومي، نژادي، ژبني او مذهبي تاوتریخوالو او شخړو سبب ګرځي او د نړیوالې سولې لپاره لوی ګواښ بلل کیږي، جواز نلري. د ځینو غربي قضائي نظامونو له نظره، هر هغه عمل چې د مذهبي شخړو موجب کیږي، منع دې.