د خوارجو د لغوي او اصطلاحي تعریفونو په پام کې نیولو سره اوس د دې تعریفونو او د هغوی د خروج د طریقې او څرنګوالې تر منځ ورته والی څرګندوو، تر څو امت دغه ګمراه ډله چې د رسول الله ﷺ له زمانې څخه شتون لري او تر اخري زمانې پورې د نص د تصریح له مخې د دوی وروستی کس به له دجال سره ووځي، وپېژني او په ګمراهۍ لتاړ او له دوی سره ښکېل نشي. لکه څنګه چې شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي: «فلما شاع في الأمة أمر الخوارج تكلمت الصحابة فيهم ورووا عن النبي ﷺ الأحاديث فيهم وبيّنوا ما في القرآن من الرد عليهم وظهرت بدعتهم في العامة.»۱
(کله چې په امت کې د خوارجو خبره خپره شوه، نو د رسول الله ﷺ صحابه کرامو د هغوی په اړه خبرې پيل کړې او له رسول الله ﷺ څخه يې د دوی په اړه احاديث نقل کړل. هغه څه چې په قرآن کې د دوی په خلاف ذکر شوي دي، بیان کړل تر دې چې د دوی بدعت عامو خلکو ته څرګند شو.)
د دې ډلې لومړی کس په افضل البشر د ځمکې پر مخ د عدالت او هدایت عَلَم بردار حضرت محمد ﷺ باندې خروج وکړ؛ چيرته چي دغه بې ادبه خارجي په خوږ نبي ﷺ باندي خوله خلاصه کړه. اما په دې اړه چې لومړنی فتنه ګر خارجي څوک وو؟ د علماوو تر منځ اختلاف دی. ځینې «حرقص بن زهیر» یا هماغه «ذوالخویصرة» لومړنی خارجي بولي. خو ځینې نور بیا د حضرت عثمان رضی الله عنه قاتلان د خوارجو لومړۍ ډله ګڼي. د راجح قول په بنا، د رسول الله ﷺ په زمانه کې لومړنی خارجي او فتنه ګر «ذوالخویصره» وو. ځکه چې د صحیح بخاري په روایت کې راغلي دي: عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: «بينما نحن عند رسول الله ﷺ و هو يقسم قسما، أتاه ذوالخويصرة، وهو رجل من بني تميم فقال: يا رسول الله اعدل! فقال: «ويلك ومن يعدل إذا لم أعدل قد خبت وخسرت إن لم أكن أعدل؟!» فقال عمر: يا رسول الله ائذن لي فيه فأضرب عنقه. فقال: «دعه، فإن له أصحابا يحقر أحدكم صلاته مع صلاتهم، وصيامه مع صيامهم، يقرءون القرآن لايجاوز تراقيهم يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية ينظر إلى نصله فلايوجد فيه شيء ثم ينظر إلى رصافه فلايوجد فيه شيء ثم ينظر إلى نضيه وهو قدحه فلايوجد فيه شيء ثم ينظر إلى قذذه فلايوجد فيه شيء قد سبق الفرث والدم ايتهم رجل أسود إحدى عضديه مثل ثدى المرأة أو مثل البضعة تدردر ويخرجون على حين فرقة من الناس». قال أبوسعيد: فأشهد أني سمعت هذا الحديث من رسول الله ﷺ وأشهد أن على بن أبي طالب قاتلهم وأنا معه فأمر بذلك الرجل فالتمس فأتى به حتى نظرت إليه على نعت النبي ﷺ الذي نعته.2
ابو سعید خدري رضی الله عنه فرمایې: موږ د رسول الله ﷺ مخې ته ناست وو! دوی د کوم مال په وېشلو بوخت وو چې د بني تمیم له قبیلې څخه یو سړی د (ذوالخویصره) په نوم راغی او ویې ویل: ای د خدای رسوله، انصاف وکړه! رسول الله ﷺ وفرمایل: بدمرغه! څوک به انصاف وکړي چي زه یې ونه کړم؟! که زه عادل نه وم، تاسو بدبخته یاست (ځکه چې تاسو به یو داسې څوک د خپل مشر په توګه منلی وي چې هغه به عادل نه وي)
عمر رضي الله عنه وویل: اې د خدای رسوله! اجازه راکړئ چې سر یې ووهم. رسول الله ﷺ وفرمایل: هغه مه وژنه، دا سړی (راتلونکي کي به داسې) ملګري او همکاران لري چې تاسي خپل لمونځ، روژه او ښه سلوک د دوی د لمانځه، روژې او ښه سلوک په پرتله کم ګڼئ. (یعنی دوی به په ظاهره کې د عبادت او احسان اهل وي) قرآن لولي خو اثر یې د دوی له ستوني نه تیریږي او زړونه یې د هغه له حکمت څخه بې برخې دي. له دین څخه په داسې چټکۍ وځي لکه غېڅۍ چي د ښکار له بدن څخه په چټکۍ سره وځي (هغه غېڅۍ چې ښکاري په ډیر سرعت او ځواک سره وولي او د ښکار له بدن څخه راوزي) کله چې ښکارزن د غېڅې د اوسپنې برخې ته ګوري، د ښکار د وینې نښه نه ویني، د غېڅې سر برخې ته چي ګوري، هیڅ نښه یې نه ویني، د لرګي برخې او د هغې تیغونو او وزرونو ته چي ګورې په هغوی کې هم هیڅ نښه د ښکار د ویني نه ویني، په داسې حال کې چې دا غېڅۍ د حیوان (ښکار) له غوښې او وینې له منځ څخه تیر شوی دی. (د دې معنی دا ده چې دا غېڅۍ په داسې تېزی سره د حیوان له بدن څخه وتلی چې د ویني هیڅ نښه د هغې په هيڅ کومه برخه کي نه لیدل کيږې). دلته د داسې خلکو له ژبې څخه د قرآن وتل له دې ډول غېڅۍ سره تشبیه شوی په دې معنی چې دایمان له آثارو څخه هېڅ اثر د دوی په زړونو کې نه رامنځ ته کوي).
د دوی د پیژندلو علامه او نښه دا ده چې یو تور سړی به ورسره وي، یو مټ به یې لکه د ښځي د تۍ یا د غوښي د ټوټې په څېر حرکت کوي. په داسې حال کي چي خلک په اختلاف کي اخته وي، د اسلام د رهبر له اطاعته خارجيږې.
ابوسعید فرمایي: زه ګواهي ورکوم چې دا حدیث ما له رسول الله ﷺ څخه اوریدلی دی او زه شاهدي ورکوم چې علي بن ابي طالب له دوی سره جنګیدلی او زه له علي سره وم! هفه د تور سړي د راوستو امر یې وکړ! تر لټون وروسته يې راوستل، څنګه چې مې ورته وکتل نو ومې ليدل چې دا هماغه صفتونه لري چې رسول الله ﷺ فرمايلي وو.
هغه علماء چې په دې عقیده دي چې د خوارجو جوړښت د رسول الله ﷺ له زمانې څخه پیل شوی دی او لومړنی خارجي چې په رسول الله ﷺ یې د سرو زرو په وېشلو اعتراض وکړ ذوالخویصره وو، په پورتني حدیث استدلال کړي دي. لکه څنګه چې ابن جوزي رحمه الله فرمایي: په دوی کې لومړنی خارجي او تر ټولو بدتر ذوالخویصره وو. په بل عبارت کې راغلی چې هغه رسول الله ﷺ ته وفرمایل: «إعدل» یعنې عادلت وکړی! رسول الله ﷺ وفرمایل: «افسوس پر تا، که زه عادل نه وم نو څوک به عادل وي».
بنا پر دې، ذوالخویصره لومړنی خارجی دی چې د پر ضد یې اسلام خروج وکړ او د هغه د دې حرکت لامل دا وو چې له خپل نظر څخه راضي وو، سره له دې چې پوهېده چې د رسول الله ﷺ له نظره لوړ نظر نشته. د دې سړي پیروان هغه کسان دي چې د حضرت علي کرم الله وجهه سره یې جګړه کړې وه.۳ ځينې پوهان په دې اند دي چې د خوارجو ظهور د حضرت عثمان رضي الله عنه په خلاف د خروج او د فتنې له هغو پېښو سره پيل شو چې د هغه د ظالمانه او کرکه لرونکی قتل سبب شو او دغه فتنې چې دوی رامنځته کړې د لومړني فتنې په نوم ياديږي.۴
د خوارجو د ظهور د پیل په اړه راجح نظر دا دی: د ذوالخویصره او د حضرت عثمان رضي الله عنه په خلاف د هغو فسادیانو تر منځ د ټینګې اړیکې سره سره او همدارنګه هغه خوارج چي دحَکَمیَت به دلیل د حضرت علي رضي الله عنه پر ضد خروج وکړ، د خوارجو اصطلاح په خپل دقیق معنی کي د حَکَمیَت په دلیل پر خروج کونکو منطبق دی؛ ځکه چې دوی د یوې قبیلې په بڼه پخپل سیاسي فکر او نظر سره یوه ډله وه/ده چې ښکاره فکري او ایډیالوژیک اثر یې رامنځته کړ او دا د پخوانیو هغو حالاتو برعکس وو.۵
په دې توګه خوارج، فضایل او رذایل سره یوځای کوي. دوی عبادت کوونکي او پرهیزګاران دي. دوی خپلې شپې په عبادت کې تیروي او د دنیا او د هغې د لذتونو لیوالتیا نه لري لکه څنګه چې رسول الله ﷺ له دوی نه خبر ورکړی او فرمایې: «په تاسو کې به یوه ډله راښکاره شي چې تاسو خپل لمونځ به د دوی د لمانځه په پرتله، خپله روژه د دوی د روژې په پرتله او خپل عمل د دوی د عمل په پرتله سپک ګڼی! دوی قرآن لولي، خو قرآن د دوی له ستوني نه ښکته کېږي.»
خو د دې ټولو تظاهراتو په مقابل کې دا ډله ډېره جاهله او ناپوهه ده. د دین په اړه د دوی پوهه نیمګړې ده او د جهالت او ناپوهۍ له امله حقایق سم نه درک کوي، واقعیتونه ناسم تفسیروي، د دین د پوهاوي کچه یې ټیټه ده په همدې دلیل، خلک په چټکۍ سره تکفروي! دا د مسلمه امت تکفير، تبدیع او تفسیق د دين په مسايلو کې د هغوی د زيات او غير ضروري تعمق، سختۍ او بې ځایه تشدد له امله ده چې کله ناکله له نېکو اعمالو سره هم تکفير کوي. لکه د حضرت علي رضي الله عنه په زمانه کې د حَکَمیَت د جریان په څېر. په داسې حال کې چې شدت او تعمق د انسان د هلاکت سبب ګرځي ترهغه بریده چې رسول الله ﷺ په تکرار سره درې ځلي فرمایلی دي: «هلک المتنطعون»؛ تعمق کوونکي (په دیني چارو کې سختي کونکي) هلاک شول.
د خوارجو مختلفو نومونو په اړه يوه په زړه پورې خبره دا ده چې امام اشعري رحمه الله په خپلو مقالو کې داسې را نقلوي: «خوارج هماغه ډله ده چې د صفين په جګړه کې پس له دې چې حضرت علي رضي الله عنه حَکَمیَت ومنل، په مقابل کې یې خروج وکړ. هغوی د خوارجو له لقب نه علاوه نور لقبونه هم لري چې په هغوی سره مشهور دي. د دې لقبونو څخه ځینې دا دي: «حروریه»، «شراة»، «مارقة»، «محکمه». دوی له مارقې نه پرته په دې ټولو لقبونو راضي وو. دوی دا خبره ردول چې له دین څخه به داسې خروج کړی وي لکه غېڅۍ چې د ښکار له بدن څخه ووځي.»۶
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله د خوارجو د ظهور د سبب په اړه او د هغوی د خطاګانو او باطلو تأویلاتو د علت په اړه وايي:
«الخوارج الحرورية كانوا أول أهل الأهواء خروجًا عن السنة والجماعة، مع وجود بقية الخلفاء الراشدين وبقايا المهاجرين والأنصار وظهور العلم والإيمان والعدل في السراق نور النبوة وسلطان الحجة وسلطان القدرة، حيث أظهر الله دينه على الدين كله بالحجة والقدرة حيث أظهر الله دينه على الدين كله بالحجة والقدرة. وكان سبب خروجهم ما فعله أميرالمؤمنين عثمان وعلى و امن الأنواع التي فيها تأويل فلم يحتملوا ذلك وجعلوا موارد الاجتهاد؛ بل الحسنات ذنوبا وجعلوا الذنوب كفرا ولهذا لم يخرجوا في زمن أبي بكر وعمر لانتقاء تلك التأويلات وضعفهم.»٧
(حروریه خوارج له اهل اهوا (بدعت) څخه لومړني خلک وو چې له سنت او جماعت څخه خارج شول، په داسې حال کې چې ځینې راشد خلفاء، مهاجرین او انصار ژوندي وو، په امت کې علم، ایمان او عدالت پراخ وو او د نبوت رڼا او د دلائلو سلطان او د ځواک سلطان او قوت ثابت وو، ځکه چې الله جل جلاله خپل دین د علم او ځواک په سلطان سره په نورو دینونو غالب ګرزوی، خو له دې ټولو سره سره (په داسې حالت کې چې د الله جل جلاله دین غالب وو) دوی (خوارج) راښکاره شول او د هغوی د ظهور لامل هغه څه وو چې امیرالمؤمنین عثمان او علي رضی الله عنهما او هغوی چې له دوی سره وو هغه څه وکړل چې د تأویل ځای وو؛ خو دغه ډله ونتوانېدل چې په دې مسايلو پوه شي.
دوی هغه شیان چې د اجتهاد ځای وو بلکې نیک عملونه یې ګناه ګڼله او بیا یې ګناه کفر وګڼله چې په د ې لړ کې مرتکبین دګناه یې تکفیر کړ او له همدې امله د ابوبکر او عمر رضی الله عنهما په زمانه کې څرګند نه شو ځکه دا تأویلي امور وجود نه لرل او خوارج په هغه زمانه کې ضعیف وو.)
هغه ټکي چي د شیخ الاسلام په قول کې شتون لري: ۱. خوارج د بدعتیانو له طایفو څخه لومړنی طایفه ده چې خروج یې وکړ. ۲. د حجت څرګندتوب او د ایمان دارو ځواکمنتیا دوی له خروج څخه منع نه کړل. ۳. د دوی (خوارج) د ظهور لامل د هغو حوادثو او پېښو ناسم تعبير دی چې تأویل لري او د هغو پېښو د سمې تفسير لپاره په شريعت باندې د ژور پوهې ته اړتيا ده. ۴. خوارجو په لومړي سر کې د سترو ګناهونو مرتکب یې تکفیر نکړ، خو د اجتهاد او نیکو اعمالو په اړه د غلط فهمۍ او غلط تفسیر له امله چې دوی یې درک نه شوی کولی، د پاتې سلسلې سره یې د بغیر ما انزل الله حکم ته چي په اصل کي کفر وو/دی، منسوب کړ او د هغه پر بنسټ یې تکفیر کړ.
د څلورم ټکي پوهیدل خورا مهم دي؛ ځکه چې دوی په خپل اند، د هغه څه په وجه چې د اسلام ناقض وو، تکفیر کول.
د بېلګې په توګه له کفارو سره ځينې سولې او خبرې اترې په شريعت کې مانع نه لري، خو دا طايفه لومړی د مسلمانانو په وړاندې د کفارو سره په دوستي او ملاتړ یې تفسیروي او په همدې بنسټ تکفیر کوي.
منابع او سرچینې:
۱-مجموع الفتاوی (٧/٤٨٤)
٢-أخرجه البخاري (٦١٦٣)، أحمد (١١٦٣٩)
٣-تلبيس إبليس (٩٠)
٤-عقيدة أهل السنة في الصحابة (٣/١١٤١)
٥-خلافة علي، عبدالحميد (٢٩٧)
٦-مقالات الإسلاميين (١/٢٠٧)
یادونه: د پورته نومونو په اړه
حروريه: حروراء ته منسوب دی. په عراق کې هغه ځای چې خوارج د علي رضي الله عنه پر ضد پاڅون وکړ.
شراه: په دې دلیل دوی ته شراة ویل کیږي چې دوی به ویل: «شرینا انفسنا فی طاعة الله» یعنی موږ خپل ځان د خدای د اطاعت په وړاندې خرڅ کړ. مارقه: مارقه د مارق مؤنث دی، هغه څوک دی چې له دین څخه ووزي. خوارج هم له دين څخه وتلي ته وایي. محکمه: دوی دوه حکمونه نه منل او ویل به یې: «لاحکم الا لله»، له همدې امله دوی په دې نوم یادیدل.