لیکوال: "محمدالافغاني"

د جنازې لمونځ؛ روزنیز او ټولنیز ټکي یې (لومړۍ برخه)

سریزه
په اسلامي مفکورې کې لکه څنګه چې ژوندی انسان ځانګړی مقام، شخصیت او درنښت لري، په همدې ډول له مرګ او ابدي نړۍ ته له تللو وروسته هم یو بل ځانګړی مقام او احترام لري. او د مرګ څخه وروسته په هغه باندې احکام او مسائل جاري کیږي تر څو د هغه د بدن بد حرمتي ونه شي او انساني شخصیت یې له منځه لاړ نه شي. هغه احکام عبارت دي لکه: غسل، تکفين، په قبر کې ايښودل او د جنازې لمونځ او داسې نور.
په حقیقت کې د جنازې لمونځ چې د مړ شوي کس لپاره ویل کیږي، د ژوندیو پام مړي ته راګرځوي، او په دې لمونځ کې ډیری تربیتي او ټولنیز درسونه او حکمتونه پټ دي چې ځینې یې موږ په دې لنډې لیکنې کې په ګوته کوو.
تربیتي (روزنیز) لارښوونې
  1. د ذهن ارامتیا
د خدای فضل دومره د انسان په حال شامل دی چې یوازې د هغه د ژوند حالت پورې ځانګړی نه دی، بلکې د مرګ او مړینې وروسته به هم هغه ته د خدای رحمت او فضل ور نصیب شي.
انسان چې له دې دنیا څخه وځي په حقیقت کې له اعمالو څخه بې برخې کیږي، خو بیا هم ځینې داسې اعمال شته که ژوندي یې د هغه له مرګه وروسته وکړي، نو هغه به له عذابه خلاص کړي او یا یې د روح د سکون لامل ګرځي. په حقیقت کې د جنازې لمونځ د مړو د خلاصیت سربیره، د هغه د ژوندي پاتې شویو ته هم د روحي سکون لامل ګرځي.
د میت خاوند یا هغه څوک چې مړی ته نږدې وي د جنازې د لمانځه په ادا کولو سره د مسلمانانو په وسیله  د هغه زړه آرامیږي او نور په خپل غم او مصیبت کې شریک ګڼي او دا کار د دې لامل کیږي چې په مصیبت کې د یوازیتوب احساس ونه کړي.
  1. په آخرت کې غور کول
د جنازې لیدل او د جنازې لمونځ کول په حقیقت کې انسان د آخرت د هغو چارو په اړه فکر کې اچوي چې هر انسان ته انتظار باسي او انسان باید ورته تیاری ونیسي.
د آخرت او قیامت ورځې په اړه فکر کول یو له مهمو احکامو او امرونو څخه دی چې د خدای تعالی لخوا تاکید شوی دی. انسان کولی شي د قیامت او اخرت د چارو په فکر کولو سره د خپل ژوند پلانونه تنظیم کړي. هغه څه چې د جنازې د لمانځه په اړه په اسلامي لارښوونو کې پټ دي په حقیقت کې انسان د ژوند د چارو په اړه فکر کولو ته هڅوي.
د آخرت په اړه فکر کول انسان په خپل اوسني ژوند کې اړ کوي چې هغه ته یو ځانګړی پلان او ترتیب رامینځته کړي او هره شیبه د آخرت لپاره ځان چمتو کوي.
د جنازې د لمانځه په ادا کولو سره انسان دا ډاډ ترلاسه کوي چې په هره شېبه کې د هغه د مرګ احتمال شته، نو بايد ځان چمتو کړي او د خپل آخرت په اړه فکر وکړي په داسې حال کې چې فرصت وي.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version