لیکوال: عبدالحفیظ عریب
له علم پرته د فتوا ناوړه جنایت (اوومه او وروستۍ برخه)
پایله
له علم پرته د فتوا صادرول په ځینو اسلامي ټولنو، په ځانګړي ډول په افغانستان کې، له خطرناکو او عامو ننګونو څخه ګڼل کېږي. دا ستونزه د خلکو د عقایدو له منځه وړلو ترڅنګ د ټولنې اخلاقي او ټولنیز بنسټونه هم کمزوري کوي. په دې لیکنه کې مو د دې بدمرغه ستونزې بېلابېل اړخونه وڅېړل او څرګنده مو کړه چې دا چلند څنګه د علمي او دیني اصولو د نه مراعاتولو له امله ناوړه پایلې لري. د مقالې پایله په لاندې برخو کې وړاندې کېږي:
۱. په فتوا کې د علم او اهلیت اړتیا
مفتي باید په قرآن، حدیث، فقه، او اصولو کې کافي پوهه او لازم شرعي او اخلاقي شرایط ولري. دا نه یوازې فتوا معتبره کوي، بلکې د خلکو د ګمراهۍ او حیرانتیا مخه هم نیسي. د فتوا په علومو کې د علم نشتوالی د شریعت په تفسیر کې د انحراف او د الهي احکامو د ناسم تطبیق لامل ګرځي.
۲. په قرآن کې له علم پرته فتوا
قرآن کریم په ښکاره توګه له علم پرته خبرې کول او هغه څه ویل چې پرې ډاډه نه یو، منع کوي. لکه دغه آیتونه:
-
«وَلا تَقْفُ ما لَیْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ» (اسراء: ۳۶)
-
«وَإِنَّ الظَّنَّ لا یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئاً» (یونس: ۳۶)
دا آیتونه د ګومان او غیر علمي فتواوو خطرناک حالت په ګوته کوي.
۳. له علم پرته فتوا باندې محکومیت
د رسول الله ﷺ اقوال او احادیث هم له علم پرته د فتوا له صادرولو ډډه کولو باندې ټینګار کوي. لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
-
«أجرَؤُکُم عَلَی الفُتیا أجرَؤُکُم عَلَی النّار» (رواه الدارمی).
«په تاسو کې څوک چې د فتوا په صادرولو کې تر ټولو زړور وي، هغه د دوزخ له اور سره په مخامخ کېدو کې تر ټولو زړور دی.»