لیکوال: مهاجر عزیزي

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (لسمه برخه)

په قرآن کریم کې د مخ پټول
الله رب العزت په یو آیت کې فرمایي:
وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَاۖ
ژباړه: او خپل سینګار دې نه ښکاره کوي پرته له هغه څه چې څرګندیږي.
په دې استثناء کې یو ډول اجمال شته؛ له همدې امله له دې استثنا څخه بېلابېل تعبیرونه شوي دي چې د هغوی پر بنسټ بېلابېل فقهي نظرونه او تفسیرونه رامنځته شوي دي. په دې اړه لاندې بحث کوو:
د إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا مراد
د دې آیت په اړه د علماوو نظریات په دوه برخو ویشل شوي دي:
  1. لومړۍ ډله: ځینې علما د إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا مطلب مخ او لاسونه ګڼي. د هغوی په نظر مخ او لاسونه له حجاب څخه استثنا دي، او د هغوی ښکاره کول روا دي. د دې نظر تایید د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما له روایت څخه کیږي، چې ویلي یې دي:
    د إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا څخه مطلب مخ او لاسونه دي؛ ځکه چې کله ښځه د اړتیا له امله بهر ووځي، د تګ او پېرودلو پر مهال د مخ او لاسونو پټول ورته ستونزمن وي.
    دغه ډول روایتونه له ابن عمر، عطا، عکرمه، سعید بن جبیر، ابي الشعثا، ضحاک او ابراهیم نخعي رحمهم الله څخه هم نقل شوي دي.
  2. دویمه ډله: ځینې علما د دې استثناء مطلب د ښځو جامې (جلباب او چادري)، ګوتمۍ، پازېبونه او نور زینتونه ګڼي. هغوی د مخ او لاسونو ښکاره کول روا نه ګڼي. د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه په قول:
    هغه څه چې په إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا کې استثنا شوي دي، ظاهري جامې لکه جلباب او غټ څادر دي، چې د بوغرې پر ځای کارول کیږي. دا جامې د زینت د پوښلو لپاره دي، نو ښځه باید خپل مخ او لاسونه د نامحرمو په وړاندې پټ کړي، او یوازې هغه جامې چې د اړتیا له امله څرګندیږي، استثنا دي.
د مفسرینو نظریات
قاضي بیضاوي او خازن په دې آیت کې وايي:
د آیت مفهوم دا دی چې د ښځې لپاره اصلي حکم دا دی چې خپل زینت باید هیڅ چا ته ښکاره نه کړي، پرته له هغه څه چې د اړتیا په وخت کې ښکاره کیږي. په دې کې بوغره او څادر شامل دي، او کله ناکله د ضرورت له مخې مخ او لاسونه هم ښکاره کیدی شي، چې په دې کې عفوه ده.
علامه محمد شفیع عثماني رحمه الله وايي:
په دې قول سره دواړه روایتونه او تفسیرونه سره یو ځای کیږي.
لوړ مفسر علامه ابن کثیر رحمه الله په خپل تفسیر کې وايي:
ښځې ته روا نه ده چې د نارینه وو په وړاندې هر ډول زینت ښکاره کړي، پرته له هغه څه چې طبیعي ډول د کار او حرکت په وخت کې ښکاره کیږي. دا د اړتیا په وخت کې استثنا دي، او د دې په ښکاره کولو کې ګناه نشته.
د فقهاء بېلابېل نظریات
د فقهاؤ ترمنځ په دې اړه اختلاف شته چې آیا د مخ او لاسونو پټول له حجاب څخه استثنا دي؟ او آیا د نامحرم په وړاندې یې ښکاره کول روا دي؟
  • ټول په دې متفق دي چې که د ښځې مخ او لاسونو ته په کتلو سره د فتنې وېره وي، نو کتل یې ناروا دي، او د ښځې لپاره یې ښکاره کول هم جایز نه دي.
  • همدارنګه ټول فقهاء په دې نظر دي چې د بدن هغه برخې، چې په لمانځه کې یې پټول فرض دي، مخ او لاسونه له هغو څخه مستثنا دي.
د مثال په توګه: که ښځې مخ او لاسونه ښکاره کړل او لمونځ یې ادا کړ، نو لمونځ یې د ټولو په اتفاق سره روا دی.
پایله
دا موضوع به په تفصیل سره د د فقهاوو او څلورو مذهبونو نظر په برخه کې تشریح شي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version