لیکوال: شکران "احمدي"

د اهل سنت او جماعت ځانګړنو ته یوه کتنه (لومړۍ برخه)

له اسلامي مذاهبو او مختلفو عقايدو پېژندل په تېرو زمانو او اوس مهال کې يو له مهمو علومو څخه ګڼل کيږي. لکه څنګه چې په مختلفو وختونو کې، ډېری کتابونه د “علم الفرق والمذاهب” په اړه لیکل شوي. مؤلفانو او لیکوالانو په دې برخه کې بېلابېلې موخې تعقیب کړي دي، کله یې هڅه کړې ده چې خپل مذهب حق او نور مذهبونه باطل وبولي او کله کله یې پرته له غرضه د دینونو او مذهبونو تحقیق کړی دی. خو حقیقت دا دی چې هر څوک خپل دین حق او سم ګڼي، لکه څنګه چې قرآن کریم وايي: «كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ»؛ ژباړه: “هر ډله په هغه څه خوشحاله ده چې هغه لري.”
خو خدای ښه پوهېږي چې کومه ډله د حق او صداقت په لاره ده او کومه ډله د باطل او ګمراهۍ په لاره ده: «قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَى شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَى سَبِيلًا»؛ ژباړه: «ووایه هر څوک په خپله طریقه عمل کوي او ستا رب ښه پوهیږي چې د چا طریقه ډیره سمه ده.»
په هر صورت، د مذهبونو پوهه او د اسلامي عقایدو پېژندل د دیني او اسلامي مفاهیمو د پېژندنې او ودې او د مختلفو اسلامي مذهبونو د یووالي او همغږۍ په لور یو ګام دی. لکه څنګه چې اسلامي مفکرینو هم دا مهمه مسله درک کړې ده.
د همدې موخې لپاره په دې لیکنه کې د “اهل السنة والجماعة” مذهبونه په لنډه توګه څېړو او د هغو ځینې اعتقادي ځانګړنې ذکر کوو. هیله ده چې د ګرانو لوستونکو لخوا خوښ شي.
بنسټيزې کلمې: سنت، جماعت، اشعري، ماتریدي.
د اهل سنت او جماعت لغوي معنی
د اهل سنت او جماعت اصطلاح له دریو کلمو څخه جوړه ده:
1. “اهل” د تابع معنی لري.
2. “سنت” په لغت کې: طريقه، سيره، خوی، رواج او شريعت دی؛ لکه څنګه چې په قرآن کې په همدې معنی راغلی دی: «وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا»؛ ژباړه: «او ته به د الله په طريقه کې بدلون ونه وینې». او «سُنَّتَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ فِي عِبَادِهِ»؛ ژباړه: «دا د بندګانو په اړه د الله تعالی طريقه او معمول دی.»
سنت په اصطلاح کې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه اوامر او نواهي دي چې د حدیثونو د راويانو له طريقه څخه د هغه له قول او عمل څخه روایت شوي دي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت هغه طریقه ده چې په هغه یې عمل کاوه.
3. “جماعت” په لغت کې د ډلې او مجموعې معنی لري. خو دلته مطلب د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضي الله عنهم ډله او جماعت دی.
د “اهل سنت او جماعت” د کلمې په څېړنه کې موږ ته د دې کلمې روښانه مفهوم معلومېږي، او هغه دا چې: اهل سنت او جماعت د مسلمانانو هغه ډله ده چې له قرآن څخه وروسته یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول، عمل او تقرير د شرعي احکامو د معیار په توګه مني، او د هغه تر څنګ د څلورو خليفه ګانو او نورو اصحابو کرامو رضي الله عنهم اعمال هم د بېلګې او اسناد په توګه کار اخلي.
معاصر هندي عالم علامه سید سلیمان ندوي رحمه الله د اهل سنت او جماعت په تعریف کې داسې وایی: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند طریقې او لارې ته سنت ويل کيږي. جماعت په لغت کې ډلې ته ويل کيږي، خو دلته د جماعت معنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام رضي الله عنهم دي. سني یا اهل سنت او جماعت هم هغه چا ته ویل کیږي چې عقیده، عمل او مسایل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو رضي الله عنهم په صحیح سنتو ولاړ وي.»
په بل عبارت: هغه کسان چې په خپلو عقایدو، اصولو، عباداتو او اخلاقو کې یې هغه لاره غوره کړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو کرامو رضي الله عنهم غوره کړې وه.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version