د الله تورې «خالد بن ولید (رض)» ژوند ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)
په لومړۍ برخه کې، د حضرت خالد رضی الله عنه پر زیږیدنې، نوم او نسب او د کورنۍ او قبیلې په اړه بحث او یادونه وشوه؛ اوس د موضوع په دې برخه کې باید پوه شو چې خالد (رض) تر مسلمان کېدو دمخه، د اسلام پر وړاندې څه ډول چلند او غبرګون درلود؟ هغه په کوم دلیل او د څه له امله د رسول اکرم (ص) سره دښمني کوله؟ او په پای کې داچې، د هغه په وسیله مسلمانانو ته څه زیانونه واوښتل؟
لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، د حضرت خالد (رض) نبوغیت او ځیرکتیا له ماشومتوب څخه ښکاره او څرګنده وه؛ څرنګه چې د نوموړي، لویه قبیله او نوموتی خاندان د دې مدعا شاهدان دي.
دې ته په پام سره چې د حضرت خالد (رض) خاندان د ډيرې شتمنۍ خاوندان وو، هغه سوداګرۍ، کرنې، او یا بل صنعت ته اړتیا نه درلوده؛ بلکه له همغه ماشومتوب څخه یې آس ځغلونې، مبارزې، غیږنیونې او توري وهلو ته مخه کړه او ورو ورو یې د جګړې مهارتونه زده کړل او د جګړې او سیالۍ په ډيرو ډګرونو کې یې د بریا مډال خپلې غاړې ته وراچولی دې.
هغه د حمیت او غیرت یوه بیلګه وه، او له بده مرغه، د نوموړي دغه غیرت په لومړي سر کې د اسلام او مسلمانانو سره په تضاد کی وو، په دې ډول چې تر ډيره د ده شجاعت او غیرت د اسلام ضد جګړو کې په هدر تللو.
خالد بن ولید (رض) د مکې د مشرکینو له مهمو او ارزښت لرونکو کسانو له جملې څخه وو چې د هغه په مټ په احد، احزاب، حدیبیه او نورو جګړو کې مسلمانان سخت وځپل شول او د درنو ګوزارونو ښکار شول او خالد هم په دغو جګړو کې مهم او بنسټیز رول لوبولی دې؛ لکه څرنګه چې د احد په غزا کې د ده رول او جنګي تکتیک ډير مشهور او معروف دې؛ ان تردې چې هرکله د احد غزا نوم اخیستل کیږي، سمدلاسه د خالد بن ولید څیره د سړي په ذهن او سترګو کې مجسم شي.
هو موږ غواړو د حضرت خالد (رض) د ژوند په دې برخه کې، د پورته مسئلو په تړاو مطالعه او څیړنه وکړو، او له هغه وروسته مناسبې او مطلوبې پایلې ته ځان ورسوو.
د جګړې او مبارزې په ډګرونو کې د خالد [رض) د بریاوو راز
خالد بن ولید، له دې امله چې ډیر شوق او لیوالتیا یې د جنګي حرفو او چارو سره وه، تل به د جګړې په ډګرونو کې بریالی کیدو؛ ځکه چې له همغه پیل څخه د آسونو او جنګي رزمونو مسئوولیت د ده پر غاړه پروت وو او د همدې کارونو سره یې بلدتیا درلوده. علامه دوکتور وهبه زحیلي لیکي: « فلم ینهزم فی أیة المعرکة خاضها مدی حیاته، و معارکه زهاء المائة، لتمیزه بعقلیه نیرة، و خبرة میدانیة حربیة الواسعة.» ژباړه: خالد په هیڅ معرکه او جګړه کې چې پکې ګډون یې کړی وو؛ ماتې نده خوړلې، په داسې حال کې چې نوموړی شا او خوا په سلو جګړو کې ګدون کړی وو، دا بریاوې د ده په روښانه پوهې، مهارت او جنګی تجربې دلالت کوي. [۱]
شیخ محمد عقاد، د امام ابن عبدالبر اندلسي د ویناوو په نقل او استناد سره، په خپل کتاب کې لیکلي: « و سبب میله للفروسیة: انه کان لبنی مخزوم احد اشرف البطون القرشیة العشرة القبة و هی مجتمع الجیش و الاعنة، یجمعون الیها ما یجهزون به الجیش، و هی قیادة الفرسان» ژباړه: آس ځغلونې او جنګي مهارتونو ته د خالد د لیوالتیا او شوق سبب دا وو چې د خالد قبیله (بنی مخزوم) د قریشو یو له لسو قبائلو څخه شمیرل کیده، چی د قبه دارۍ (د لښکرو او جاسوسانو د راټولیدو ځای) مسئوولیت د نوموړي پر غاړه وو، په بل تعبیر، د آس سورو د رهبرۍ مسئوولیت یې هم پر غاړه وو، نو له دې کبله، خالد په دې لاره کې تر نورو ډیر غوره والی درلود [۲].
د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د خالد دښمني
څرنګه چې په لومړۍ برخه کې یادونه وشوه، د خالد پلار، ولید بن مغیره د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو له کلکو او سخت دریځه دښمنانو څخه شمیرل کیده، تل به د رسول اکرم (ص )سره په شخړه او لانجه اخته وو او هغه مبارک ته یې ډیره ځورونه ورکوله، په یقیني توګه دغه ډول دښمني او شماتت د هغه زامنو ته هم په میراث پاتې شو، په ځانګړي توګه خالد چې تر نورو غښتلی، غیرتمن او د غرور خاوند وو. هغه او پلار یې د قریش له مشرانو او سردارانو سره د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو د نوملړ په سر کې ول، هر وخت به یې هڅه کوله چې د هرې ممکنې لارې څخه په ګټې اخیستنې سره، رسول الله (ص) او مخلصو یارانو ته یې زیان او صدمه ورسوي؛ څرنګه چې د دغو ټولو دښمنیو حاصل د احد په برخلیک ټاکونکي غزا او نورو جګړو کې ښکاره او څرګند دې.