لیکوال: محمداسماعیل علیزهي
د سود غنده (پنځمه برخه)
د سود حرمت د نبوي احادیثو په رڼا کې
د قرآنکريم د اياتونو په رڼا کې د سود د حرمت له بيانولو وروسته د هغې حرمت او پايلې به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو په رڼا کي تر څو عنوانونو لاندې وڅېړو.
الف. سودخور د وینې په سیند کې رغړي؛
له حضرت سمره بن جندب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تېره شپه مې په خوب کې ولیدل چې دوه کسان ما ته راغلل او زه یې له ځانه سره سپېڅلي ځای ته بوتلم لاړو او لاړو تر څو د وینو نه ډک سیند ته ورسېدو چې په منځ کې یې یو سړی ولاړ وو او یو بل سړۍ د سیند په غاړه ولاړ و او په لاس کې یې تیږې وې، کله چې هغه سړی غوښتل بهر راووځي، د سیند په غاړه کي بل سړی به یې په خوله په تیږه ووهله او بیرته به خپل پخواني ځای ته ستون شو.
آنحضرت صلي الله علیه وسلم وپوښتل: د دې کس حال څه دی چې د ويني په ویاله کي ولاړ دی؟ ځواب راغی چې دا سړی سود خور و. [بخاري: 2085]
ب. سود اخستونکی، سود ورکونکی، د سود د تړون لیکونکی او د هغه شاهدان ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لعنت کي قرار لري.
جابر بن عبدالله رضیاللهعنه فرمایې: «لعن رسول الله آکل الربوا و موکله و کاتبه و شاهدیه و قال: هم سواء» [مسلم: ۱۰۶]؛
(رسول الله صلی الله علیه وسلم په سود اخیستونکي، سود وزکونکي، تړون لیکونک یې او دوه ګواهانو ته لعنت ویلی دی او ټول یې په ګناه کې برابر ګڼلي دي.)
ج. په یو ځای کې د سود رواجېدل او خپریدل، د الهي عذاب د نزول په څیر دي؛
له حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “زنا او سود په هیڅ قوم کې عام شوی نه وو مګر دا چې دا قوم په ځان باندې د الله تعالی عذاب نازل کړ.” په بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بین یدی الساعة یظهر الربا و الزنا و الخمر»؛
(سود، زنا او شراب خوري قيامت ته نیږدې زمانه کي عام کېږي. [طبرانی، معجم الأوسط: ۷۶۹۱].
په یو حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هرکله چې الله تعالی د کوم قوم د هلاکت اراده وکړي، نو د هغوی په منځ کې سود عام کوي. [دلمي، فردوس الاخبار: 962].
د. د سود خورۍ پای، کمښت او تنګسیا دی؛
رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلی دی: الرِّبَا، وَإِنْ كَثُرَ فَإِنَّ عَاقِبَتَهُ تَصِيرُ إِلَى قُلٍّ. [ابنماجه: ۲۲۷۹]؛
(که څه هم سود (ظاهرا) د ډېرښت لامل شي، بې له شکه، د هغې پای (واقعا) کمښت او سختۍ دی.)
په یو حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: سود په هیڅ قوم کې عام نه دی مګر داچې په قحطۍ کې ونیول شي او رشوت په هیڅ قوم کې عام نه وي مګر داچې په ویره او ډار کې ونیول شي. [مسند احمد: 4/205].
د ربا ناوړه اقتصادي اغیزې
یو له مهمو اقتصادي اهدافو او اسلامي موډلونو څخه د تولید وده او د اقتصاد سوکالي ده چې د یوه ګټور او سالم پولي او بانکي سیستم په درلودلو سره ممکنه ده. خو دا باید ومنو چې زموږ د هېواد پولي او بانکي سیستم په مزمنو ناروغیو اخته دی چې اوس او په راتلونکي کې به یې د نه اصلاح په صورت کي د ډېرو ننګونو او ستونزو لامل شي. اوس به له دغو ستونزو او ننګونو څخه د ځینو یادونه وکړو:
د سپما او پانګونې تر منځ ناانډولي
په یو اقتصادي نظام کې چې د سود کچه مهم او پراخیدونکی رول لوبوي، هیڅ ډول انډول نه رامنځته کیږي او په داسې نظام کې سپما د پانګونې سره مساوي نه ده او سپما د پانګونې او تولیدي مولید په لور نه ځي.
پړسوب
کله چې سود او پورونه ربوي سود سره په کار وي، هغه صنعتونه او تولیدات چې دا ډول سود اخیستلو ته اړ کیږي، ورو ورو لګښتونه یې لوړیږي. تولید کونکی به د خپلې ګټې ډیره برخه سود اخیستونکي یا د پور ورکونکي واک او سازمان ته ورکوي؛ له همدې امله، هغه لږه ګټه چې پاتې کیږي، یا د توکو لګښت زیاتوي یا د تولیدونکي د ویجاړولو سبب ګرځي؛ دواړه حالتونه په تولید او اقتصاد کې د انفلاسیون (پړسوب) او بې ثباتۍ لامل کیږي.
ډیری اقتصاد پوهان استدلال کوي چې څنګه چې په ټولنه کې “انفلاسیون” شتون لري، نو د پیسو ارزښت ساتلو لپاره پور ورکوونکي ته باید سود ورکړل شي. خو دا باید په پام کې ونیول شي چې د انفلاسیون یو له مهمو ریښو څخه د سود کچه ده، او چي په یوه ټولنه کې چي سود هرڅوره لوړه او پورته شي، نو د انفلاسیون کچه به په راتلونکو دورو کې لوړه وي، او څورمره د سود کچه لوړه شي، نو تولیدونکي به د خپل پور د تادیې لپاره د خپل تولید شوي توکو بیه د تادیه شوي سود په پرتله ډیره لوړه کړي؛ دا چې دا مسله پخپله د انفلاسیون د زیاتوالي لامل کیږي او په راتلونکي پړاو کې د انفلاسیون زیاتوالی د خلکو لخوا د پیسو د غوښتنې د لا زیاتوالي لامل کیږي؛ په پایله کې دا مسله د سود د نرخ د زیاتوالي لامل کیږي او بیا د سود په نرخ کې دا زیاتوالی د انفلاسیون لامل کیږي، او دا دوره او چرخه به په خمدې توګه ادامه ولري.
بې کاري
بې روزګاري او بیکاري یو له هغو نورو شیانو څخه دی چې ریښه یې د سود په نرخ کې موندل کیدای شي. لکه څنګه چې د سود کچه لوړیږي، د پانګونې لګښتونه لوړیږي او په پایله کې تولیدونکي د توکو تولید ته لږ لیواله وي. ځکه چې تولیدونکي باید په داسې ډول توکې تولید کړي چې د پانګې اچونې بیرته راستنیدنه د تادیه شوي سود څخه لوړه وي، نو د پانګونې کمښت به د تولید او ملي عاید د کمښت لامل شي، او دا به د کار تقاضا کمه کړي او په پایله کې به بیکاري رامنځ ته شي.
د کار موندني د انګېزي کمېدل
د سود بل مهم اثر د انساني سرمايي کمښت دی. په اقتصاد کې د پیسو د لوړې سود شتون، د دې لامل کیږي چې ډیری خلک پرته له دې چې کار ته اړتیا ولري ډیر عاید به ترلاسه کړي چې دا کار، د کار کولو هڅونه او د تعلیم او څیړنې په برخه کې پانګونه کموي او په پایله کې د متشبثینو هڅونه کمېږي او کار موندنه په ټولو پروژو کې چې تمه کیږي د موجوده سود نرخ څخه لږ عاید ترلاسه کړي، کم شي.
د کار او اقتصادي فعالیت رکود
د سود په خپریدو سره یو بډای سړی به سوداګرۍ، تولید او اقتصادي فعالیت تعقیب نه کړي. ځکه چې په هر حالت کې په تولید او اقتصادي فعالیتونو کې پانګه اچونه خطر لري حتی که دا خطر لږ هم وي. مګر د ربوي او نزولي په بڼه د پیسو په ورکړه کې هیڅ خطر نشته. ځکه چې یو څوک د یوې ټاکلې ګټې غوښتنه کوي او د پانګې اصلي او د هغې ګټې لپاره ډاډمن تضمین ترلاسه کوي. له بلې خوا ترلاسه کوونکی، د لوړې ګټې په پام کې نیولو سره که هرڅومره په دې سره ښه تولیدي او اقتصادي کار وکړي، خو ډیر بریالی به نه وي. ځکه چې د تولید ګټه به د دې پر ځای چې په تولید کې مصرف شي د نزول خور جیب ته ځي.
بې تولید بازارونه
د ناروغ اقتصاد یوه لویه نښه د بانکونو او مالي او کریډیټ موسسو شتون دی چې د ګټې انګیزې او لوړ سود نرخونه لري. زموږ د هیواد اقتصاد له دې څخه مستثنی نه دی؛ غیر تولیدي بازارونه، د ګټې او لوړ موثریت هڅونې سره، زموږ په اقتصاد کې د لوړ انفلاسیون لامل شوي. او دا مسله د دې لامل شوې چې د حلال ترلاسه کولو لپاره تولید او هڅې تر اغیز لاندې راشي او د سود اخیستنې کلتور خپور شي؛ نو باید په واضح ډول ووایو چې زموږ اقتصاد ناروغ دی او دا ناروغي په هیواد کې اقتصادي اخلاق او کلتور ته ضربه ورکوي.
د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د تجربو پايلې ښيي چې په هر هغه هېواد کې چې د سود کچه په ټيټه کچه او صفر ته نږدې وي، د انفلاسیون او بېکارۍ کچه هم په ډېره ټيټه کچه کې وي. د نړۍ ډیری لوی اقتصاد پوهان د صفر سود نرخ د اقتصادي ودې او د عاید عادلانه ویش او بشپړ کارموندنې ته د رسیدو لپاره د سود غوره نرخ ګڼي. په دې برخه کې سترو اقتصاد پوهانو ډېرې مفصلې څېړنې کړې دي او په اسلامي اقتصاد کې د سود د حرمت نظريه په لوېديځ کې د سود د صفر د نظريې په پرتله ډېره پرمختللې ده.
د پورتني مواردو سربيره د سود او ربا نور ناوړه اقتصادي اغيزې هم شته؛ سود ډیرې منفي اقتصادي اغیزې لري چې ځینې مثالونه یې په لنډ ډول بیانوو: د یوې کوچنۍ او بډایه ډلې په لاس کې د شتمنیو راټولول او زیاتوالی؛ د ضعیفو طبقو او افرادو له لورې د پانګوالو او سود اخیستونکو ته د ګټو لېږد او جریان؛ اقتصادي بحران رامنځته کېدل؛ د صنعتونو او تولیدونکو ویجاړتیا؛ سود اخستونکی نور هم بې وزله کېدل.